کیېف ښاروال: هغه پیسې په وینو ککړې دي چې روسیې ته ورکول کېږي

د اوکرایین پلازمېنې کیېف ښاروال ویټالي کلیڅکو له اروپايي مشرانو غوښتي چې له مسکو سره هر ډول اقتصادي اړیکي پرې کړي.

نوموړی وايي، هغه پیسې چې روسیې ته ورکول کېږي، ''په وینو ککړې دي '' او د روسیې له پوځ سره د مرستې مانا لري.

نوموړی وايي:

''هره یورو، هر سېنټ چې له روسې اخیستل کېږي او یا ورته استول کېږي، په وینو ککړ دي. دا خونړۍ پیسې دي او دا د اوکرایینیانو وینه ده، چې دا پیسې پرې ککړې دي. ''

کلیڅکو په جنېوا کې د ښاروالانو یوې غونډې ته انلاین وینا کې روانه اونۍ د پلازمېنې کیېف نژدې بوچا ښار له لیدو وروسته هلته رامنځته شوې پېښې ''د اوکرایینیانو توکمیزه ډلوژنه '' بللې.

نوموړی وايي، د یوې سپین سرې ښځې په شمول یې د ملکي خلکو مړي لیدلي او یو داسې موټر یې لیدلی چې سپین بیرغونه پورې غوټه شوي وو او په څرګند ډول ''ماشومان '' پرې لیکل شوي وو، خو ډزې پرې شوې او وژل شوي دي، چې وینې یې په موټر کې پاتې دي.

زېلینسکي: روسیه د خپلو پوځیانو جنګي جنایتونو پټولو هڅه کوي

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي پر روسیې تور پورې کړی، چې د اوکرایین په اشغال شویو سیمو کې د خپلو پوځیانو جنګي جرمونو پټولو هڅه کوي.

زېلینسکي چې په پام کې ده پر سې شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې بېړنۍ غونډې ته وینا وکړي، پر ولادیمر پوتین رژیم تور پورې کوي چې د اوکراییني ملکيانو وژنو پېښو پټولو لپاره 'پروپاګند ' کوي.

ښاغلي زېلینسکي وویل:

''موږ باید خبرو واوسو چې اشغالګر په کیېف سیمه کې د ملکي خلکو ډلوژنې پېښو له برالا کېدو وروسته، زموږ د هېواد په نورو برخو کې ښايي د خپلو جنایتونو په هکله بېله رویه ولري. دوی په ماریو پول کې د خپلو جنایتونو پټولو لپاره وار له مخه یو جعلي کمپاین پیل کړی. دوی به لسګونه مرکې وکړي، ایډیټ شوي غږونه به خپاره کړي او په ځانګړې توګه به خلک د دې لپاره ووژني چې وښيي، ګواکې بل چا وژلي دي. دوی د دنباس سیمې په اسمان کې د مالیزیايي الوتکې ویشتلو پر مهال همدا تکتیک کارولی و. دوی همدا رنګه جعلي ګنګوسي خپروي. ''

نوموړي له لوېدیځوالو مشرانو وغوښتل چې پر پوتین رژیم نور بندیزونه ولګوي او په وینا یې ''سزا باید پیاوړې وي. ''

بل لور د جګړې مطالعې په نامه فکري مرکز په یوه تازه ارزونه کې وايي، روسي ځواکونه پر ختیځ اوکراییني ښار سلویانڅک د برید چمتوال کوي.

د دې مرکز په وینا روسي ځواکونه هڅه کوي، له دې لارې ختیځ کې پرمختګ وکړي او په دنباس سیمه کې له نورو پوځونو سره یو ځای شي.

د دې مرکز په رپوټ کې ویل شوي، له ازیوم سیمې د سلویانڅک نیولو لپاره د روسي ځواکونو خوځېدول ښيي چې د اوکرایین جګړه کې به دا یو بل مهم پړاو وي.

رپوټ کې زیاته شوې روسي ځواکونه به د سلویانڅک نیولو لپاره ټول وس وکړي او که دوی و نه توانېږي دا ښار ونیسي، د لوهانڅک او دونیڅک سیمو نیولو هڅې یې ''ښايی شنډې شي. ''

د رپوټ په ټیکو ''دې سیمو کې د روسي پوځ پرمختګ له نیشت سره برابر دی. ''

بل لور د اوکرایین ماریو پول ښار کنټرول لا هم د اوکرایین پوځیانو په لاس کې دی او داسې باور کېږي چې روسي ځواکونو ته درانه تلفات اړوي.

بایډن: پوتین باید د جنګي جنایتونو په جرم محاکمه شي

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا خپل روسی سیال ولادمیر پوتین 'جنګي مجرم ' وباله او غوښتنه یې وکړه چې ښاغلی پوتین دې د اوکرایین په بوچا ښار کې د ملکي کسانو د وژنې په جرم محاکمه شي.

په بوچا ښار کې د بي بي سي خبریال په لارو کوڅو کې پراته مړي لیدلي. زموږ خبریال همدا راز یو کور ته ورغلی چېرې چې د پنځو کسانو مړي داسې حالت کې پراته وو چې لاسونه یې تر شا تړلي شوي وو.

اوس ولسمشر بایډن ویلي، په بوچا ښار کې د شویو جنایتونو له کبله به پر روسیې نور بندیزونه هم لګوي، خو مسکو دا تورونه ردوي چې ګواکې روسي پوځیانو دې ملکیان وژلي وي.

یاده دې وي چې ولسمشر بایډن تېره میاشت هم ولادمیر پوتین په جنګي جنایتونو تورن کړی و، او هغو څرګندونو یې مسکو کې چارواکي سخت قهرولي وو.

خو اوس اوکرایین کې د روسي پوځیانو په لاس د ملکي کسانو د وژنې نور رپوټونه هم ترلاسه شوي، او ورسره د نړیوالې ټولنې لخوا پوښتنې او غندنې هم په زیاتېدو دي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په اوکرایین کې د روسیې د پرله پسې جنایتونو په تړاو د نورو شواهدو په ترڅ کې ویلي"مونږ تر هغې کرار نه کینو څو مو چې عدالت نه وي پلي کړی"

د بریتانیا د بهرنیو چاور وزیرې لېز ټروس غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په شورا کې دې پر دغه هېواد بندېز ولګوي.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "روسیه نه شي کولای چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د شوار غړی پاتې شي، په بوچا کې د ډله ییزو قبرونو او وژنو د راپورونو په ګډون د روسیې د جنګي جنایتونو کره شواهدو یادې شورا کې باید د روسیې غړیتوب وځنډول شي"