تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کړکېچ: امریکا د پوتين پر لوڼو او د لاوروف پر کورنۍ بنديزونه ولګول
پر اوکرايين د بريد له امله امریکا پر روسيې نوي بندیزونه لګولي دي. په نويو بنديزونو کې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين لوڼې، د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خپلوانو په ګډون يو شمېر روسیې چارواکي شامل دي.
بريتانيا هم پر روسيه د نويو اقتصادي بنديزو اعلان کړی دی. دغه هېواد ويلي چې د روان کال تر پايه به له روسيې د سکرو او تېلو پر واردولو بشپړ بنديز ولګوي.
د اروپا د کميسيون رئيسې اورسولا وان پر روسيه د نويو اقتصادي بنديزونو په اړه خبرداری ورکړی.
په نويو وړانديز شویو اقدامونو کې له روسيې د ډبرو سکرو پر واردولو، د روسيې پر څلورو بانکونو بشپړ بنديز، اروپايي بندرونو ته د روسيې پر بېړيو او د خوارکي توکو تر څنګ پر جامو او نورو توکو هم بنديزونه شامل دي.
خو د اروپايي ټولنې ټول ۲۷ غړي باید دغه بندیزونه تائيد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکرایین کې روسي پوځیانو پام د هېواد په ختېځ کې جګړې ته زیات کړی، زرګونه خلک هڅه کوي، له دنباس سیمې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
د کراماتورسک سیمې په مرکزي ریل تم ځای کې داسې ګڼ شمېر کورنۍ لیدل شوې، چې له سیمې د وتلو لپاره له څو ورځو راهیسې په ریل ګاډو کې د سفر لپاره په کتارونو کې منتظر دي.
امریکا متحدو ایالتونو دغه راز ویلي، د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت جاولین نومی ټانک ضد توغندیز سسټم اوکرایین ته د مرستې په توګه ورکوي.
د مرستې دا ژمنه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې د روسي پوځیانو د ادعا شویو ظلمونو یو لیست وړاندې کړ.
د اوکرایين ولسمشر ودلومیر زېلینسکي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې روسيه بايد په نړيواله محکمه کې محاکمه شي لکه څنګه چې له دويمې جګړې وروسته په نورنبرګ کې محاکمه وشوه.
نوموړی چې د روسيې له بريد وروسته په لومړي ځل په دغه ناسته کې خبرې کولې ادعا وکړه، "روسي ځواکونو اوکراييني وګړي وژلي او په ښځو يې تېری کړي دي".
نوموړي په بوچا کې وژنه د روسيې ځواکونو د کړنو يوه بېلګه وبلله.
د شنبې پر ورځ لوېدیځو خبریالانو چې له کيېف بهر په بوچا ښار کې میشت دي د سړکونو پر سر د لږ تر لږه شلو کسانو مړي موندلي وو.
ښاغلي زېلینسکي روسيه په نسل وژنه تورنه کړه او خبرداری يې ورکړ چې کېدی شي د ولسي وګړو د مړينې په اړه شواهد او اسناد هم ترلاسه شي. روسيې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش هم د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ويلي، "هېڅ وخت به یې د بوچا ښار د وګړو تصويرونه له ياده ونه وځي".
نوموړي ويلي، د هغو شواهدو له امله چې د روسیې د جنګي جرمونو کيسه کوي هېښېدلی دی.
د امريکا استازې لېنډا ټوماس ګرينفليډ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې د غړيتوب ځنډولو غوښتنه وکړه.
نوموړې ويلي روسيه بايد د اسې سازمان غړې نه وي چې د بشري حقونو درناوی کوي او زياته يې کړه چې د روسيې غړيتوب به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې اعتبار ته زيان ورسوي.
خو په امنيت شورا کې د روسیې استازي واسيلي نبنزيا د اوکرايين پر وړاندې پخواني تورونه تکرار کړل او د ولودمير زيلينسکي په مشرۍ د اوکرايين حکومت يې په "نازيزم" تورن کړ.