د بوسنیا صربانو مخکېنی مشر په عمري بند محکوم شو‌

په لاهه کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د بوسنیا صربانو د مخکېني مشر رادوان کاراجیچ قضیه کې پر نظر له سره غور کولو غوښتنه رد کړې ده او د هغه د زندان حکم یې عمري بند ته غځولی دی.‌

دغې محکمې تېره ورځ وویل، نور کاراجیچ د محکمې د حکم په اړه اپیل نه شي کولی.

۷۳ کلن کاراجیچ په ۲۰۱۶ کال د جنګي جرمونو او نسل وژنې په جرمونو په ۴۰ کلونو بند محکوم شوی و.‌

پر هغه تور و چې په ۱۹۹۵ کال یې د سربرنیتڅا کې د ټولوژنې طرحه جوړه کړې وه او شاوخوا اته زره مسلمانان چې ښځې هم پکې وې وژلي دي.

دا په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال تر ټولو لوی جنایت بلل شوی دی.

کاراجیچ یو له هغو جګپوړو چارواکو دی چې د یوګسلاویا له تیت پرک کېدو وروسته محاکمه کېږي.

د نوموړي محاکمه اته کاله وځنډېده چې ده تل له خپل ځانه دفاع کړې ده.‌

د بوسنیا د جګړې پرمهال لږترلږه ۱۰۰ زره کسان وژل شوي، چې تر ۳۰ زرو ډېر یې مسلمانان وو.‌

ښاغلي کاراجیچ ادعا کړې چې د ده په مشرۍ ځواکونو هېڅ کوم جنګي جرم نه دی کړی، بلکې د ده په ټکو دا جنایتونه خپلسرو ځواکونو کړي دي.

د صربانو دغه پخواني مشر تېر کال د محکمې د حکم په اړه له محکمې د بیا غور کولو غوښتنه کړې وه.

‌د بوسنیا جګړه د ۱۹۹۵ کال په جولای میاشت کې د سربنتیڅا په ټولوژنې پای ته ورسېده، چې بالاخره د امریکا او ناټو ځواکونو په مداخله دا څلور کلنه خونړۍ جګړه ختمه شوه.‌

پر رادوان کاراجیچ دا تور هم دی چې په ۱۹۹۵ کال یې سربرنیتڅا کې د ماشومانو په ګډون تر ۷۵۰۰ ډېر مسلمانان وژلي دي.

دی د مسلمانانو په ټولوژنه، نسل پاکولو او له بوسنیا د کرواتانو پر ختمولو تورن دی.

کاراجیچ څنګه ونیول شو؟

نوموړي ټیک ۱۳ کاله ځان تری تم کړی و چې بالاخره پای کې یې ځان تسلیم کړ.

هغه د بګراد په موزیم کې وموندل شي، چې هلته یې په جعلي نامه کار کاوه او ان په "صحي ژوند" مجله کې یې په مستعار نامه کالم ته لیکنې کولې.‌

هغه تل عینکې پر سترګو کولې او اوږده ږیره یې پرېښې وه چې څوک یې ونه پېژني.

شاعر او ډاکټر

کاراجیچ په ۱۹۴۵ کال د تور غره په سافنیک ښار کې زیږېدلی. پلار یې فوک د صربانو په ملي جبهه کې غړی و او د رادوان په ماشومتوب کې فوک بندي شوی هم دی.

‌مور یې جوانکا کاراجیچ خپل زوی مخصل او هڅاند انسان بللی، چې په وینا یې په کور او کرونده کې به ورسره مرستیال و.‌

په ۱۹۶۰ کال کاراجیچ سراییو ته ولېږدېد او هلته یې له یوې نجلۍ لیلیانا سره پېژندګلوي وشوه او بیا یې واده ورسره وکړ.

کاراجیچ طب لوستی او د ښار په روغتون کې یې دنده ترسره کړې ده.‌

دی شاعر هم دی او تر ډېره د صربي ملي لیکوال دوپریکا کوسیک له لیکنو اغېزمن شوی. هغه هڅولی و چې سیاست ته ورګډ شي.