اوکرایین جګړه؛ روسي ځواکونو د یوه مهم ښار 'خیرسون' کنټرول ترلاسه کړ

د اوکرایین سویل کې د ساحلي ښار خیرسون ښاروال وايي، روسي ځواکونو د دې ښار ولکه تر لاسه کړې ده.

یوه اونۍ مخکې چې روسي پوځیان اوکرایین ته ننوتل پر خیرسون یې سخت ګوزارونه پیل کړل او دا لومړنی لوی ښار دی، چې د روسي ځواکونو ولکې ته ورغی.

خیرسون ښاروال ایګور کولیخایف وايي، روسي ځواکونه د ښار په منځ کې د ښاروالۍ ودانۍ ته ورسېدل او پر خلکو یې ګرځبندیز ولګاوه.

د یادونې ده، چې د چهارشنبې پر ورځ اوکرایین کې جګړه توده شوه او روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکراییني ښارونو د توغندیو، راکټونو او توپخانې سخت ګوزارونه وکړل.

د نژدې ۲۸۰ زره اوسېدونکو ښار خیرسون د تور سمندر پر غاړه پروت ساحلي ښار دی، چې د اوکرایین په سویل کې موقعیت لري.

د روسي ځواکونو ولکې ته د دې ښار ورتلو تایید ښاروال ښاغلي کولیخایف په یوه فېسبوک پیغام کې کړی.

نوموړي له روسي پوځیانو غوښتي چې پر ملکي خلکو بریدونه و نه کړي او په وینا یې ښار کې اوس اوکراییني ځواکونه نه شته.

نوموړي دغه راز د ښار له اوسېدونکو غوښتي چې د دې لپاره چې د اوکرایین بیرغ رپاند پاتې شي، باید هغه مقررات ومني چې روسي ځواکونه یې اعلانوي.

په دې کې د ګهیځ له شپږو تر ماخوستن اتو بجو پور ګرځبندیز، د دوو یا له دې زیاتو کسانو په بڼه بهر ته وتل، یوازې د هغو موټرو ښار ته د ننوتو اجازه شامل دي، چې خواړه، درمل یا نور اړین توکي لېږدوي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې بیا د خیرسون ځايي ادارې مشر ګینادي لاخوتا له قوله ویل شوي، چې '' اشغالګر (روسیان) د ښار په هره برخه کې شته او خورا خطرناک دی. ''

بل لور په هاګ کې د انصاف نړیوالې محکمې په اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو معلومولو لپاره پلټنه پیل کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیله راهیسې نژدې یو میلیون اوکراینیان له هېواده تېښتې ته اړ شوي، چې نژدې ۵۰۰ زره یې ګاونډي پولنډ ته کډوال شوي دي.

په هاګ کې د انصاف نړیوالې محکمې په اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو او بشر ضد جنایتولو پلټنه پیل کړې ده.

د ماریوپول ښار په ګډون یو شمېر اوکراییني ښارونه د روسي ځواکونو تر سختو توغندیزو بریدونو لاندې دي. د ماریوپول ښاروال وايي، د سختې بمبارۍ دوام له کبله له ټپیانو سره مرسته ناشونې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا وايي، دریېمه نړیواله جګړه به اتومي وي، خو په خبره یې دا داسې څه نه دي، چې روسیه یې په هکله فکر کوي.

بل لور له یو شمېر درنو چاودنو سره سره د اوکرایین پلازمېنه کیېف لا هم د اوکراییني چارواکو په کنټرول کې دی.

د روسي ځواکونو یو ستر کاروان له ښاره په یوه څه واټن کې ولاړ دی، چې د امریکايي چارواکو په وینا د تېلو له کمښت سره مخامخ دی.

روسیې لومړی ځل منلې چې د اوکرایین جګړه کې د سر دروند زیان وراوښتی، ۴۹۸ پوځیان یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي.