تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شري لنکا کې احتجاجونه؛ له لومړي وزیر پرته ټولې کابینې استعفاء وکړه
شری لنکا کې د حکومت ضد لاریونونو په لړ کې د کابینې غړو په ډله ییز ډول استعفاء کړې.
د حکومت خلاف دغه لاریونونه د اقتصادي کړکېچ له کبله کېږي چې تېرو څو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی.
د شریلنکا د کابینې ټولو ۲۶ وزیرانو په یوه ځل د استعفاء لیکونه سپارلي، خو د لومړي وزیر 'مهیندا راجاپاکسا' او د هغه د ورور 'ګوتابیا راجاپاکسا' چې ولسمشر دی، نومونه پکې نشته.
لاریونوالو چې له واکه د راجاپاکسا کورنۍ د لرې کېدو غوښتنه کوي، د کابینې د غړو استعفاء بې معنا بللې ده.
حکومت که څه هم د لاریونونو د مخنیوي لپاره ګرځبندیز اعلان کړی، خو لاریونوالو یې پروا ونه ساتله او پرون یکشنبه بیا هم واټونو ته راووتل.
شریلنکا په ۱۹۴۸ کال له بریتانیا خپلواکي اخیستې او اوسني اقتصادي کړکېچ کې د تاریخ تر ټولو بد بلل شوی دی.
د دغه اقتصادي کړکېچ لامل شریلنکا کې د بهرنیو اسعارو د زېرمو کمښت بلل شوی.
دغه هېواد تیل او ځینې نور توکي په بهرنیو اسعارو پېري.
دغه هېواد د تیلو پر کمښت سربېره د بریښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو او همدا راز د خوراکي توکو او درملو د کمښت له ستونزې سره هم لاس ګریوان دی.
شري لنکا کې د خوړو او سونتوکو د کمښت پر ضد له احتجاجونو وروسته حکومت ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی بند کړی او د ۳۶ ساعتونو لپاره یې ګرځبندیز اعلان کړی.
ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا یو فرمان صادر کړی چې له مخې یې خلک هر ډول عامه ځایونو (سړک، پارک، ریل ګاډي او سمندر) ته له ورتګ منع شوي او له اجازې پرته بهر نشي ګرځېدلی.
دا بندېز د شنبې په ماښام لګول شوی دی او ټولنیزې رسنۍ ( فېسبوک، ټویټر او انسټګرام) هم پکې بندې شوي دي.
په دغه هېواد کې د وټس اپ پر کارولو هم بندېز لګېدلی ، د موبایل کاروونکو ته پیغام استول شوی چې د د دې هېواد د مخابراتو د تنظیم ادارې د وټس اپ د بندولو امر کړی.
دا سخت بندیزونه له دې امله لګول شوي چې د نورو احتجاجونو مخه ونیول شي. د پنجشنبې په ورځ خلکو د ولسمشر شخصي استوګنځي ته نژدې موټرو ته اور واچاوه.
له هغې وروسته پوځ په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوی او د دې واک لري چې له کوم حکم پرته شکمن کسان ونیسي.
دا هېواد اوسمهال له لویو اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې یو لامل یې د سونتوکو د وارداتو لګښت په برخه کې د بهرنیو اسعارو نشتوالی دی.
د نیمې ورځې برېښنا پرې کولو او خوړو، سونتوکو او ضروري درملو کمښت پر حکومت د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي.
احتجاجونه د پنجشنبې په ورځ کولمبو کې د ولسمشر راجاپاکسا له کور ته نژدې په سوله ییز ډول پیل شول، خو د ګډونوالو په وینا وضعیت وروسته له هغه کړکیچن شو چې له اوښکې بهوونکی ګازو پکې وکارول شو او پولیسو په خلکو ډزې پیل کړې.
راپورونو کې راغلي چې احتجاج کوونکو هم پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کول.
د شري لنکا یوه حکومتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په نښته کې لږ تر لږه ۲۲ پولیس ټپیان شوي دي.
د جمعې د ورځې احتجاجونو کې پنځلس کسان نیول شوي. ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې پنځه خبریالان د پولیسو په پوسته کې بندیان شوي او وهل شوي دي.
حکومت وايي، د دې تورونو څېړنه به وکړي.
له زور زیاتي سره سره بیا هم په دغه هېواد کې احتجاجونه دوام لري او اوس د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلی دي.