زېلینسکي روسیه اوکرایین کې په نسل وژنه تورنه کړه

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي روسي ځواکونه تورن کړي چې دغه هېواد کې یې په نسل وژنه لاس پورې کړی دی.‌

ښاغلي زېلینسکي د روسي ځواکونو کړنې "د یوه بشپړ ملت او خلکو لمنځه وړل" بللي.‌

هغه ویلي اوکرایین کې تر سلو ډېر توکمونه ژوند کوي او د روسي ‌ځواکونو بریدونه "د دغو ټولو توکمونو د لمنځه وړلو" لپاره دي.

د اوکرایین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړي‌ چې رپوټونه وايي کیېف ته څېرمه له بوچا ښار د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته په سړکونو د لسګونو عامو خلکو مړي موندل شوي.

د اوکرایین ولسمشر وايي‌"هر څوک چې دا جنایات ترسره کوي،‌ نوم به یې د وژونکو ځانګړي کتاب کې ثبت، را‌پیدا او مجازات شي.‌"

هغه دا څرګندونې له سي بي ایس تلویزون سره تازه مرکه کې کړي.‌

نوموړي زیاته کړې "زموږ هېواد کې به د اشغالګرو ټول جنایات وڅېړل شي.‌"

بوچا کې څه پېښ شوي؟

د اوکرايين بوچا ښار کې خبريالانو په يوه کوڅه کې په ملکي جامو کې مړي موندلي دي.

په بوچا کې د اې اېف پي خبري اژانس خبريال لږ ترلږه د ۲۰ تنو مړي شمېرلی دي چې وايي د يوه کس لاسونه تر شا تړلي وو.

اوکرايیني ځواکونو روانه اوونۍ د دغه ښار کنټرول بېرته ترلاسه کړ په خپرو شويو عکسونو کې پراخې ويجاړۍ ترسترګو کېږي.

د بي بي سي خبريالانو د اوکرايين په يوه بله برخه کې د دو ملکيانو مړي موندلي چې د روسيې ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د اوکرايين د بهرنيو چارو وزير دميترو کوليبا پر روسيې ځواکونو تور لګولی چې په بوچا ښار کې يې سلګونه کسان وژلي دي.

نوموړي ويلي، "موږ اوس هم جسدونه راټولو چې شمېر يې اوس له سګلونو پورته شوی. جسدونه په کوڅو کې پراته دي".

اوکرایین جګړه؛ پر اوډیسه بندر توغندیز برید شوی

د روسي ځواکونو له هوايي برید وروسته د اوکرایین ساحلي ښار اوډیسه کې له بندرګاه تورې لوخړې پورته کېږي. روسیه ادعا کوي چې داسې یو مرکز یې په نښه کړی، چې په وینا یې اوکراییني ځواکونو ته ترې اکمالات کېدل.

اوکرایین چارواکي بیا وايي، یو مهم ځای په نښه شوی، خو د سر زیان نه لري.

مرکزي اوکرایین کې د نفتو یو چاڼ ځای یا تصفیه خونه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې راغلي، د پولتاو د سیمې والي دیمیتري لونین په یوه ټلویزیوني پیغام کې ویلي چې د اوکرایین په مرکزي ښار کرمانچوک کې د نفتو یوه تصفیه خونه د روسیې برید کې په بشپړ ډول له منځه تللې.

دیمیتري لونین وايي:" د نفتو په تصفیه خونه کې اور لګېدلی، ټول تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي او له فعالیته لویدلي دي"

د کیېف اینډیپنډینټ ورځپاڼي په یوه ټویټ کې لیکلي چې د اپریل پر لومړۍ نېټه د راکټي برید له امله د نفتو یوه تصفیه خونه ویجاړه شوه چې دا تصفیه خونه په اوکرایین کې د نفتو تر ټولو لویه تصفیه خونه وه.

کرمانچوک په مرکزي اوکرایین کې یو له مهمو صنعتي ځایونو څخه دی.

زېلینسکي وايي، روسیه غواړي د اوکرایین ختیځې او سویلي سیمې ونیسي

د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي خبرداری ورکړی، چې روسیه یې د هېواد ختيځو او سویلي سیمو نیول غواړي.

د شنبې پر شپه ناوخته یوه خپاره شوي ویډیويي پیغام کې ولسمشر زېلینسکي زیاتوي: ''د روسي پوځیانو هدف څه دی؟ دوی غواړي دواړه، دنباس ( د اوکرایین ختیځ) او سویلي سیمې ونیسي، خو څه چې زموږ هدف دی، هغه دا چې ځانونه وساتو، خپلواکي مو وساتو او خپله خاوره او خلک وساتو. ''

اوکراییني ولسمشر د خپل هېواد هغه پوځیان هم وستایل، چې له محاصره شوي ماريو پول ښاره دفاع کوي.

د یادونې ده، چې دا ښار د تېرو څو اونیو اوږدو کې د پرلپسې روسي بمباریو له کبله تر ډېره حده په کنډواله بدل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د اوکرایین مقاومت له کبله د پلازمېنې کیېف دفاع شونې شوه او د روسیې پوځي وړتیا یې کمزوري کړه.

ولسمشر زېلینسکي زیاتوي، دوی هم خپل زیات پام ختیځ ته اړوي.

هغه وویل: ''موږ پوهېږو چې دښمن په ختیځ کې د فشار ډېرولو لپاره (د ځواک) سپما کوي. ''

بل لور د یکشنبې پر ګهیځ د اوکرایین سویل تور سمندر پر ساحل پروت مهم ستراتیژیک ښار اوډیسه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

خو تر اوسه په دې هکله وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي، چې هلته څه پېښ شوي دي.

له دې مخکې د روانۍ اونۍ پیل کې روسي پوځ وویل، د کیېف شاوخوا کې خپل پوځي عملیات 'پاموړ ' کموي او د دې پر ځای به د اوکرایین ختیځ ته خپله توجه ډېره کړي.

د اوکرایین دفاع وزارت چارواکو په وینا د پلازمېنې کیېف په شاوخوا کې له مهمو ښارګوټو د روسي ځواکونو له وتلو وروسته اوس د کیېف ټوله سیمه د دوی په کنټرول کې ده.

بل لور د بریتانیا دفاع وزارت د تازه استخباراتي معلوماتو په حواله وايي، روسي هوايي ځواکونو د اوکرایین په سویل ختیځ کې فعالیتونه ډېر کړي دي.

دا وروستي معلومات له دې څو ساعته مخکې د ولسمشر زېلینسکي خبرداری غښتلی کوي چې وايي، روسیه یې په هېواد کې د ختیځو او سیمو سویلي سیمو کنټرول ترلاسه کول غواړي.

په ورته مهال د بریتانیا دفاع وزارت معلومات ښيي چې د اوکرایینیانو مقاومت د روسیې هوايي ځواک لپاره هم سخته کړې، چې له ځمکنیو ځواکونو سره د اوکراییني سیمو په لاندې کولو کې مرسته وکړي.