تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران سپاه پاسداران ډلې د عراق پر اربیل ښار د توغندیزو بریدونو مسوولیت ومانه
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د عراق په شمال کې د اربیل پر ښار د بالستیک توغندیو مسوولیت منلی دی.
د سپاه پاسدارن د عامه اړیکو څانګې په یوې اعلامیې کې ویلي دا بریدونه د اسراییلو د ''وروستي جنایت ''په غبرګون کې شوي او ادعا یې کړې چې په اربیل کې یې د ''صهیونیستانو د شرارت او مشرۍ مرکز ''په نښه کړی دی.
د امریکا د بهرنیو وزارت ویاند د دې بریدونو د غندلو ترڅنګ ویلي چې په اربیل کې د امریکا کونسلګرۍ ته زیان نه دی اوښتي او نه هم چا ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په عراق کې د کردستان لومړي وزیر مسرور بارزاني هم په یوې اعلامیې کې دغه بریدونه ''ترهګریز '' بللي او غندلي دي.
هغه د سیمې له خلکو نه د ارامۍ غوښتنه کړې او په اربیل کې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي پر اربیل د توغندیو برید ''د عراق پر خلکو برید '' بللی او په یوه ټوېټ کې یې ویلي چې امنیتي ځواکونه د دې برید په اړه د څیړنې په حال کې دي.
د عراق ولسمشر برهم صالح هم په اربیل کې د توغندیو بریدونه ''ترهګریز '' بللي دي.
عراقي امنیتي چارواکي وايي ۱۲ بالستیک توغندي پر اربیل توغول شوي دي.
عراقي چارواکو ویلي لږ تږه ۶ توغندي د امریکا له کونسلګري سره نژدي لګېدلي دي.
امریکاي چارواکو دا د ایران لخوا د عراق پر حاکمیت بې شرمانه برید بللی.
تر دې وړاندې د ایران دولتي تلویزون ویلي وو چې د بالستیک توغندیو بریدونه په عراق کې د ''اسراییلیانو پر پټو اډو '' شوي.
د کردستان ۲۴ په نامه تلویزوني چینل چې سټوډیو یې په اربیل کې د امریکا له کونسلګرۍ سره نژدې ده د شوي برید له امله خپلو دفترونو ته د اوښتي زیان تصویرونه خپاره کړي دي.
د بالستیک توغندیو دا بریدونه څو ورځې وروسته له هغه شوي چې د اسراييلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې چې د سوریې له پلازمېنې دمشق سره نژدي وشول د ایران د انقلابي ګارډ دوه تنه غړي ووژل شول.
ایران هغه مهال ویلي وو چې د هغوی د وژلو غچ به اخلي.
په عراق کې روحاني شیعیه مشر مقتدا صدر پر خپل ټوېټر لیکي ''اربیل داسې اور لاندې نیول شوی ته وا کردان عراقیان نه دي. ''
د ټولنیزو رسنیو نورو کاروونکو هم د هغو ځایونو تصویرونه خپاره کړي چې توغندي پرې لګېدلي دي.