د اوکرایین جګړه؛ د امریکا دفاع وزارت وايي روسي ځواکونه له کیېف سیمې وتلي دي

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي، روسي ځواکونه د اوکرایین له پلازمېنې کیېف او دغه راز له چیرنيهیف سیمو په بشپړ ډول وتلي دي.

بل لور ملګري ملتونه پر پنجشنبه له هغو رپوټونو وروسته چې روسي ځواکونو د اوکرایین په اشغال شویو سیمو کې ظلمونه کړي، د دې سازمان له بشري حقونو شورا 'یو این ایچ سي ار ' د روسیې غړیتوب ایستلو لپاره رایې کاروي.

د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته نژدې بوچا ښارګوټي کې د روسي ځواکونو له لاسه د ملکي خلکو وژنو له رپوټونو وروسته امریکا متحدو ایالتونو په دې تړاو قرارداد ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړی دی.

بل لور روسیې په یوه لیک کې چې دیپلوماتانو ته استول شوی او رویټرز خبري اژانس لیدلی خبرداری ورکړی، چې د ۴۷ غړو هېوادونو له دې شورا به یې ایستل ''غیر دوستانه اقدام '' وبلل شي.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د روسیې دایمي استازولۍ له غړو هېوادونو غوښتي چې د دې روسیې ضد قرارداد پر ضد غږ پورته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازولۍ مشرتابه تاس خبري اژانس ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي:

''که دا قرارداد ومنل شي، لوېدیځوال به وتوانېږي په ازادانه توګه پر نورو هېوادونو خپله خوښه وتپي او د بشري حقونو داسې تعریف به پرې ومني چې د دوی او د دوی د ملګرو له نظره سره سم دی. ''

روسیه پر دنباس بشپړ کنټرول غواړي

د اوکرایین جګړې پر ۴۲ مه ورځ اوکرایین پوځ وايي، روسي ځواکونه د دې هېواد په ختیځ دنباس سیمه کې سره راټولېږي چې پر لوهانڅک او دونیڅک تازه بریدونه پیل کړي.

د جګړې وضعیت په هکله تازه معلوماتو کې ویل شوي، د روسي ځواکونو هڅه دا ده، چې په دونیڅک کې د اوکراییني دفاعي ځواکونو دفاعي کرښې ماتې کړي.

په دې تړاو یوه اعلامیه کې اوکراییني پوځ ویلي، روسیان هڅه کوي، د ماریو پول ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړي او په شمال ختیځ اوکرایین کې پر خارکایېف ښار پرلپسې توغندیز بریدونه کوي.

د اعلامیې په ټکو روسي ځواکونه د پوځي تجهیزاتو لېږدولو لپاره د ریل ګاډي پټلۍ استعمالوي او د روسیې له بیلګورود سیمې یې د اوکرایین کوپیانڅک ریل تم ځای ته ځینې تجهیزات رسولي دي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، اوکراییني ځواکونو د خیرسون ښار ته نژدې اوسوکوریفکا سیمه بېرته له روسي ځواکونو نیولې ده.