داسې واده چې پوره هوايي ډګر ورته کرایه شوی

په هند کې په دې وروستیو کې پرله پسې څو داسې ودونه وشول چې د رپوټونو له مخې لسګونه ملیونه ډالره لګښت پرې راغلی.

له دې سره د هند د شتمنو کورنیو ترمنځ په ودونو کې د ډېر لګښت یوه نا اعلان شوې سیالي پیل شوې ده.

د دې لړۍ دوه ودونه د بالیووډ ستورو دیپیکا پادوکون له رنویر سینګ سره او پریانکا چوپړا له یوه امریکايي سندرغاړي سره واده وکړ.

خو له دوی هم پورته د هند د تر ټولو شتمن کس د لور واده دی چې چارشنبه ترسره کېږي.

ناوې ایشا امباني د نړۍ په کچه د هندي پانګوال مکیش امباني لور ده او زوم انند پریمال د یوه بل هندي پانګوال زوی دی. اصلي واده پر چهارشنبه ترسره کېږي خو د خوښۍ مراسم وار دمخه د اودایپور کې چې یو سلطنتي ښار دی پیل شوي دي،

سندرغاړه بیانسه د بالیووډ سینما او د هېلاري کلنټن په ګډون په یو شمېر مشهورو نړیوالو څېرو څخه یوه وه چې په دې واده کې یې ګډون وکړ.

دې واده ته وار له مخه خلک په تمه ول ځکه چې ویل شوي وو چې د سنګیت یا نکریزو په مراسمو کې به مشهور امریکایی هنرمند بیانسي سندرې ووايي.

داسې ښکاري چې دا په هندوستان کې د هغو ودونو د لړۍ پیل و چې ډېر لګښتونه پرې کېږي. اوس دوه بډايه کورنۍ غواړي چې د میلیونونو ډالرو په لګولو د خپلو بچیانو ودونه وکړي.

ویل شوي چې د هندي سینما مشهورې څېرې به هم د پېغلې امباني په واده کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي. دا د هر چا د وس خبره نه ده چې دغسې هنرمندانو ته پیسې ورکړي او خپلو شخصي مراسمو ته یې وروغواړي.

د امباني کورنۍ د دېپيکا پادوکون او رنویر سنګ د واده په مراسمو کې چې په ایټالیا کې ترسره شول ګډون درلود. دغه راز پېغلې ایشا امباني تېره اوونۍ د پرایانکا چوپړا په وداه کې هم ګډون درلود.

د راجستان ایالت اودایپور ښار چې پېغله امباني او ښاغلی پیرامل سره وداده پکې کوي د سلګونو کلونو مخینه لري. دغلته عصري هوټلونه دي او د یوې ودانۍ لرغونتوب ۲۷۲ کلونه پخوا ته ورګرځي او اوس مهال ترېنه د هوټل په توګه کار اخیستل کېږي.

دا ښار یو کوچنی هوايي ډګر هم لري چې اوس مهال د ناوې او زوم کورنۍ په کرایه کړی دی چې خپل مېلمانه په شخصي الوتنو کې اودایپور ښار ته د واده لپاره ورسوي.

په ۲۰۰۴ کال کې د لکشمي میتل په نامه هندي پانګوال چې په هندوستان کې زېږیدلی او په لندن کې ژوند کوي د خپلې لور واده د پاریس په څنډو کې په شاهي ماڼۍ ورسی کې وکړ. هغه مهال پر دې واده پنځه پنځوس میلیون ډالر لګښت راغلی و.