د وبا په ترڅ کې د نړۍ لسو بډایه کسانو شتمنۍ ''دوه برابره ډېرې شوې دي''

د خیریه ټولنې اکسفام مسوولین وايي، کورونا وبا د نړۍ شتمن کسان لا ډېر بډایه کړي او بیوزلي یې نور هم د فقر پر لور بیولي دي.

د دې ادارې رپوټ کې ادعا شوې چې د بیوزله هېوادونو لږ عاید هره ورځ د ۲۱ زره کسانو د مړینې له لاملونو یو دی.

اکسفام مسوولین وايي، بل لور د ۲۰۲۰ کال له مارچ میاشتې راهیسې د نړۍ لسو شتمنو کسانو شتمنۍ له دوه برابره هم ډېرې شوې دي.

اکسفام په ډاوس کې د نړیوال اقتصادي فورم له کلنۍ غونډې مخکې معمولاً په نړیواله کچه د اقتصادي نابرابریو په هکله رپوټ خپروي.

په دې غونډه کې چې د سوټیزرلنډ په یوه مېله ځای کې کېږي، د نړۍ له لر او بره زرګونه سیاستوال، مشهور شخصیتونه، فعالان، اقتصادي ماهرین او خبریالان یو ځای کېږي، بحثونه، مېلمستیاوې او خبرې - اترې کوي.

خو د سږ کال دغه غونډه به هم د تېر کال په څېر د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون خپرېدو له کبله په انلاین بڼه روانه اونۍ ترسره کېږي.

داسې باور کېږي چې د سږ کال غونډه کې به د کورونا وبا مخنیوي اقداماتو تر څنګ د واکسین پر مساوي وېش او دغه راز د انرژۍ پر انتقال خبرې وشي.

بل لور بریتانیا کې د اکسفام اجرايي مشر داني سریسکندراجا وايي، اکسفام د دې لپاره هر کال له ډاوس غونډې سره هممهاله رپوټ خپروي چې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اشرافو توجه جلب کړي.

اکسفام رپوټ کې د فوربس مجلې معلوماتو پر بنسټ ایلون موسک، جیف بیزوس، بیرنارډ ارناولټ، بیل ګیټس، لاري الیسن، لاري پاګي، سرګي برین، مارک زوکیربیرګ، سټیو بالمیر او وارن بوفیټ د نړۍ لس تر ټولو شتمن کسان یاد شوي دي.

په داسې حال کې چې په ټول کې د دوی شتمنۍ له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو یو نیم ټریلیون ډالرو ته زیاته شوې، د دوی تر منځ بیا پاموړ توپیر شته او هغه داسې چې د بېلګې په توګه د ښاغلي موسک شتمنې د ۱۰۰۰ سلنې په حساب ډېرېږي، خو د ښاغلي ګیټس شتمنې په نسبي ډول ټیټ کچ ۳۰ سلنه ډېره شوې ده.

بل لور د اکسفام رپوټ چې په چمتو کولو کې یې د نړیوال بانک له معلوماتو هم کار اخیستل شوی وايي، روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی، لوږه، د جنسیت پر بنسټ رامنځته شوی تاوتریخوالی او د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې ستونزې له هرو څلورو دقیقو وروسته د یوه کس د مړینې لامل کېږي.

رپوټ کې ویل شوي، نژدې ۱۶۰ میلیونه نور انسانان د یوې ورځې لپاره ایله پنځه نیم ډالره عاید مومي، چې که کورونا وبا نه وای، له دې اغېز سره به نه مخامخ کېدل.

نړیوال بانک په هغو هېوادونو کې چې متوسط لوړ کچ عاید لري، پنځه نیم ډالره عاید د بیوزلۍ کچه بولي.