د هندۍ نڅاګرې هنر د هندو او مسلمان سخت دریځو غبرګونونه پارولي

د عکس سرچینه، Mansiya VP
مانسیا وې پي د هند د سویلي برخې کېرالا ایالت اوسېدونکې ده چې د نڅا هنر یې لامل شوی چې په هند کې یې هندوان او مسلمان سخت دریځي مخالفت وکړي.
نوموړې له ماشومتوب راهیسې د خپلې مور په هڅونه کلاسیک ګډا چې د هندوانو معبدونو ته ځانګړی شوی زده کړې.
ددې کار له امله د سیمې د جومات مشران له هغې سره تبعیضي چلند کوي او ان دې ته یې اجازه ورنکړه چې د مانسیا د مور مړی د مسلمانانو په هدیره کې خښ کړای شي.
بلخوا په ورستیو اونیو کې دغې هندۍ نڅاګرې غوښتل چې د هندوانو یوه معبد کې د نڅا پروګرام وکړي، خو د سیمې د معبد مشرانو اجازه ورنکړه چې دغه مسلمانه نجلۍ د دوی په معبد کې نڅا وکړي.
مانسیا وي پي درې کلنه وه چې مور یې د بهارتاناتیم په نوم د نڅا ښوونځي کې شامله کړه.
دا له څو پېړیو راهیسې مروجه هندۍ نڅا ده چې سرچینه یې د هندوانو له مذهبي ځای یا معبد څخه ده.
دا د هند په سویلي کیرالا کې د یوې مسلمانې نجلۍ لپاره یو عادي غوراوی نه و، خو مور یې امینې دغه پرېکړه کړې وه.
امینې مانسیا او خپله مشره لور روبیه دې ته هڅولې وې چې نه یوازې دا نڅا زده کړي، بلکې نورې کلاسیک ډوله نڅاګانې لکه کتکالي او موهینیاتم هم ورسره زده کړي.
د سیمې ځینو مسلمانانو یې مخالفت کاوه، چې مسلمانې نجونې باید د هندوانو نڅاګانې زده نه کړي.
خو د ۲۷ کلنې مانسیا نوم تېره اونۍ یوځل بیا هغه مهال د خلکو پر ژبو شو، چې کله د کیرالا د یوه معبد مشرانو نوموړې ته ددې لپاره چې هندوه نه ده، په معبد کې د نڅا ترسره کولو اجازه ورنکړه.
لومړی ورته اجازه ورکړل شوې وه، خو وروسته د معبد مشرانو غوښتنه بیرته رد کړه او ورته یې وویل دوی اړ دي چې خپلو ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.
دې پریکړې یوځل بیا هند کې د مذهبي توپیري چلند بحثونه راوپارول.
خو مانسیا وايي، په ډېر زیار دغه موقف ته رسېدلې او د دغو شیانو پروا نه لري.
نوموړې وايي، سره له دې چې مور یې مذهبي ښځه وه، خو لوڼې به یې هره ورځ د نڅا زدکړو مرکز ته بیولې او ورته ویل به یې چې زحمت وباسي. پلار یې په سعودي عرب کې دنده لري.











