انځورونه: ۲۵ کاله وروسته د ۸۰۰۰ بوسنیايي مسلمانانو د ټولوژنې یاد

تر ۸۰۰۰ ډېرې ښځې او ماشومان د سربرنیتڅا ټولوژنه کې ووژل شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر ۸۰۰۰ ډېرې ښځې او ماشومان د سربرنېڅا ټولوژنه کې ووژل شول

"هر څوک چې تلل غواړي، وبه لېږدول شي، لوی او کوچنیان، ځوانان او بوډاګان. مه وېرېږئ... هېڅوک به زیان درته ونه رسوي."

د ۱۹۹۵ کال د جولای ۱۱مه، د بوسنیا سربانو سربرنېڅا ښار ونیو.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

په څه کمو دوو اونیو کې د دوی ځواکونو په لوی لاس تر ۸۰۰۰ ډېر بوسنیایي مسلمانان ووژل- چې دا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه ټولوژنه وه.

رادکو میلادېچ چې د سربي کنډک قومندان و، وېرېدلو ولسي وګړو ته وویل، مه وېرېږئ، ځکه چې د ده ځواکونو ټولوژنه پیل کړې ده. دوی ټیک ۱۰ ورځې وګړي ووژل.

راتکو مالدیچ (منځ کې) د سربي بوسنیا کنډک قومندان و چې د سربنیڅا د ټولوژنې مسوول دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رادکو میلادېچ (منځ کې) د سربي بوسنیا کنډک قومندان و چې د سربنیڅا د ټولوژنې مسوول دی
ملګرو ملتونو مسلمان کډوال ولېږدول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو مسلمان کډوال ولېږدول

د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو (چې په خوندي سیمه) کې وو، د دې تاوتریخوالي مخه ونه شوی نیولی.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان وروسته وویل: "د سربرنېڅا دا غمیزه به د ملګرو ملتونو د تاریخ د اندېښنې لامل شي."

د بوسنیا سربي ځواکونو په ۱۹۹۲ کال سربرنېڅا ونیو، خو بوسنیايي ځواکونو ژر بېرته ترې ونیو. د دواړو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

ځینې هالنډي ځواکونه "خوندي سیمې" ته- هلته چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هم وو- واستول شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې هالنډي ځواکونه "خوندي سیمې" ته- هلته چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هم وو- واستول شول
ولسي وګړي د کلابندۍ پرمهال له ډېر زیات ځور سره مخامخ شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسي وګړي د کلابندۍ پرمهال له ډېر زیات ځور سره مخامخ شول

د ۱۹۹۳ کال اپرېل کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هلته خوندي سیمه اعلان کړه، چې هېڅ ډول بریدونه به پکې نه وي.

خو کلابندۍ دوام وکړ ولسي وګړو ته اړین توکي لږ رسېدل. همدا وو چې ځینې بوسنیايي وګړي له لوږې مړه شول.

د ۱۹۹۵ د جولای پر شپږمه بوسنيايي سربي ځواکونو پر سربرنېڅا برید وکړ. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه کلابند شول یا ښار ته شاته شول.

د بوسنیا سربي ځواکونو ښځې سړي له ماشومانو جلا او بیا یې اعدام کړل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بوسنیا سربي ځواکونو ښځې سړي له ماشومانو جلا او بیا یې اعدام کړل

ښځې او نجونې وتښتول شوې او جنسي تېري پرې وشول. عیني شاهدانو وویل، کوڅې له پوځیانو ډکې وې.

لاهم نوي قبرونه کشفېږي او قربانیان موندل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاهم نوي قبرونه کشفېږي او قربانیان موندل کېږي
د سربرنیڅا یوه ژغورل شوې میجرا جوګاز د خپل زوی د قبر ډبره ښکلوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سربرنېڅا یوه ژغورل شوې میجرا جوګاز د خپل زوی د قبر ډبره ښکلوي

تر ټولوژنې ۲۵ کاله وروسته، د قربانیانو نوي ډله ییز قبرونه او د دوی هډوکي موندل شوي.

په ۲۰۰۲ کې، یوه رپوټ د هالنډ پر حکومت او پوځي چارواکو تور ولګاوه چې د دې وژنو مخنیوي کې پاتې راغلي وو. په ۲۰۱۹ کال ددغه هېواد سترې محکمې د ۳۵۰ کسانو په وژلو د تورنو هالنډيانو د محاکمې ځنډولو غوښتنه وکړه.

ټول انځورونه یې د څښتنو دي.