اوکرايین کړکېچ: ماریپول کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین له مارېپول ښاره رپوټونو وايي د ښار کوڅو کې جګړه روانه ده، مړي واټونو کې پراته دي او هلته جګړه کې ایسار خلک له سخت کړاو سره مخامخ دي.

له ښاره د ولسي وګړو د ایستلو هڅې روانې دي، خو جګړې دغه چاره ټکنۍ کړې ده.

د ماریپول ښاروال وايي هغو سلګونو کسانو د ژغورنې چارې چې په ماریپول ښار کې د تایتر ودانۍ په تاکاوۍ کې ایسار پاتي دي د جګړې له امله له خنډوځنډ سره مخامخ شوې دي.

وډیم بایوچینکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویل چې ژغورونکې ډلو یوازې وکولای شول چې خاورې لېري کړي.

اوکراییني چارواکي وايي سره له دې چې د تايتر ودانۍ په ښاره ډول په نښه شوې چې دغلته ملکي خلکو پناه اخیستې روسي ځواکونو پرې برید وکړ، خو روسیه دا تور ردوي.

په ماریپور ښار کې چې روسي ځواکونو کلابند کړی دی اوس هم ۳۰۰ زره کسان په داسې حال کې ایسار پاتې دي چې خواړه او درمل په خلاصېدو دي او روسي ځواکونو دې ښار ته د بشري مرستو د لېږدولو مخه ډب کړې ده.

دغلته روسي ځواکونو پر یوه روغتون، یوې کلیسا او بې شماره نورو ودانیو هم بریدونه کړي او سیمه ییز چارواکي وايي ۸۰ سلنه د استوګنې ودانۍ یا ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې تراوسه درې میلیونه او درې سوه زره اوکراینیان له هېواد وتلي او کډوال شوي دي.

دغه راز د اوکرایین د لومړي وزير مرستيالې ايرينا ويريشچوک ويلي تر دې مهاله له ۳.۳ ميليونو ډېر اوکريينيان له لوېديځې پولې تښتدلي دي.

د رويترز خبري اژانس له مخې نوموړې ويلي، چې شاوخوا دوه ميليونه نور په هېواد کې د ننه بېځايه شوي دي.

د اغلې ويريشچوک په وينا د جګړې له لومړۍ کرښې نژدې دوه سوه زره ملکي وګړي د بشري دهليزونو له لارې ايستل شوي دي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار دفتر "او اېچ سي اېچ ار" وايي د تېرې فبرورۍ ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیله د مارچ تر ۱۸مې دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په وژل شویو کې ۶۴ ماشومان دي.

د یادونې ده چې د اوکرایین جګړې د ملکي مرګژوبلې وروستي ارقام د تېرې جمعې پر ورځ خپاره شوي وو چې د وژل شویو شمېر پکې تر دې ۳۱ تنه کم ښودل شوی و.

د "او اېچ سي اېچ ار" په وینا دې د اوکریین جګړه کې تر اوسه د ۷۸ ماشومانو په ګډون نژدې ۱۴ سوه ملکي کسان ټپي شوي هم دي.

خو دې ادارې دا یادونه هم کړې چې د ملکي مرګژوبلې کره شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام بيا وايي، هغو زرګونو کسانو ته رسېدل ګران دي چې روسي ځواکونو محاصره کړي دي.

د نړیوال خوراکي پروګرام همغږی کوونکی یاکوب کرن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ماریپول ته د بېړني خوراکي توکو رسولو د مخنیوي تاکتیک په ۲۱ پېړۍ کې د منلو وړ نه دی".

ښاغلي کرن ويلي، د اوکرایین په محاصره شویو ښارونو کې وضعیت "خراب" دی او ادارې یې ونشوه کولی چې ماریپول ته ورسېږي ځکه د لاریو چلوونکي نه غواړي هلته د رسېدو لپاره خپل امنیت له خطر سره مخ کړي.

ماریپول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ماریپول کې چارواکي وايي ۸۰ سلنه د استوګنې ځایونه د روسي ځواکونو په بریدونو کې یا ویجاړ شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له روسیې سره د سولې د هر اړخیزو خبر وړاندیز کړی دی.

ښاغلی زیلېنسکي وايي اوس د دې وخت دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره غونډه وشي.