ایران کې افغانانو سره د بد چلن رپوټونه؛ طالبان وايي کابل کې د ایران سفارت سره غږېدلي

کابل

د عکس سرچینه، MOFa

افغان طالبانو د ایران مشهد ښار په یوه عبادتځي کې د تېرې سې شنبې ورځې هغه برید غندلی چې یو شمېر ملایان پکې ژوبل شوي وو.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لنډ پیغام کې لیکلي، دوی 'طالبان ' دا برید غندي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې ده چې دا برید په افغانستان او یا هم افغانانو پورې هېڅ تړاو نه لري.

یاده دې وي‌ چې د سې شنبې ورځې دې برید کې،‌ چې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې شوی و، یو ملا یا روحاني ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

له دې برید وروسته پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ایران کې مېشتو افغانو کډوالو سره ناسم چلن پکې ښکاري.‌

په دې لړ کې تازه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن (پنجشبنه) یې دغه وزارت کې د ایران سفارت له مسوولینو سره لیدلي او ايران کې يې له افغان کډوالو سره "د دغه هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو" په ناسم چلند خبرې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء تکل پر خپل ټویټر لیکلي، دې غونډه کې دواړو لوریو د داسې کړنو پر مخنیوي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو او ملتونو د خوابدۍ لامل کېږي.

ښاغلی تکل وايي د افغانستان بهرنيو چارو وزارت کابل کې د ایران سفارت له چارواکو سره په دې اړه د افغانستان د حکومت او ولس اندېښني او احساسات شريک کړل او ترې ویې غوښتل چې خپلو جګپوړو چارواکو ته یې ورسوي.

وړاندې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالینباف هم په غیر مستقیم ډول د دغه هېواد پر روحانیونو د وروستي برید پړه پر افغانانو ور اچولې.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ‌ ملګرتیا او ورورولۍ ته په اشارې سره ویلي: "یاد ولرئ چې ګڼ شمېر افغانان د دې هېواد (ایران) د دفاع لپاره د جګړې په ډګر کې قرباني شوي دي".

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

ایراني چارواکو که څه هم د بریدګر/بریدګرو هویت نه دی اعلان کړی، خو په خواله رسنیو کې ایران کې مېشتو افغانانو ته ګوته نیولې شوې ده.

په یوه ویډیو کې یو کس، چې ظاهراً افغان ښکاري، د ګڼو نورو کسانو لخوا د یو زیارت په انګړ کې وهل کېږي او پر ځمکه راکاږل کېږي.

ویډیو کې ښکاري چې یو شمېر کسان هڅه کوي دا کس له پارېدلیو خلکو وژغوري، خو ځینې نور بیا چیغې وهي او وایي "اعدام یې کړئ".

بي بي سي په خپلواکه توګه نشي‌ تائیدولی چې دا ویډیو څه وخت ثبت شوې ده او پکې ښودل شوی کس څوک دی او د کوم هېواد دی.

رئیسي: پر روحانیونو برید د تکفیري ډلو کار دی

رئیسي

د عکس سرچینه، Irna

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د چارشنبې پر ورځ وویل،‌ دا برید د ایران ضد 'تکفیري ډلو' کار دی.‌

ایراني چارواکو ډېری وخت اسرائیل او یو شمېر نورو ایران ضد لویدیځو هېوادونو ته د 'تکفیري ډلو' اصطلاح کاروي.‌

ایراني ولسمشر ویلي، خلک باید اجازه ورنکړي چې 'منافقان' د دې برید له کبله د مسلمانانو ترمنځ مذهبي اختلاف رامنځته کړي.

نوموړي که څه هم د کوم ګاونډي هېواد نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې دا برید باید د ایرانیانو او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلاف لامل نشي.