تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اوکرایین کړکېچ: ماریوپول کې جګړې د خلکو د ژغورلو مخه نیولې

د اوکرایین ماریو پول ښاروالي بي بي سي ته وویل، د ښار په لارو کوڅ کې د روانو نښتو له کبله د دې ښار په یوه بمبار شوې تیاتر ودانۍ کې د ایسارو کسانو راایستلو چاره له خنډونو سره مخامخ ده. ښاروال وادیم بویچینکو وايي، اوکراییني ځواکونه ټول وس – توان کاروي چې د اوکرایین دې سویلي ساحلي ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځیانو مخه ونیسي. بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي له روسي غوښتي چې ''له ځنډ پرته'' د مذاکراتو مېز ته راشي.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. اوکرایین: د روسیې بریدونو کې ۱۱۷ ماشومان وژل شوي

    اوکرایین وايي، د فبرورۍ په ۲۴ مه د روسیې د برید له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۱۷ ماشومان وژل شوي او تر ۱۵۵ ډېر ټپیان شوي دي.

    اوکرایین وايي چې پلازمېنه کیېف او شاوخوا کې (۵۸ماشومان) او د خارکیف په شمال ختیځ ښار (۴۰ماشومان) وژل شوي.

  2. لاوروف: امريکا د سولې د خبرو اړوند اوکرایین په خپلو منګولو کې نیولی

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا د روسیې د غوښتنو عملي کولو اړوند د اوکرایین مخه نیسي.

    د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د ښاغلي لاوروف له خولې ویلي، "دا په پرله پسې ډول احساس کېږي چې د اوکرایین پلاوي ته به د امریکایانو لخوا اجازه ورنکړل شي چې غوښتنې ومني.

    ښاغلي لاوروف د خپلو تورونو په اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ. متحده ایالاتو او اوکرایین دا مسله نه ده راپورته کړې.

    د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلینسکي په خپل وروستي پیغام کې د "معنی او عادلانه خبرو اترو" غوښتنه وکړه.

    هغه په ​​خپل پیغام کې ویلي، "اوس د ملاقات وخت دی، دا د خبرو وخت دی." ظاهراً هغه له ولادمیر پوتین سره مستقیمو خبرو ته اشاره وه.

  3. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، زرګونو محاصره شویو ملکي وګړو ته رسېدل ستونزمن دي

    د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، هغو زرګونو کسانو ته رسېدل ګران دي چې روسي ځواکونو محاصر کړي دي.

    د نړیوال خوراکي پروګرام همغږی کوونکی یاکوب کرن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ماریوپول ته د بېړني خوراکي توکو رسولو د مخنیوي تاکتیک په ۲۱ پېړۍ کې د منلو وړ نه دی".

    ښاغلي کرن ويلي، د اوکرایین په محاصره شویو ښارونو کې وضعیت "خراب" دی او ادارې یې ونشوه کولی چې ماریوپول ته ورسېږي ځکه د لاریو چلوونکي نه غواړي هلته د رسېدو لپاره خپل امنیت له خطر سره مخ کړي.

    هغه زیاته کړه، "هرڅومره چې موږ ښارونو ته نژدې کېږو، د لاریو د چلوونکو امنیتي اندېښنې ډېرېږي، دا په دې مانا ده چې موږ نشو کولی په ماریوپول، سومي، خارکیف او هغه ښارونه چې اوس مهال نیمه محاصره دي ملکي خلکو ته ورسېږو".

  4. ملګري ملتونه: د اوکرایین جګړه کې تر اوسه نږدې ۸۵۰ ملکيان وژل شوي

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار دفتر "او اېچ سي اېچ ار" وايي د تېرې فبرورۍ ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیله د مارچ تر ۱۸مې دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

    ملګري ملتونه وايي په وژل شویو کې ۶۴ ماشومان دي.

    د یادونې ده چې د اوکرایین جګړې د ملکي مرګژوبلې وروستي ارقام د تېرې جمعې پر ورځ خپاره شوي وو چې د وژل شویو شمېر پکې تر دې ۳۱ تنه کم ښودل شوی و.

