تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرملېن: د روسیې تیلو پر ډیپو د اوکرایین بریدونه د سولې خبرې اغېزمنوي
د کرملېن ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي هغه راپورونه چې د اوکرایین پوځي چورلکو د روسیې د تېلو پر یوه ډیپو برید کړی، د دواړو هېوادونو د سولې د خبرو د دوام لپاره مناسب شرايط نه شي لرلي او د سولې خبرو ته زيان اړولی شی.
تر دې مخکې د اوکرایین په شمال کې د روسیې د بیلګورود والي ویلي وو چې د تېلو په یوه ډیپو کې هغه مهال اور ولګېد کله چې د اوکرایین یوې چورلکې پرې بريد وکړ.
روسيه وايي، د تېلو ډيپو د اوکرايين پولې ته څېرمه د روسیې په بېلګوروډ ښار کې په نښه شوې ده خو اوکرايين تراوسه د دې بريد مسووليت نه دی منلی.
ښاغلي پیسکوف په خپل ورځني خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا برید د جګړې د زیاتوالي لامل و، وویل، "بې له شکه، دا هغه څه نه دي چې د خبرو اترو د دوام لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځ ته کولو په سترګه ورته وکتل شي".
نوموړي دا هم وویل چې چارواکي د تېلو رسولو لړۍ بیا تنظیم کولو او په بیلګورډ کې د بریښنا د بندیدو د مخنیوي لپاره هره ممکنه هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې ویلي، چې د اوکرایین سولې مذاکراتو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
بل پلو رويټرز خبري اژانس د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زيلينسکي د سلاکار اوليکسي ارستوويچ له خولې وايي، روسیې ځواکونه د پلازمېنې کيېف له شمال ختيځ او شمال لوېديځ څخه بېرته وباسي.
د نوموړي په وينا ماريوپول ښار له څو اوونيو بمباريو وروسته کلابند دی او روسيي ځواکونه اوس هڅه کوي چې شمالي ښار چرنيهيف محاصره کړي.
لاوروف: د اوکرایین سولې خبرو کې یو څه پرمختګ شوی
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ډیلي کې د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جیشنکر سره لیدنه کې ویلي، له اوکرایین سره خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، نوموړي دا څرګندونې له ښاغلي جیشنکر سره له لیدنې وروسته خبرې غونډه کې کړې.
ښاغلی لاوروف وايي، مسکو د اوکرایین وړاندیزونو ته غبرګون چمتو کوي، چې د امنیت تضمین بدل کې د کیېف له لوري د بې پرې پاتې کېدو وړاندیز هم پکې شامل دی.
هغه وايي، اوکرایین د کریمیا موضوع کې چې ۲۰۱۴ کال کې روسیې په خپله خاوره پورې غوټه کړه، او دغه راز د دنباس سیمې د وضعیت برخه کې 'زیات درک ' څرګند کړی دی.
د مرستو کاروان په لار کې ایسار پاتې دی
بل لور ویل کېږي، د سره صلیب په مرستو بار کاروان چې د اوکرایین ماریو پول ښار ته پر لار دی، د امنیت خوندیتوب تضمین اندېښنو له کبله په زاپوریژیا سیمه کې ځای پر ځای ولاړ پاتې دی.
زاپورژیا کې د بي بي سی خبریال وایري ډاویس وايي، د سره صلیب د دریو ګاډو یو کاروان د ماریو پول پر لور خوځېدلی چې د ملکي خلکو ایستلو کې مرسته وکړي.
د بي بي سي خبریال زیاتوي لږ مخکې دې کاروان ته د امنیت تضمین ورکړل شوی. تمه کېږي چې دا ګاډي به هغو بس ګاډو ته ورسېږي، چې د ملکي خلکو ایستلو لپاره چمتو شوي دي.
په وارسا کې د بي بي سي خبریال ادم ایسټون د پولڼد سرحدي چارواکو له قوله وايي، پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې دوه اعشاریه څلور میلیونه اوکرایینیان پولنډ ته کډوال شوي دي.
د بي بي سي خبریال وايي، دا وروستیو کې بیا د هغو کسانو شمېر کم شوی، چې له اوکرایینه د پولنډ پولو ته رسېږي او د پنجشنې پر ورځ له فبرورۍ ۲۴ مې راهیسې چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی، دا شمېر د بلې هرې ورځې پرتله کم و.
بل لور د جمعې پر ورځ د روسیې په بیلګورود ښارګوټي کې د جمعې پر ورځ د اور له لګېدو وروسته ځايي ښاروال پر اوکراییني پوځ تور پورې کړې، او په وینا یې د دوی هیلیکوپترو د تېلو پر یوه زېرمه برید کړی دی.
د روسیې دولتي ار ای اې نووستي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې برید له کبله اته تېل ټانکرونو اور اخیستی او داسې وېره شته، چې اور اته نورو ټانکرونو ته هم وغځېږي.
د دې خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د شاوخوا کوڅو اوسېدونکي ایستل شوي دي، خو ښاروال انتون ایوانوف بیا وايي، د تېلو زېرمې دوه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
بل لور د بریتانیا دفاع وزیر وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین هغسې ځواکمن نه دی، چې مخکې و، بلکې په وینا یې نوموړی اوس داسې یوه قفس کې ایسار دی، چې خپله یې چمتو کړی دی.
خو د روسیې ولسمشر بیا نادوستو هېوادونو ته ګواښ کړی، که د جمعې له ورځې وروسته په روسي پولي واحد روبل بیه ور نه کړي، له روسي ګازو به بې برخې شي.