شري لنکا کې د مسلمانانو ضد چلن؟

ټاکل شوې شري لنکا کې د يوه مشهور مسلمان قانوني وکيل حجاز حزب الله محاکمه، چې د ۲۰۲۰ کال اېپرېل راهيسې بندي دی، د روانې مياشتې په وروستيو کې پيل شي. دی د مسيحيانو پر وړاندې د مسلمانو ماشومانو پر پارولو تورن دی.

خو فعالان وايي ښاغلی حزب الله، د حکومت يو ستوغ ګوتنيوونکی دی.

شري لنکا کې مسلمان مشران د ټولنې پر وړاندې له توپيري چلنه شکايت کوي، داسې حال کې چې په سېنهاله توکم کې چې اکثريت دی قومپالنه په زياتېدو ده. حکومت دا تورونه ردوي.

د بي بي سي انباراسان ايتيراجان د رپوټ پښتو بڼه دلته ګورو.