    د "او اېچ سي اېچ ار" په وینا دې د اوکریین جګړه کې تر اوسه د ۷۸ ماشومانو په ګډون نږدې ۱۴ سوه ملکي کسان ټپي شوي هم دي.

    خو دې ادارې دا یادونه هم کړې چې د ملکي مرګژوبلې کره شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

  5. د اوکرایین کړکېچ

    د اوکرایین د کلابند شوي ښار مارېيو پول مرکز ته اوس جګړه رسېدلې او دغلته نژدې ۳۰۰ زره کسان برېښنا او اوبه نه لري. د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له روسیې سره د سولې د هر اړخیزو خبر وړاندیز کړی دی. ښاغلی زیلېنسکي وايي اوس د دې وخت دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره غونډه وشي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکرایین په ختیځ لوهانسک سیمه کې د بشري دهلیز د پرانیستو تمه کېږي.

  6. د پولنډ لومړي وزیر له روسیې سره د اروپايي ټولنې د سوداګریزو اړیکو بشپړ قطع کولو غوښتنه وکړه

    د پولنډ لومړي وزیر ماتیس موراوسکي پر اروپايي اتحادیې غږ کړی چې له روسیې سره هر ډول سوداګري قطع کړي.د رویټرز خبري اژانس په بنسټ ښاغلي موراوسکي په سمندرونو او وچه کې د روسیې د سوداګرۍ محاصره کولو غوښتنه کړې.د پولنډ لومړی وزیر وايي٬ "له روسیې سره د سوداګرۍ بشپړ پرېکون، به دا هېواد دې ته اړکړي چې فکر وکړي دا ظالمانه جګړه پای ته رسوي یا نه." اروپايي ټولنې د فولادو او انرژۍ په ګډون ځینو مهمو برخو کې سوداګریز محدودیتونه لګولي، خو پولنډ چې له اوکرایین سره ۵۳۵ کیلومتره ګډه پوله لري، پر روسیې د نورو بندیزونو د لګېدو هڅه کوي.

  7. لاوروف: د روسیې او چین اړیکې به لا پیاوړې شي

    د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اوسني سیاسي وضعیت په پایله کې به له چین سره د روسیې اړیکې پیاوړې شي.

    د انټرفکس خبري اژانس د لاوروف له قوله ویلي،"په داسې وخت کې چې لوېدیځ په ښکاره توګه ټول هغه بنسټونه چې نړیوال نظام پرې ولاړ دی، تر پښو لاندې کوي، البته موږ – د دوو سترو قدرتونو په توګه – باید فکر وکړو چې څنګه په دې نړۍ کې پرمخ ولاړ شو."

    سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په ټیلیفوني خبرو کې له روسیې سره د مرستو د "پایلو او عواقبو" په تړاو خبرداری ورکړ.

    د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلي شي جګړه "د هېڅ یوه په ګټه" ونه ګڼله، خو پر ولادیمیر پوتین یې مستقیمه نیوکه هم ونه کړه.

    وروستیو رسنېزو راپورونو په بنسټ روسیې په اوکراین د خپل برید ملاتړ لپاره له چینه د نظامي تجهیزاتو غوښتنه کړې ده.

  8. روسي ستور مزلي د اوکراییني رنګونو په کالیو کې فضايي مرکز ته ورسېدل

    روسي ستورمزلي نړیوال فضايي مرکز ته داسې حال کې ورسېدل، چې د اوکراییني بیرغ رنګونو کالي یې اغوستي وو. د ستورمزلو دا چاره پر اوکرایین د روسیې له یرغل سره یو ډول مخالفت څرګندولو په نظر کتل کېږي.

    له هغه راهیسې چې تېره میاشت روسیې پر خپل ګاونډي هېواد یرغل وکړ، دې مرکز ته رسېدلي درې ستورمزلي لومړني کسان دي، چې هلته رسېږي. په مرکز کې د دوی روسي، امریکايي او جرمن همکارانو دې کسانو ته هرکلی ووایه او په غېږ یې له یوه بل سره روغبړ وکړ.

    ټولو دریو ستورمزلو د دوی معیاري اودي رنګه یونیفورم پر ځای ژړ رنګه کالي اغوستي وو، چې د پاخه اسماني رنګ کرښې پرې معلومېدې.

  9. هایپر سانک څه ډول توغندي دي؟

    موږ داسې رپوټونه درلودل، چې روسي ځواکونه وايي، د یوه هایپر سانیک توغندي پر مټ یې اوکرایین کې د وسلو تر ځمکه لاندې زېرمه په نښه کړې ده.

    خو دا څه ډول توغندي دي؟

    دغه ډول توغندي په هوا کې د غږ رفتار پرتله پنځه برابره په زیاته چټکۍ الوت کوي.

    دا توغندي د دودیزو هغو پرتله خورا زیات پرمختللي بلل کېږي او له هوايي دفاع سسټونو د ځان ژغورنې زیاته وړتیا لري.

    د روسیې دفاع وزارت په خبره هغه توغندی چې په اوکرایین کې یې د وسلو زېرمه په نښه کړې، تر ۲۰۰۰ کیلومتره پورې د ګوزار کولو وړتیا لري.

    د یادونې ده، چې پروسږ کال روسي چارواکو وویل، د سپین سمندر ساحل ته نژدې یې په بریالیتوب سره له یوې کښتۍ د دغه ډول توغندي ازموینه وکړه.

    د روسي چارواکو په وینا دوی به د روسیې په جنګي بېړیو کې دغه ډول توغندي ځای پر ځای کړي. روسیه، چین او امریکا د هایپر سانک توغندیو پر تکنالوژي کار کوي.

  10. اوکرایین له ۱۴۰۰۰ د ډېرو روسي پوځیانو وژلو ادعا کوي

    د اوکراییني پوځ مرکزي قومندانۍ مسوولین وايي، پر دې هېواد د روسي یرغل لومړیو دریو اونیو کې له ۱۴۰۰۰ ډېر روسي پوځیان وژل شوي دي.

    په یوه تازه فېسبوک پیغام کې اوکراییني چارواکو ویلي، اټکلاً ۱۴۴۰۰ روسي پوځیان په اوکرایین کې وژل شوي دي.

    په پیغام کې ویل شوي، په دې جګړه کې روسي ځواکونو د ۱۴۷۰ زغروالو ګاډو، ۶۰ ټانکونو، له ۱۰۰ ډېرو جنګي الوتکو او پوځي هیلیکوپترونو په ګډون پریمانه وسایل او وسایط هم له لاسه ورکړي دي.

    په داسې حال کې چې بي بي سي نه شي کولای دا ادعا تایید کړي، لوېدیځو استخباراتي سرچینو ویلي، له ۷۰۰۰ ډېر پوځیان وژل شوي او نژدې ۲۱ زره نور ټپیان شوي دي.

    دا ادعا په داسې کې شوې، چې اوکراییني پوځیان وايي، پنځم روسی جنرال یې وژلی دی.

    ډګر جنرال اندري موردویچ په جګړه کې تر اوسه د وژل شویو پوځيانو له ډلې تر ټولو لوړپوړی هغه دی، چې بي بي سي یې وژل کېدو ادعا نه شي تاییدولای.

  11. بریتانوي څارګره اداره وايي، روسي ځواکونه د تکتیکونو بدلون ته اړ شوي

    د بریتانیا دفاع وزارت نن ګهیځ د اوکرایین جګړې په تړاو استخباراتي معلومات خپاره کړي چې وايي، د روسیې پوځي تکتیکونو بدلون د زیاتو ملکي تلفاتو لامل کېدای شي.

    د بریتانیا دفاع وزارت په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي: ''کریمیلن تر اوسه د اصلي هدفونو په لاسته راوړلو کې پاتې راغلی.

    په پیغام کې دغه راز ویل شوي، ''روسیان د اوکراییني مقاومت کچې او سختوالي حیران کړي دي. دوی اوس عملیاتي تکتیکونو کې بدلون ته اړ شوي او د پرلپسې فشار ستراتيژي عملي کوي.

    دې کې د بې تبعیضه زور کارول هم شامل دي چې د ملکي تلفاتو ډېرېدو سبب کېدای شي، د اوکرایین ملکي اډانې ویجاړېدو او بشري بحران پراخېدو لامل کېږي.''

