سویلي کوریا: ډېر شمېر خلک له بي خوبي کړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
سویلي کوریا د ځمکې پر مخ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وګړي یې له بې خوبۍ کړېږي. دې بې خوبۍ کوریایانو ته یې ډېر زیان اړولی دي.
له کله چې د مېرمن جی-ایون کاري ساعتونه سخت شول په دې هم خوب حرام شو.
دا د عامه اړیکو مشره په منځني ډول د سهار له ۷:۰۰ بجو تر ۲۲:۰۰ بجونو پورې کار کوي خو د کار په ډېرو بوختو ورځو کې دا باید ان د سهارتر دریو بجو پورې باید دفتر کې واوسي.
د هغې رئيس کله کله په نیمه شپه هم زنګ وهي او ورنه غواړي چې ځینې کاورنه سملاسي باید وکړي.
جی-ایون وايي،"حالت مې داسې دی چې ما هېر کړی وي څنګه آرام وکړم."
د سیول په ګنګنام ولسوالۍ کې د خوب د کلینیک ډاکټر جی هیون لی چې د خوب په برخه کې د رواني ناروغیو متخصص دی وايي، ډیری وختونه پیرودونکي ویني چې په يوه شپه کې تر ۲۰ پورې د خوب ګولۍ خوري.
دا وايي، "عموما یو څه وخت نیسي چې انسانانو ته خوب ورشي، خو کوریایان غواړي چې ژر یې خوب یووسي له همدې امله دوی درمل خوري."

سویلي کوریا کې د خوب په درملو روږدېدل یوه ملي وبا ګڼل کېږي رسمي شمېر نه شته خو اټکلي شمېرې ښيي چې ۱۰۰ زره کوریایان د خوب په درملو روږدې دي.
ځینې کوریایان د درملو خوړلو سربېره که خوب ورنه شي بیا الکول څښي چې دا ډېرې بدې پایلې لري.
''خلک په خوب کې ګرځي. دوی یخچال ته ځي او په ناخبري کې هر څه خوري، حتی خام خواړه هم خوري. او ترافیکي پېښې هم کېږي."
ډاکټر لي وايي، د اوږدمهاله بې خوبۍ ناروغانو لیدل ورته عادي خبره شوې دا ناروغۍ هایپو-اروسل په نوم پېژندل کېږي.
د دې ځینې ناروغان وايي، لسیزې کېږي چې په یو شپه کې له څو ساعتونو زیات خوب یې نه دی کړی.
ډیر کار، فشار او د خوب څخه محرومیت
سویلي کوریا په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خوب په کې ډېر کم دی.
همدارنګه د پرمختللو هېوادونو ترمنځ سویلي کوریا کې د ځان وژنې پېښې ډېرې دي.
زیات شراب څښل او د ډیپریشن ضد درملو خوړل هم په کې ډېر زیات دي.

د ډېر کار کولو لپاره یو څه تاریخي لاملونه هم شته دي
یوازې څو لسیزو کې سویلي کوریا له یوه بې وزله هېواده د ځمکې په مځ په یوه ښه پرمختللي او په لوړه ټکنالوژي سمبال هېواد بدل شوو.
سعودي عرب او امارات هغه هېوادونه دي چې سویلي کوریا ته ورته برخه لیک لري خو دوی له طبیعي زیرمو د خپل هېواد پرمختګ لپاره ګټه پورته کړه هغه څه چې سویلي کوریا يې نه لري.
د سویلي کوریا د بریا او پرمختګ راز د دې هېواد په ولسپالنه او سخت کار پورې تړاو لري.
دوی خپل ژوند پرمختګ او کار ته ځانګړې کړي دي.












