د بې زومه غمجنې ناوې موسکی تصویر

هغه اندونیزیایۍ پېغله د واده تصویر کې یوازې ولاړه وه، چې د کوژدن سپرلۍ الوتکه یې څه موده وړاندې سمندر ته غورځېدلې وه.

انتان سیاري او ریو نندا پراتاما د نومبر پر ۱۱ مه د واده پلان درلود، خو زوم پراتاما د اکتوبر پر ۳۱ مه د لاین ایر هوايي شرکت الوتکې غورځېدو پېښه کې ومړ.

پراتاما د واده لپاره کور ته روان و، چې جي ټي ۶۱۰ شمېره الوتکه یې له جکارتا نه له الوتو لږ وروسته سمندر ته وغورځېده.

اوس یې کوژدنه سیارې وايي، د خپل کوژدن ارمان پوره کوي، او د همدې لپاره یې د واده په سپینو کالیو کې تصویرونه واخیستل او د ناویو لپاره ځانګړې ګوتمۍ یې پر ګوته کړه. هغې پر خپل انسټاګرام لیکلي:

''که څه هم داسې ویرجنه یم، چې ویل یې اسان نه دي، خو ستا لپاره به خاندم، هغسې چې تا راته ویل، باید د خواشینۍ پر ځای زړوره واوسم. ''

هغه الوتکه چې د دغې ناوې کوژدن پکې وژل شوی و، له جکارتې ښاره پانګال پینانګ سیمې ته تله، چې ورغورځېده، پکې ناست ټول ۱۸۹ کسان ووژل شول او د الوتکې ټوټې لا هم نه دي موندل شوې.

له دې مخکې اغلې سیارې پر انسټاګرام لیکلي و، چې خپل کوژدن یې له ۱۳ کلونو راهیسې پېژانده او هغه لومړی نارینه و، چې دې ورسره عشق کړی.

هغې کښلي، دوی دواړو د لیسې له مهاله یو بل پېژندل او هغه کیسه یې ټوله لیکلې، چې د واده عکسونو او کالیو لپاره یې څنګه د الوتکې له لوېدو څو اونۍ مخکې سلا مشورې کولې.

ښاغلی پراتاما طبي ډاکټر و او د یوه سمینار لپاره جکارتا ته تللی و. ویل کېږي هغه له تلو مخکې د ټوکې په انداز پوښتنه کړې وه، چې که هلته ناوخته کېږي، کوژدنه به یې څه کوي؟

کوژدنې یې له مرګه وروسته پر انسټاګرام هغه ځواب هم نقل کړی، چې هغه ویلي و:

"که زه ناوخته کېږم، ته به بیا سپین د واده کمیس اغوندې، خاندې به، تصویرونه به اخلې او ما ته به یې استوې"

تر اوسه د دغې الوتکې د غورځېدو سبب معلوم نه دی او چاراکي وايي، له موندل شوي تور بکسه هم ښايي د معلوماتو تر لاسه کول میاشتې وخت واخلي.