جي-اووه هېوادونو اوکرايین کې 'ډله ییزې وژنې' وغندلې

د نړۍ اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جې -۷" ویلي اوکرایین کې د هغو جسدونو انځورونه د هېرېدو نه دي چې د کړولو او ربړولو نښې پرې ښکاري.

دغو هېوادونو ويلي ښکاره اعدامونه او جنسي ځورونې پر اوکرایین د روسیې د یرغل "وحشتناکه څېره" په ډاګه کوي.

د جې اووه هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له خپل اوکرایني سیال دیمیتري کولیبا سره تر لیدنې وروسته ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د اوکراین په بوچا او نورو سیمو کې چې روسیې پرې یرغل کړی ډله ییزې وژنې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

دې اعلامیه کې روسیې ته خبرداری ورکړ شوی چې له قانونه لا نوره ناوړه ګټه پورته نه کړي او ورنه غوښتل شوي چې د بشردوستانه سازمانونو کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې جنګي سیمو ته ولاړ شي، له خلکو سره مرستې وکړي او ولسي خلک د جګړو له سیمو ووځي.

دغې ډلې همدا راز زیاته کړې چې چمتو دی د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د ځان د دفاع لپاره نورې پیسې او پوځي تجهیزات ورکړي.

د اوو هیوادونو دا ډله د نړۍ له اوو لویو اقتصادونو جوړه ده چې پر نړیواله سوداګرۍ او نړیوال مالي سیسټم واکمن دي.

کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا د دې ډلې غړي دي.

روسیه په ۱۹۹۸ کال کې له دې ډلې سره یو ځای شوه او او د غړو شمېر یې اتو ته لوړ شو، خو په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا له نیولو وروسته بېرته ترې وایستل شوه.