تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو شتمن کس خپلې مېرمنې ته طلاق ورکوي
د امازون شرکت څېښتن جېف بېزوس، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس هم دی، او مېرمن یې مېکېنزي، تر واده ۲۵ کاله وروسته خپل ودني ژوند ته پای ټکی ږدي.
دوی دواړو د چارشنبې په ورځ پر ټوېټر یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او د خپل طلاق خبره یې تایید کړه.
په اعلامیه کې راغلي، دواړو له ازمېښتي بیلتون وروسته پرېکړه کړې ده چې یو بل ته طلاق ورکړي او له دې وروسته به لکه ملګري ګډ ژوند کوي.
تر دې دمه دوی د خپل طلاق کوم ښکاره لامل نه دی څرګنده کړی.
د ښاغلي بېزوس مېرمن مېکېنزي لیکواله ده او په ۲۰۰۵ او بیا په ۲۰۰۸ کال کې یې دوه ناولونه هم خپاره کړي دي.
دواړو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې ۲۵ کاله یې په خوشالۍ ګډ ژوند تېر کړی، پر هر څه شکر کوي او اوس راتلونکي ته لېوال دي.
دوی دواړو تېر کال د بې کوره کورنیو د لاسنیوي او په بې وزله سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره په ګډه یو خیریه بنسټ هم جوړ کړ.
جېف او مېکېنزي په ۱۹۹۳ کال کې واده وکړ او درې زامن او یوه فرزندي لور لري.
د امازون شرکت بنسټ له نن ۲۵ کاله وړاندې کېښودل شو او همدا اونۍ د نړۍ تر ټولو ارزښتناک شرکت وبلل شو.
د نیویارک د ونډو بازار کې د دوشنبې په ورځ د امازون شرکت مجموعي ارزښت ۷۹۷ میلیارد ډالره ښودل شوی.
د اټکل له مخې د دې شرکت بنسټګر ۵۴ جېف بیزوس ۱۳۷ میلیارده امریکایي ډالره شتمني لري او په دې حساب د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی.
تر ده وروسته په دویم ځای کې د مایکروسافټ شرکت څېښتن بېل ګېټس دی، چې ټوله شتمني یې کابو ۹۲ میلیارد ډالره اټکل شوې.