تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه: د داعش جنګیالیو سلګونه خپلوان له پنډغالي تښتېدلي
کوردي چارواکي وايي د سوریې په شمال کې سلګونه هغه بهرنیان چې له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره تړاو لري وروسته له هغه له یوه کمپ تښتېدلي چې ترکیې په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل.
دوی وایي کله چې جګړه نژدې شوه بندیانو د بې ځایه شویو کسانو لپاره جوړ شوي یوه په کمپ کې پر دروازو یرغل وکړ او له زندانه په تېښته بریالي شول.
د سوریې شمال ختیځ سیمه چې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) په ولکه کې ده، د ترکیې لخوا پرې پوځي عملیات پیل شوي. ترکي ځواکونو تېره چهار شنبه پر دې سیمو پوځي عملیات پيل کړل.
همدا نن یکشنبه د سوریې په شمال کې کردانو ویلي ول، له دې وروسته د داعش بندیانو ساتل دوی ته لومړیتوب نه دی. کردي ځواکونو له څوه مودې راهیسې له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې کمپونو کې زرګونه داعشي بندیان ساتلي دي.
د رپوټونو له مخې د سوریې شمال کې د ترکي پوځ عملیاتو له کبله د پولې دواړو خواو ته تراوسه شاوخوا ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.
ترکیه پر کردانو د ترهګرۍ تورونه پورې کوي او وايي، غواړي د پوځي عملیاتو له لارې کردي ځواکونه له خپلې پولې لېرې کړي او هلته د سوري کډوالو لپاره خوندي سیمه جوړه کړي.
د ترکیې حکومت پلان لري چې ترکیه کې مېشت شاوخوا درې میلیونه سوري کډوال په دغو سیمو کې ځای پرځای کړي.
رپوټونه وايي ترکي ځواکونو په رس العين ښار کې دننه پرمختگ کړى، خو کوردي ځواکونه دا نه مني چې گواکې دغه سيمه دې د دوى له ولکې وتلې وي. کردان وايي دوى پر ترکي ځواکونو متقابل بريدونه کړي.
د سوريې بشري حقونو د څار بريتانيا مېشتې ډلې په وينا، د سوريې پر کررد مېشتو سيمو د ترکيې د پوځيانو له بريد راهيسې اته وېشت کسان وژل شوي دي. د پولې پورې غاړه په ترکيه کې هم د اوولسو ملکي وگړو د وژل کېدا رپوټونه ترلاسه شوي چې ويل کېږي د کردي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د سوريې بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي، په وژل شویو کې یوه کردۍ سیاستواله او د ښځو د حقونو فعاله هم ده چې د سوریې په شمال کې پر سړک وژل شوې.
د دې سیاست والې د ګوند غړو ویلي، د سوریې د راتلونکې حزب مشره هېروېن خلف هغه مهال له خپل ډرایور او ساتونکي سره په ډزو وژل شوې چې له یوې جلسې بېرته ستنېده.
کردي ځواکونو ادعا کړې چې خلف د ترکیې ملاتړو ځواکونو له ګاډي ښکته کړې او وژلې یې ده. د سوریې د بشري حقونو ډلې ویلي، نهه نور کسان په جلا وختونو کې پر دغه سړک وژل شوي دي.
د ترکیې په ملاتړ ځواکونو پر ځان دا تور رد کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی تر دې حده مخ ته نه دي تللي.