اسټرالیا د جعلي اعلانونو له کبله د فېسبوک خلاف عریضه کړې

اسټرالیا د خواله رسنۍ فېسبوک څښتن شرکت میټا خلاف قانوني پیل کړې او شرکت یې تورن کړی، چې د مشهورو شخصتونو له جعلي تایید سره کاروونکو ته د ټګۍ برګۍ ډګ سوداګریز اعلانونه وړاندې کوي.

یوه مسوول کس په دې هکله وویل:

''تکنالوژۍ کمپنۍ ته معلومه وه، چې د جعلي کرېپټو کرنیسو په هکله جعلي او ناسم اعلانات خپروي، خو بیا یې هم دغه ډول جعل، ګډوډ او له فرېبه ډکو اعلانونو کوربتوب کړی. ''

کېدای شي له همدې امله پر دې امریکايي شرکت مالي یا نورې جریمې ولګېږي.

میټا کمپنۍ تر اوسه د اسټرالیايی چارواکو تازه اقدام په هکله څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په تکرار سره ویلي، چې له خپلو پاڼو د ټګانو لېرې ساتلو ته ژمن دي.

په اسټرالیا کې د سالم رقابت او مشتریانو کمېسیون 'اې سي سي سي ' مسوولین وايي، دې اعلانونو کې د فېسبوک الګوریتمونو له لارې د فېسبوک حساس کاروونکي په نښه شوي او د دې لپاره د اسټرالیا مشهورو شخصیتونو جعلي ویناوې کارېدلې دي.

چارواکي وايي، د ټلویزیوني شخصیتونو، میلیونرانو او سیاسي مخورو نومونه او پېژندګلوۍ له اجازې پرته کاروول شوې دي.

د اې سي سي سي مشر راډ سیمز د جمعې پر ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ''زموږ د عریضې منځپانګه دا ده چې میټا شرکت پر خپلو پاڼو د دې ډول اعلانونو کوربتوب کړی دی. ''

په دغه عریضه کې چې د اسټرالیا فدرالي محکمې ته وړاندې شوې راغلي چې میټا په دې هر څه پوهېده، خو بیا یې هم دا هر څه کړي او د مشهورو کسانو له شکایتونو وروسته هم دغه شرکت د ټګانو په مخنیوي کې پاتې راغلی.