د میانمار پخوانۍ مشره په څلورو کالو بند محکومه شوه

میانمر، سانسوچي، راکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د میانمار له واکه لېري کړای شوې مشره انګ سانسوچي ته د څلورو کالو بند جزا واورل شوه. دا د هغو پرېکړو په لړ کې لومړنۍ ده چې نوموړې په عمري بند محکومولی شي.

د آغلې سوچي له نیول کېدو وروسته په دې هېواد کې مخالفتونه پاریدلي وو او د کورونا وبا پرمهال له محدودیتونو نه په سرغړونې ګرمه وپیژندل شوه.

دا روښانه شوې نه ده چې اغلې سوچي به کله زندان ته لېږدول کېږي.

پر هغې ټول ۱۱ تورونه لګول شوي خو هغې پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي.

پر اغلې سوچي لګول شويو تورونو باندې نیوکې هم شوي او تر شاه یې سیاسي انګیزه بلل شوې ده.

۷۶ کلنې انګ سانسوچي په تېر فبرورۍ کې د یوې پوځي کودتا په پایله کې له واکه تر لېری کېدو مخکې د یوه منتخب حکومت مشري کوله.

پوځ د فبرورۍ په میاشت کې واک ترلاسه کړ او ادعا یې وکړه چې د تېرکال په ټول ټاکنو کې چې د اغلې سوچي ګوند په لوی توپیر وګټلې درغلي شوې وه.

خو د ټاکنو خپلواک څارونکي وايي ټولټاکنې تر ډېره آزادې او عادلانه وې.

له هماغه مهال راهیسې انګ سانسوچي په کور کې نظربنده ده او د فساد له څو تورونو سربېره له دولتي رازونو نه د سرغړونې او ناارامیو په هڅوونې هم تورنه ده.

محکمه کې له حاضریدو پرته هغه تر ډېره په عام محضر کې نه ده لېدل شوې او نه ترې څه اوریدل شوي دي.

د نوي جوړ شوي ملي یوالي حکومت چې دیموکراسۍ پلوه څېرې او پوځي کودتا مخالفین په کې دي یوه ویاند ډاکټر ساسا مخکې بي بي سي ته ویلي وو چې آغلې سوچي تر ډېر فشار لاندې ده.

ډاکټر ساسا ویلي وو ''هغه ښه نه ده، پوځي جنرالان تیاری نیسي چې هغه په ۱۰۴ کالو بند محکومه کړي او غواړي چې هغه په زندان کې مړه شي. ''

د یادونې ده چې په میانمر کې له پوځي کودتا وروسته پراخې مظاهرې وشوې.

له ساسي زندانیانو سره د مرستې او څار یوې ډلې په وینا په دغو مظاهرو کې ۱۳۰۳ کسان وژل شويدي.

د میانمر پخوانۍ مشره انګ سانسوچي یوه له هغو ۱۰۶۰۰ کسانو ده چې د تېر فبرورۍ راهیسې نیول شوي دي.

میانمر، سانسوچي، راکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له واکه تر لېري کولو وروسته تراوسه اغلې سوچي په کور کې نظربنده ده.

انګ سانسوچي مخکې هم نژدي ۱۵ کاله له ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۰ کال پورې د پوځ لخوا زندانې شوې وه.

نوموړې ته د سولې نوبل جایزه میانمر ته د دیموکراسې د راوستلو په خاطر ورکړل شوه.

د هغې ګوند د دیموکراسۍ لپاره ملي لیګ په ۲۰۱۵ کال کې په پراخ اکثریت ټاکنې وګټلې خو نوموړې د بهرني تابعیت لرونکو ماشومانو د لرلو له امله ولسمشره نه شوه او هغه په پراخه کچه د هېواد اصلي واکمنه ګڼل کېده.

په بهر کې د هغې حثیت تر ډېره په ۲۰۱۷ کال کې د روهنګیایانو پرضد د تاوتریخوالي له امله زیانمن شو.

په ۲۰۱۹ کال کې انګ سانسوچي د عدالت لپاره د ملګرو ملتونو په یوې محکمې کې څرګنده شوه چې د روهنګیایانو د ټولوژنې د تورونو نه د خپل هېواد دفاع وکړي.

نړیوال غبرګونونه

د میانمر پخوانۍ مشرې انګ سانسوچي ته د څلورو کالو بند سزا اورولو نړیوال غبرګونونه پارولی دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشره ميچل بچلېټ وايي انګ سانسوچي ته د سزا ورکولو ترشاه سیاسي انګیزه ده او په وینا یې له دې سره په میانمر کې د خبرو لپاره یوه بله دروازه هم وتړل شوه.

آغلې بچلېټ غوښتنه کړې چې په میانمر کې له پوځي کودتا وروسته په ناقانونه توګه نیول شوي ټول کسان په عاجله توګه خوشي کړای شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس هم اغلې سوچې ته ورکړل شوې د بند سزا پر آزادۍ او دیموکراسۍ د فشار اچولو یوه ناوړه هڅه بللې ده.