  12. اوکرایین وايي، هوا کې ۱۲ روسي هدفونه په نښه کړي

    اوکرایین پوځ وايي، هوايي دفاع څانګې یې په هوا کې ۱۲ روسي هدفونه ویجاړ کړي، چې دوې الوتکې، درې هیلیکوپترې، درې ډرون او څلور کروز توغندي پکې شامل دي.

    د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر مشر یوه سلاکار له قوله ویل شوي، چې په چورنوبایوکا هوايي اډه هم پوځ شپږم ځل برید کړی، چې روسي ځواکونو په کې ځینې تجهیزات ساتلي.

    بي بي سي نه ده توانېدلې دغه رپوټونه تایید کړې.

  13. د اوکرایین جګړې وروستی حال

    که همدا اوس له بي بي سي سره یو ځای شوي یاست، دلته د اوکرایین پېښو وروستي جزیات وړاندې کېږي.

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلنسکي له مسکو غوښتي چې ''له ځنډ پرته'' د مذاکراتو مېز ته راشي. نوموړی وايي، که داسې و نه شي، ''د روسیې زیان به دومره وي، چې نسلونه به یې بیا رغاونې ته پکار وي.''

    بل لور د اوکرایین په محاصره شوي ښار ماریو پول کې ښاروال وادیم بویچینکو له بي بي سي سره خبرو کې هغه مخکیني روسي رپوټونه تایید کړل، چې جګړه اوس د ښار منځ ته رسېدلې ده. رپوټونو کې ویل شوي، د روسیې بمباریو له پیل راهیسې د دې ښار اتیا سلنه ودانۍ یا خو په بشپړ ډول ویجاړې شوې او یا زیان ورته رسېدلی دی.

    ولسمشر زېلنسکي وايي، د روسي پوځ ګوزارونو له کبله له ماریو پول ښاره د ملکي خلکو ایستلو لار اوس هم ډب کړې ده.

    په مسکو کې بیا زرګونه کسان په هغه غونډه کې یو ځای شوي وو، چې اته کاله مخکې یې له روسیې سره د کریمیا سیمې یو ځای کولو مراسم لمانځل.

    ولسمشر پوتین غونډې ته وینا کې وویل: ''موږ به قطعاً هغه پلانونه عملي کړو، چې جوړ کړي مو دي.'' د نوموړي وینا له دولتي ټلویزیونه بیا بیا پرې کېده، چې کریملین یې لامل تخنیکي ستونزې وبللې.

    له دې سره په واشنګټن ډي سي کې د بي بي سي خبریاله جوډي شیرین اجازه اخلي او د اوکرایین پېښو خبري پوښښ دا پاڼه چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، یویتا تان او میریل سباستین ته سپاري چې پښتو بڼه یې نور محمد سعید وړاندې کوي.

  14. د اوکرایین بشري حقونو کمشنره وايي، په ماریو پول کې له هغې تیاتر ودانۍ تر اوسه ۱۳۰ کسان ژوندي راایستل شوي دي، چې روسي ځواکونو پرې بمباري کړې وه.د بمبارۍ پر مهال په دې ودانۍ کې سلګونه کسانو پناه اخیستې وه.په همدې ترڅ کې د سولې لپاره هم اوس روسي دريځ په روښانېدو دى. د ولادمير پوتين او د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوگان ترمنځ په تيلې فوني خبرو کې روسي غاړې خپلې غوښتنې يادې کړې دي. د بي بي سي د نړيوالو چارو خبريال جان سېمپسن وايي ولسمشر پوتين شپږ غوښتنې لري.

  15. زیلینسکي: د روسیې لخوا پر ماریوپول هوايي بريدونه د ملکي وګړو د ایستلو مخه نیسي

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، د روسیې توغندیو په جنوب کې د ماریوپول په محاصره شوي ښار کې د ملکي وکړو د خوندي ايستلو او د بشري دهليزونو پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دی.

    د روسیې پوځ وايي، نښتې د ښار مرکز ته رسېدلې او زرګونه کسان د ښار په مرکز کې بند پاتې دي.

