امریکا کې د یهودانو پر عبادتځای برید؛ ''پر بریدګر مې د څوکۍ ګوزار وکړ او د دروازې پر لور مې منډه کړه''

ربی

د عکس سرچینه، cbsnews

د امریکا ټکساس کې د یهودانو عبادتځای مذهبي مشر د شنبې ورځې هغې پېښې حال بیان کړی، چې یوه وسله وال بریدګر هلته خلک یرغمل کړل.

دغه مذهبي مشر وايي، پر بریدګر یې د څوکۍ ګوزار وکړ او له لس ساعته یرغمل کېدو وروسته له نورو یرغمل شویو کسانو سره یو ځای له هغه ځایه خوندي وایستل شو.

وسله وال بریدګر چې بریتانوی تابعیت لري او د ملک فیصل اکرم په نامه یاد شوي، پولیسو د پېښې په ځای کې په ډزو وواژه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا د 'ترهګرۍ ' یوه پېښه وبلله. ربی 'د یهودانو مذهبي مشر ' چارلي سیترون والکر د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته وویل، دوی په عبادت بوخت وو، چې د بریدګر د وسلې، کړچ، کړوچ یې واورید او دوی یې یرغمل ونیول شول.

دی وايي: ''موږ یې پرلپسې ګواښلو، خو له نیکه مرغه زیان راته و نه رسېد. ''

له دې کسانو یو شپږ ساعته وروسته خوشی شو او نور بیا څو ساعته وروسته له عبادتځي خوندي وایستل شول.

دی زیاتوي: ''یو وخت مې ولیدل چې دروازه نژدې ده، بریدګر داسې ځای کې ولاړ و، چې موږ ته مخامخ نه و، پر ملګرو مې غږ وکړ، چې وتښتئ. ''

ټکزاس

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پولیس د پېښې ځای کې پرلپسې پلټنې کوي.

دی وايي، له هغه وروسته یې پر بریدګر څوکۍ وروغورځوله. نوموړی پېښه داسې یادوي: ډېره بوږنونکې پېښه وه، خورا ډارونکې، اوس یې هم اغېز شته، عبادتځای ته بېرته ورتګ هم اسان نه دی، خو مهمه چاره ده. ''

د دوی عبادت په ژوندۍ بڼه خپرېده او د امنیتي مسوولینو په خبره په همدې خپرونه کې د بریدګر غږ اورېدل کېږي، چې د یوې پاکستانۍ ساینسپوه عافیه صدیقي د خوشي کېدو غوښتنه کوي، چې امریکا کې د ۸۶ کاله زندان سزا تېروي.

اغلې صدیقي په افغانستان کې له نیول کېدو وروسته د امریکايي پوځیانو د وژلو په هڅه تورنه شوه.

۲۰۱۰ کال د نوموړې له محاکمې وروسته پاکستان کې زرګونه خلک لارو کوڅو ته راووتل او د هغې خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

د بریدګر غږ اورېدل شوی، چې په لړ غږ وايي: ''زما له خور سره د ټیلیفون له لارې زما د خبرو انتظام وکړئ. ''

د شنبې له پېښې وروسته بیا د ملک فیصل اکرم ورور په یوه اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو بخښنه وغوښته او په وینا یې ورور یې 'په رواني ناروغۍ اخته و. '

ملک فیصل د بریتانیا اوسېدونکی و.

د بریتانیا بلیکبرن ښار کې د اکرم ملګرو بي بي سي ته وویل، د هغه ناروغي ډېره سخته شوې وه او دوی حیران دي، چې څنګه یې تر امریکا سفر کړی.

د سي بي اېس رپوټ کې ویل شوي، اکرم دوې اونۍ مخکې د امریکا نیویارک ته رسېدلی.

ولسمشر بایډن بیا د هغه په هکله وايي، داسې ګومان کېږي چې 'له غیرقانوني لارې یې وسله ترلاسه کړې او د بې کوره کسانو په یوه مېشت ځای کې یې لومړۍ شپه تېره کړې وه. '

د دې پېښې په تړاو بریتانیا کې دوه کسان نیول شوي، چې عمرونه یې تر شل کلنۍ ټیټ دي، خو د نومونو او جنسیت په هکله یې څه نه دي ویل شوي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیزټرس دا د 'ترهګرۍ او یهودانو ضد ' یوه پېښه بللې ده.

نوموړې وايي: ''موږ له هغو کسانو چې کرکه خپروي، د خپلو خلکو ژغورلو لړ کې د امریکا تر څنګ ولاړ یو ''

د بي بي سي امنیتي چارو خبریال فرینک ګارنر په خپل رپوټ کې وايي، کله چې د امریکا څارګره اداره وايي، د پېښې په هکله نړیواله پلټنه کوي، نو مبالغه نه کوي.

ایف بي ای د پېښې پلټنو لړ کې امریکا، بریتانیا او ښايي پاکستان کې هم دې لړ کې پلټنې کوي.

دمګړۍ لومړیتوب دا دی چې معلومه شي، ایا بریدګر په بریتانیا کې او یا امریکا ته له رسېدو وروسته له نورو کسانو هم مرسته ترلاسه کړې او که نه.

د بریتانوي څارګرې ادارې ایم ای ۵ او ترهګرۍ ضد پولیسو له لوري د ملک فیصل اکرم ټیلیفوني اړیکو، کمپیوټر او بانکي کارتونو له لارې د راکړې ورکړې معلوماتو لړ کې د معلوماتو راټولول مهم بلل کېږي.