انځورونه: ۲۵ کاله وروسته د ۸۰۰۰ بوسنیايي مسلمانانو د ټولوژنې یاد

"هر څوک چې تلل غواړي، وبه لېږدول شي، لوی او کوچنیان، ځوانان او بوډاګان. مه وېرېږئ... هېڅوک به زیان درته ونه رسوي."

د ۱۹۹۵ کال د جولای ۱۱مه، د بوسنیا سربانو سربرنېڅا ښار ونیو.

په څه کمو دوو اونیو کې د دوی ځواکونو په لوی لاس تر ۸۰۰۰ ډېر بوسنیایي مسلمانان ووژل- چې دا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو لویه ټولوژنه وه.

رادکو میلادېچ چې د سربي کنډک قومندان و، وېرېدلو ولسي وګړو ته وویل، مه وېرېږئ، ځکه چې د ده ځواکونو ټولوژنه پیل کړې ده. دوی ټیک ۱۰ ورځې وګړي ووژل.

د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو (چې په خوندي سیمه) کې وو، د دې تاوتریخوالي مخه ونه شوی نیولی.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان وروسته وویل: "د سربرنېڅا دا غمیزه به د ملګرو ملتونو د تاریخ د اندېښنې لامل شي."

د بوسنیا سربي ځواکونو په ۱۹۹۲ کال سربرنېڅا ونیو، خو بوسنیايي ځواکونو ژر بېرته ترې ونیو. د دواړو ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د ۱۹۹۳ کال اپرېل کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هلته خوندي سیمه اعلان کړه، چې هېڅ ډول بریدونه به پکې نه وي.

خو کلابندۍ دوام وکړ ولسي وګړو ته اړین توکي لږ رسېدل. همدا وو چې ځینې بوسنیايي وګړي له لوږې مړه شول.

د ۱۹۹۵ د جولای پر شپږمه بوسنيايي سربي ځواکونو پر سربرنېڅا برید وکړ. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه کلابند شول یا ښار ته شاته شول.

ښځې او نجونې وتښتول شوې او جنسي تېري پرې وشول. عیني شاهدانو وویل، کوڅې له پوځیانو ډکې وې.

تر ټولوژنې ۲۵ کاله وروسته، د قربانیانو نوي ډله ییز قبرونه او د دوی هډوکي موندل شوي.

په ۲۰۰۲ کې، یوه رپوټ د هالنډ پر حکومت او پوځي چارواکو تور ولګاوه چې د دې وژنو مخنیوي کې پاتې راغلي وو. په ۲۰۱۹ کال ددغه هېواد سترې محکمې د ۳۵۰ کسانو په وژلو د تورنو هالنډيانو د محاکمې ځنډولو غوښتنه وکړه.

ټول انځورونه یې د څښتنو دي.