ملګري ملتونه; صربیا او بوسنیا کې کرکجنې ویناوې ویره خپروي

د عکس سرچینه، Reuters
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر وايي صربیا، بوسنیا او د صربیا ترکنترول لاندې سیمو کې کرکجنو او تاوتریخوالي پارونکو ویناو په اړه ژوره اندیښنه لري.
دغې ادارې د ځینو سیاستوالو لخوا پر پارونکو او ملتپالو ویناو سخته نیوکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د چارواکو په وینا ځیني سیاستوال د جنایتونو او پر بشري جرمونو د محکومو کسانو ستاینه کوي او ځینو ځانګړو ټولنو او خلکو پر وړاندې کرکجنې ویناوې کوي.
د دې کمیشنرۍ ویاندې لیز بروسل دغه ویناوې وغندلې او ویې ویل ''دغه ویناوې د مذهبي مراسمو پرمهال وشوې، په همدې لړ کې ګڼو خلکو د مشال بلولو او ملتپالو سندرو پرمهال په جنګي جرمونو د محکوم شوي رادکو ملادېچ نوم یادوه، شعارونه یې ورکول او د پخواني یوګوسلاویا د بېلا بېلو برخو د بېرته نیولو غوښتنه یې کوله، په یوه پېښه کې ځینو کسانو د یوه جومات ترڅنګ د تېریدو پرمهال هوايي ډزې هم وکړې. ''
د امریکا متحده ایالاتونو په وروستیو کې پر بوسینايي صرب میلارود دودیک بندیزوه ولګول.
نوموړی تورن دی چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د بوسنیا د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره د سولې شوی تړون له پوښتنو سره مخامخوي.
آعلې بروسل له چارواکو غوښتنه وکړه چې د پخلاینې لپاره کار وکړي او د تاوتریخوالي د هڅونې مخه ونیسي.
هغې وویل دغه ډول څرګندونې هغو کسانو ته چې له جګړې ژوندي پاتې شوي سپکاوی دی او د دغو ډول کړنو په مخنیوي کې پاتې راتګ ویره خپروي، باور جوړولو او پخلاینې پر وړاندې خنډ کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په صربیا، بوسنیا او هرزګونیا کې پر چارواکو غږ کړی چې حقیقت موندنې، عدالت او تاوان ورکولو په اړه خپلې نړیوالې ژمنې پرځای کړي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې دغه راز له چارواکو غوښتنه کړې چې د توکمپالنې او مذهبي کرکې خپرولو غندنه وکړي.










