سیف دې چلډرن; دوه تنه کارکوونکي مو د میانمار د پوځ لخوا وژل شوي

میانمار

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، میانمار کې له فبرورۍ میاشتې راهیسې د ماشومانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې خیریه ادارې سیف دې چلډرن تایید کړې ده چې دوه تنه کارکوونکي یې په میانمار کې په یوه برید کې چې پړه یې د میانمار پر پوځ اچوي وژل شوي دي.

دغه خیریه اداره وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون د میانمار په ختیځ کایا ایالت کې د ۳۵ کسانو مړي موندل شوي دي.

سیف دې چلډرن وايي د میانمار پوځ یو شمېر کسان له موټرو نه ښکته کړي، یو شمېر یې نیولي او یو شمېر نور یې وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي.

خو د میانمار پوځ دغه ادعا ردوي.

سیف دې چلډرن وايي په وژل شویو کسانو کې د دوی دوه تنه کارکوونکي چې د دواړو نوي بچیان زېږدلي وو او د ماشومانو د زده کړو په برخه کې یې کار کاوه هم د میانمار د پوځ لخوا وژل شوي دي.

سیف دې چلډرن وايي د دوی کارکونکو له یو لړ بشري چارو ترسره کولو نه وروسته کور ته د رخصتیو تېرولو لپاره سفر کاوه.

په یوه ټویټ کې د ماشومانو د خوندیتوب خیره نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی چې د هغو کسانو پرضد اقدام وګړي چې په میانمار کې یې دغه کسان وژلي دي.

د میانمار د پوځ لخوا پر خلکو د برید د رپوټ له خپرېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وویل د میانمار پوځ باید مسوول وګڼل شی او د میانمر پر پوځ یې د وسلو د پلور د بندیز غوښتنه وکړه.

په میانمار کې د ملي دفاع ځواک په نامه ملیشه ډلې هم ویلي چې وژل شوي کسان د دوی غړي نه دي بلکې هغه ملکي وګړي وو چې له کړکېچ نه په تېښته وو.

د دې ملیشه ډلې یوه قومندان د رویترز خبري آژانس ته ویلي ''موږ هم ایښ شو چې د مړو جسدونه مو ولېدل چې ماشومان، ښځې او د پاخه عمر خاوندان په کې شامل وو. ''

د فرانسې خبرې آژانس د رپوت له مخې د میانمار د پوځ یوه ویاند ویلي جګړه هله تېره جمعه ونښته چې هيپروسو ښارګوټي کې پوځ هڅه وکړه چې اوه هغه موټر ودروي چې پر یوې مشکوکې لارې یې مزکل کاوه.

د پوځ ویاند ژا مین ټون د فرانسې خبري اژانس ته ویلي پوځ په جګړه کې یو شمېر کسان وژلي دي.

د یادونې ده چې د تېرې فبروې په میاشت کې په میانمار کې د پوځ لخوا د واک ترلاسه کولو نه وروسته په ټول هېواد کې پراخې مظاهرې شوې دي.

میانمر، سانسوچي، راکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څو ورځې وړانډې د میانمار له واکه لېري کړای شوې مشره انګ سانسوچي ته د څلورو کالو بند جزا واورل شوه.

د میانمار منتخب شوې مشره انګ سانسوچي او ديموکراسۍ لپاره د ملي لیګ ګوند یو شمېر غړي په هغو کسانو کې شامل دي چې د پوځ لخوا نیول شوي دي.

میانمار کې له فبرورۍ میاشتې راهیسې د ماشومانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي دي.