د سوریې زندان کې نښتې؛ یو شمېر داعش وسله وال تسلیم شوي

سوریه کې د کردانو په مشرۍ 'ایس ډي ایف ' ځواکونه وايي، هغه ۲۵۰ داعش وسله وال تسلیم شوي چې د هېواد پر یوه زندان یې ولکه ټینګه کړې وه.

له دې مخکې د الحسكه ښار دې زندان ته د دوشنبې پر ورځ د امنیتي ځواکونو له ننوتو وروسته ۳۰۰ وسله والو ځانونه تسلیم کړي.

ویل کېږي په زندان کې لا هم لسګونه وسله وال شته، چې د زندان ساتونکي یې یرغمل نیولي دي.

په دې زندان کې سلګونه ماشومان هم ساتل کېږي.

داعش وسله والو پر پنجشنبه د زندان ماتولو لپاره دا برید پیل کړی و.

په سوریه کې د بشري حقونو څار ډله چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، دې تاوتریخوالي کې تر اوسه ۱۶۰ کسان وژل شوي، چې د رپوټونو له مخې ۱۱۴ داعش غړي او ۴۵ ایس ډي ایف کسان پکې شامل دي.

بل لور ملګري ملتونه وايي، د الحسکه ښارګوټي ۴۵ زره اوسېدونکي د نښتو له وېرې له خپلو مېنو تښتېدلي دي.

له تېرې اونۍ مخکې د غزیران په نامه دې زندان کې تر څلور زرو پورې هغه سړي او هلکان ساتل کېدل چې د امریکا پلوه ایس ډي ایف ملېشه ځواک لخوا نیول شوي وو.

دا ملېشه د سوریې په شمال او ختیځ کې پراخې سیمې کنټرولوي.

د پنجشنبې پر شپه داعش وسله والو پر زندان برید وکړ او له هغه وروسته لسګونه زندانیان وتښتېدل.

دا په سوریه او عراق کې د دې ډلې له خلافت نړېدو وروسته لومړنی لوی برید بلل کېږي.