د 'نیلي الماس غلا'؛ درې لسیزې وروسته سعودي عرب له تایلنډ سره دیپلوماتیک اړیکي ټینګوي

سعودي عرب او تایلنډ له درې لسیزو وروسته بېرته دیپلوماتیک اړیکي ټینګوي. د دې دواړو هېوادونو تر منځ د یوه سعودي شاهزاده اړوند ګاڼې له غلا او همدې لړ کې له ځینې مرموزو وژنو وروسته اړیکي نژدې ختم شوي وو.

اوس سعودي عرب ته د تایلنډ لومړي وزیر پرایوت چان اوچا له رسمي سفر وروسته د دواړو هېوادونو اړیکي عادي کېږي.

د تایلنډ لومړي وزیر په دې سفر کې د سعودي عرب له ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته وده ورکړي.

د یادونې ده، چې په ۱۹۸۹ کال کې د یوه سعودي شهزاده له ماڼۍ د هغه تایلنډي مزدور کریانګ کرای تچامونګ د ۲۰ میلیون ډالرو ارزښت ګاڼه او ګران بیه ډبرې غلا کړې او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي خړ پړ شول.

د غلا دا پېښه د ''نیلي یا اودي الماس قضیې '' په نامه مشهوره شوه.

کریانګ کرای د سعودي او تایلنډي پولیسو تر منځ د همکارۍ پایله کې ۱۹۹۰ کال کې د تایلنډ په شمالي لامپانګ سیمه کې ونیول شو.

تایلنډ پولیسو له نوموړي سره یو شمېر ګاڼه او ګرانه بیه ډبرې ونیول او په وینا یې ځینې نور یې پلورلي وو.

خو د نوموړي نیول کېدو او ریاض ته د سپارلو تر منځ موده کې ځینې نورې پېښې وشوې.

سعودي پولیسو هغه مهال وویل چې تر اتیا سلنه غلا شوي څیزونه ورک شوي او دوی ته رسېدلي هغه بیا جعلي دي.

له دې څه موده وروسته د یوه تایلنډي لوړ پوړي چارواکي مېرمنې سره یوه غاړکۍ ولیدل شوه، چې کټ مټ په غلا شوې ګاڼې کې یوې غاړکۍ ته ورته وبلل شوه.

دې کې یو نیلي رنګه ۵۰ قیراطه الماس تر ټولو ګران بیه بلل شوی، چې هېڅکله و نه موندل شو.

د دې الماس په هکله ویل کېږي، چې د چرکې هګۍ هومره لوی و.

د غلا له دې پېښې وروسته سعودي عرب له تایلنډ سره دیپلوماتیک اړیکي کمرنګ کړل او پایله کې په سعودي کې د تایلنډي کارګرو شمېر له ۲۰۰ زرو کسانو ۱۵۰۰۰ کسانو ته راټیټ شو.