تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: افغانستان کې جګړه درېدلې خو سوله نه ده راغلې؛ افغانان باید خپلو کې ملي بحث پیل کړي
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، په افغانستان کې جګړه درېدلې، خو تلپاتې سوله نه ده راغلې او هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
نوموړي په دې وینا کې له اوسنیو ستونزو د راوتلو لپاره د 'ملي بحث' پیلولو وړاندیز هم کړی دی، او د دې بحث لپاره یې د ۷ ټکو یوه اجنډا هم اعلان کړې.
پخواني ولسمشر د خپلې وینا یوه برخه کې ويلي، "که افغانان د پخوانیو څلوېښتو کالو غلط تصامیم او تګلارې تکرار کړي نو ۲۱مه پېړۍ کې به د بشري مرستو مستعمره او د پردیو د جګړې ډګر وګرځي".
خو نوموړي بدیلې لارې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، افغانان کولی شي چې په ملي وحدت او اقتصادي خوځښت سره ملي او سیمه ییز مشروعیت ترلاسه کړي.
محمد اشرف غني د تېر کال اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو د واکمنېدو پر ورځ له هېواده ووت او دا مهال په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی.
له هغه راهیسې دا یوازې دویم ځل دی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې افغانانو ته خپل پیغام رسوي.
طالبان د تېرو څه باندې اوو میاشتو په موده کې پر ټول افغانستان واکمن شوي او د هېواد ډېرو برخو کې جګړه نشته.
خو بل لور ته افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بېوزلي ډېره شوې او ملګري ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.
له بله پلوه د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دې ډلې استازي بېلابېلو نړیوالو ناستو کې د افغانستان د واکمن نظام په استازیتوب ګډون کوي.
د 'ملي بحث' لپاره د غني د اجنډا مهم ټکي:
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د اوس لپاره په یو ملي بحث کې پر یو شمېر ټکو خبرې پیلېدلی شي. نوموړي د دې بحث لپاره خپله اجنډا کې لاندې ټکي یاد کړي
۱. لومړی دا چې افغانستان باید د بشري مرستیو په مستعمره بدل نشي او له دې هېواد سره کېدونکې مرستې باید په سمه توګه تنظیم او ولګول شي.
۲. په اروپا کې روان کړکېچ د دې لامل شوی چې د نړۍ پام له افغانستان اوړي. د دې لپاره باید افغانان پخپله د خپل ژوند امکانات برابر کړي. خو افغانان طبیعي او بشري شتمني لري چې پر مټ یې ځان هوسا کړي. باید د اقتصادي خوځښت لپاره ژر عملي ګام پورته شي.
۳. افغانان باید د یوې با عزته سولې لپاره ټول یو بل ومني. افغانستان کې جګړه درېدلې، خو سوله نه ده راغلې. که بیا جګړه پیل شوه نو مهارول به یې ګران کار وي. یو څو کسان د افغانستان واکمنان نشي کېدلی.
۴. افغانان باید د یوې ملي اجماع له لارې داسې یو نظام د ځان لپاره غوره کړي چې تلپاتی وي. د دې نظام لپاره ملي مشروعیت مهم دی. له دې پرته سیمه ییز او نړیوال مشروعیت نشي ترلاسه کېدلی.
۵. افغانستان باید نړۍ سره د لویو اقتصادي پروژو عملي کولو کې همکاري وکړي، خو باید خپله تاریخي بېطرفي وساتي.
ياده دې وي چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې وروستي وينا په پيل کې وايي، د بحث اجنډا لپاره اووه ټکي لري، خو وروسته يې په وينا کې پورته يادو شويو پنځو ټکو ته اشاره کړې ده.
معلومه نه ده چې د ښاغلي غني د اجنډا دوه نوري ټکي څه وو او ولې یې له دې وينا ايستل شوي دي.