بريتانيا کې د ډيزلو بيه ريکارډ کچې ته لوړه شوې

بریتانیا کې د یو لیتر ډېزلو بیه ۱.۷۶ پونډو ته لوړه شوه. انګلستان کې د ډیزلو بیه په اوسط ډول یوه ورځ کې له ۲ پنسو څخه ډېره لوړه شوې ده.

د تېلو بیه کې دا لوړوالی پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کبله راغلی چې د تیلو نړیوال قیمتونه یې اغېزمن کړي دي.

د تېلو بیه چې د دوشنبې په ورځ نژدې یو اعشاریه ۷۴ پونډه وه، د سې شنبې پر ورځ یو اعشاریه ۷۶ ته لوړه شوه.

د پټرولو بیه هم له شاوخوا ۱.۶۴ پونډو نژدې ۱.۶۵ پونډو ته پورته شوې چې د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلې.

د دې احتمال شته چې د نرخونو دوامداره لوړوالی د تېلو نړیوالې ستونزې خبرداری رامنځ ته کړي.

د انرژي نړیواله اداره (ای اي اې) وايي، دا لوړې بیې او په روسیه باندې بندیزونه " د نړۍ په کچه د تیلو د تولید ګواښ رامنځ ته کوي".

اټکل کېږي چې د نړیوالو بندیزونو په پایله کې د روسیې تیل چې هره ورځ درې میلیونه بیرله نړیوال بازار ته وړاندې کوي بند شي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې یوازې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د روسیې په تولید کې د کمښت د پوره کولو لپاره کافي اضافي تولید ظرفیت لري، کوم چې په وینا یې په نړۍ کې د تیلو ترټولو لوی صادرونکی دی.

دغه اداره وايي، دمګړۍ روسیه هغه تیل صادروي، کوم چې قراردادونه یې په اوکرایین له بریده مخکې لاسلیک کړي دي.

تازه سوداګرۍ یې په ټپه درېدلې ځکه ډېری کمپنۍ هڅه کوي د تېلو پېرلو بدیلې لارې پیدا کړي. ځینو هېوادونو لکه امریکا او کاناډا د روسیې د تېلو پر وارداتو بندیز لګولی، خو برعکس اروپايي اتحادیه چې د روسیې پر انرژۍ ډېره تکیه لري، دې بندیزونو لاس تر زنې ښېنولې.

په عین حال کې، انګلستان ویلي چې دوی به د کال تر پایه پورې د روسیې د اقداماتو په ځواب کې د روسیې د تیلو واردات ودروي.

د بريتانيا لومړي وزیر بوریس جانسن سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د انرژۍ د امنیت او نورو مسلو په اړه د خبرو لپاره سفر کړی دی.

بلخوا نړیوال بازار کې د یوه بیرل خام تیلو بیه شاوخوا ۱۰۰ ډالرو ته د چارشنبې په ورځ ورسېده، له دې مخکې هغه مهال چې لوېدیځ په روسیه بندیزونه ولګول سم لاسي له ۱۳۰ ډالرو پورته شوې وه.

هغه مهال د تېلو بیې د کنترول لپاره د انرژۍ د نړیوال اژانس غړو یو څه ګامونه پورته کړل.