تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند د دفاعي ځواک مرکزي قومندان جنرال بپن راوت د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی
د هندي پوځ مرکزي قومندانۍ مشر جنرال بپن راوت د چورلکې غورځېدو یوه پېښه کې وژل شوی دی. د هند هوايي ځواک په وینا پېښه په سویلي تامل ناډو ایالت کې د چهارشنبې پر ورځ شوې ده.
هندي چارواکي وايي، د کوونور ښار ته نژدې ایم ای ۱۷ وې - پنځه ډوله چورلکه په غرنۍ سیمه کې لوېدلې، چې له جنرال راوت سره سره د هغه مېرمن او ۱۱ نور کسان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.
دې پېښه کې یو کس ژوندی پاتې شوی، چې په روغتون کې یې درملنه شوې.
۶۳ کلن جنرال راوت د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د هند په تاریخ کې لومړی ځل د دفاع د مرکزي قومندانۍ مشر په توګه ګومارل شوی و.
د هند هوايي ځواک مسوولین وايي، د پېښې په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.
بل لور د هند کابینه کې دفاعي کومېټه د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د دې پېښې په هکله یوه بېړنۍ غونډه کوي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جنرال راوت پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي:
''جنرال راوت په پوځ کې د خدمت تجربه له ځان سره درلوده، هند به د هغه ځانګړي خدمتونه هېڅکله هېر نه کړي. ''
پر خواله رسنیو د دې پېښې خپاره شوي تصویرونه پېرړ لوګي ښيي چې د غورځېدلې چورلکې له پاتې شونو پورته کېږي.
ویل کېږي، چورلکه په سولور سیمه کې له یوه پوځي مرکزه والوته او ویلینګټون سیمه کې یوه پوځي مرکز ته پر لار وه، چې د پېښې ښکار شوه.
جنرال راوت هلته د پوځیانو روزنې یوه مرکز لیدو ته روان و.
که څه هم د ایم ای - ۱۷ ډوله چورلکو په هکله ویل کېږي، چې خورا باوري چورلکې دي، خو د هند ځینې پوځي الوتکو په هکله داسې باور شته، چې خورا زړې دي او د پېښو لامل یې همدا بلل کېږي.