    ښاغلي زیلینسکي ملت ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل، په سلهاو لا هم د هغه تیاتر تر لاندې بند پاتې دي چې د پنجشنبې په ورځ پرې چاودنه شوې وه.

    ښاغلي زیلینسکي وویل چې اوکرایین ته د لویدیځو وسلو رسول خورا ورو دي او زیاته یې کړه، "موږ ځینو لوېدیځو مشرانو ته یو ځل بیا یادونه کوو چې که اوکرایین پرمختللې وسلې ترلاسه نه کړي، دا به د دوی لپاره اخلاقي ماتې وي."

  16. پوتین لسګونو زرو روسانو ته وينا وکړه

    په مسکو کې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د لوژنیکي په لوبغالي کې لسګونو زرو خلکو ته وینا وکړه.

    هغه د روسیې له خوا د کریمیا د نيولو اتمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، په اوکرایین کې د روسیې د "ځانګړو عملیاتو" موخهد دې هېواد د خلکو له "نسل وژنې" ژغورل دي.

    لوبغالی د روسیې په بیرغونو او د (Z) توری سره سینګار شوی و، چې د اوکرايین د جګړې د ملاتړ سمبول دی.

    پوتین د خپلې وینا په پای کې وویل، "روسیې، پرمختګ وکړه."

  17. ملګري ملتونه: په اوکرایین کې بشري ناورین په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی

    د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غړي متیو سالټمارش خبرداری ورکړ چې په اوکرایین کې بشري کړکېچ "په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی".

    دنوموړيپه ​​وينا، که جګړه پای ته ونه رسېږي، وضعيت به نور هم خراب شي.

    هغه وويل، ډېرى خلک د سختو جګړو په سيمو کې بند پاتې دي او د اړينو خدمتونو د ګډوډولو له امله د خوراکي توکو، اوبو او درملو په ګډون خپلې لومړنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.

    ښاغلی متیووايي چې وضعیت په ځانګړې توګه د اوکرایین په سویل کې د روسیې له خوا محاصره شویو ښارونو کې خراب دی.

    هغه وویل، "د ماریوپول او سومي په څېر ښارونو کې بشري وضعیت خورا خراب دی، او اوسېدونکي د خوړو، اوبو او درملو له سخت او احتمالي وژونکي کمښت سره مخ دي."

    سالټمارش وايي ملګري ملتونه د ملکي وګړو د خوندي تګ راتګ په اړه خبرې له نژدې څاري او چمتو دي چې "هرڅومره ژر چې شرایط سم وي" سوميښار ته حیاتي توکي واستوي.

    نوموړيزیاته کړه چې د اودیسا په ښار کې سیمه ایزو چارواکو د شاوخوا ۴۵۰ زره ښاریانو لپاره د خوراکي توکو او درملو غوښتنه کړې ده.

  18. په کيېف کې د مړو شمېر له ۲۲۰ اوښتی

    د اوکرايين کيېف چارواکي وايي، د روسيې له يرغل راهيسې په دريو اوونيو کې په پلازمېنه کې ۲۲۲ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې په وژل شويو کې۶۰ ملکي وګړي او څلور ماشومان هم شامل دي.

    تراوسه پورې روسیې ځواکونو د پلازمېنې کیېف په نيولو نه دي توانېدلي. د اوکرايين ځواکونو د روسیې د مقاومت مخه نيولې ده.

    روسي ځواکونو د پلازمېنې په ګډون په يو شمېر ښارونو د توغنديو بريدونه کړي چې له امله يې پراخ ملکي تلفات اړولي دي.

    روسيه وايي په جنوب کې يې د ماريوپول ښار کلابند کړی خو دغه ادعا نه ده تائيد شوې.

    بل پلو د اوکرايين په ختيځ خارکيف په دوهم لوی ښار کې سيمه ييز چارواکي وايي، د روسیې د توپچي الوتکو نن د لوړو زدکړو پر يوه مرکز او دوه اپارتمانونو توغندي وتوغول چې له امله يې يو تن ووژل شو او ۱۱ نور ټپيان شول.

    په کرماتورک کې د روسيې د توغنديو او توپچي بريد دوه تنه ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل.