طالبانو 'افغان شخصیتونو سره د ارتباط او راستنولو کمېسیون' جوړ کړی

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي "له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته (د هغوی) راستنولو" لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی.

د دغه کمېسیون جوړښت چې په لویه کې به د طالبانو د سیاسي کمېسیون تر سرپرستۍ لاندې کار کوي، د طالبانو د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې غونډې تصویب کړی دی.

د دغه نوي کمېسیون مشري د طالبانو د کانونو او پېترولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور کوي او د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین، د طالبانو د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او محمد انس حقاني غړي دي.

له دوی ډېر دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر او له امریکا او مخکني افغان حکومت سره مذاکراتو لپاره د طالبانو د مرکچي پلاویو غړي دي.

د طالبانو اعلامیه کې د دغه کمېسیون د دندې او مسئولیت په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړ شوي.

په اعلامیه کې دا هم نه دي ویل شوي چې له "افغان شخصیتونو" د طالبانو هدف څوک دي او ایا د مخکني حکومت چارواکي او مشران هم پکې شاملېږي که څنګه؟

دوی دا هم نه ده واضېح کړې چې له دغو کسانو سره به یوازې افغانستان ته د ور ستنېدو په اړه خبرې کوي که د داسې یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو موضوع به هم پکې شامله وي، چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او د نړۍ بېلابېل هېوادونه یې وخت ناوخت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

د طالبانو کابینې "افغان شخصیتونو سره د ارتباط اوهېواد ته د راستنولو" په نوم د دغه کمېسیون جوړښت داسې مهال تصویب کړی، چې رپوټونه وايي د انتالیا دېپلوماسۍ فورم کې د ګډون لپاره ترکیې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ تللي پلاوي هلته د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د 'جنبش اسلامي افغانستان' له استازو سره لیدلي دي.

راپورونه وايي پخپله ښاغلي دوستم له دغه پلاوي سره له لیدو ډډه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ښاغلی متقي د انتالیا دېپلوماسۍ فورم څنډه کې انقره کې د افغانستان سفارت ته تللی او هلته یې له خپلو ديپلوماتانو، افغانانو او محصيلينو سره ناسته کړې.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال 'حافظ ضیا احمد تکل' پر خپل ټویټر لیکلي د بهرنیو چارو وزیر د نوي حکومت مخالفینو ته په اشارې سره وویل "نور بس دی، له بې ځایه او مغرضو تبلیغاتو ډډه وکړئ. د تېر په څېر نوی حکومت نور د شخصي ګټپاله ایډیالوژیو او د تنظیمي جوړښتونو د خواهشاتو د پوره کولو په پار وزارتونه، دولتي امکانات او انرژي نشي مصرفولای."

ښاغلي متقي دې غونډې ته همدا راز زیاته کړې "موږ په مخالفینو غږ کوو چې راشئ خپل انتقادونه د داخلي رسنیو له لاري وکړئ خو مغرض او توهین کونکي مه اوسئ."

د انقرې د سفارت په دې ناسته کې د طالبانو لخوا د دغه نوي جوړ شوي کمېسیون بل غړي ملا خیرالله خیرخوا هم ګډون درلود.