مشهد کې د افغان وسلوالو "فاطمیون" ډلې غونډه؛ د امریکا او اسرائیل پر ضد شعارونه

د عکس سرچینه، farsnews
د سپاه قدس ځواک اړوند فاطمیون لښکر د ایران په مشهد کې لومړنۍ نړیواله غونډه کړې. فاطمیون هغه ډله ده چې په ایران کې مېشت افغان کډوال پکې شامل دي او د سپاه پاسداران د سپاه قدس څانګې تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
په دې غونډه کې د عراق، لبنان او بحرین شیعه جهادي ډلو هم ګډون درلود.
د دغې ډلې وسله والو په سوریه کې د بشارالاسد حکومت په پلوۍ جګړه کړې.
افغان حکومت د دغه لښکر منحلولو غوښتنه کړې.
سید الیاس چې د فاطمیون لښکر یو مهم قومندان بلل شوی، په دغه غونډه کې ویلي:
''له سیمې د امریکا د وتلو او د قاسم رضا د وینې له غچ اخیستو پرته به راضي نه شو. ''

د عکس سرچینه، WIKIPEDIA
د سپاه پاسدارن د قدس نومې برخې قومندان قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د بغداد په هوايي ډګر کې هغه مهال ووژل شو، چې امریکايي ځواکونو د ده او د بغداد د حشد شعبي ډلې مشرانو د موټرو پر کاروان هوايي برید وکړ.
د دغې نړیوالې غونډې تابیا جبهه شباب المقاومت نومې سازمان کړې، چې د تسنیم خبري اژانس د رپوټ له مخې په ۱۳۹۷ کال کې تاسیس شوی او هدف یې د 'نګه اسلام د صدور ' لپاره د پاکستان، افغانستان، عراق، سوریې، انګلستان، افریقا، امریکا او برازیل هېوادونو د ځوانانو 'جذبول ' بلل کېږي.
فاطمیون لښکر تر کلونو پورې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت په پلوۍ د ایران د ملاتړي ځواک په توګه جګړه کړې.
په ۱۳۹۴ کال دغه ډله د هغو وسله والو له یو ځای کېدو رامنځته شوه چې د ایران، عراق جګړې مهال د ابوذر نومي ځواک له لوري جنګېدلي وو او د سپاه قدس تر نظارت لاندې د افغان مجاهدینو وسله وال ورسره یو ځای شول.

د عکس سرچینه، farsnews
د منځني ختیځ څېړنیز مرکز رپوټ کې د فاطمیون یوه قومندان محمد حسن حسیني له قوله چې وروسته ووژل شو، ویل شوي، د دغه لښکر د غړو شمېر ''په کره توګه د ۱۲ او ۱۴ زره جنګالیو تر منځ دی. ''
په ۱۳۹۶ کال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له 'احساساتو او مجبوریو 'د ګټې نه اخیستو ټینګار تر څنګ تلویحاً د فاطمیون لښکر منحلولو غوښتنه وکړه.









