د هند د دفاعي‌ ځواک مرکزي قومندان جنرال بپن راوت د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی

۶۳ کلن جنرال بپن راوت د یو اعلی مسلکي پوځي افسر په توګه شهرت درلود

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۶۳ کلن جنرال بپن راوت د یو اعلی مسلکي پوځي افسر په توګه شهرت درلود

د هندي پوځ مرکزي قومندانۍ مشر جنرال بپن راوت د چورلکې غورځېدو یوه پېښه کې وژل شوی دی. د هند هوايي ځواک په وینا پېښه په سویلي تامل ناډو ایالت کې د چهارشنبې پر ورځ شوې ده.

هندي چارواکي وايي، د کوونور ښار ته نژدې ایم ای ۱۷ وې - پنځه ډوله چورلکه په غرنۍ سیمه کې لوېدلې، چې له جنرال راوت سره سره د هغه مېرمن او ۱۱ نور کسان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

دې پېښه کې یو کس ژوندی پاتې شوی، چې په روغتون کې یې درملنه شوې.

پېښه د تامل ناډو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې شوې

د عکس سرچینه، Ani

د عکس تشریح، پېښه د تامل ناډو ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې شوې

۶۳ کلن جنرال راوت د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د هند په تاریخ کې لومړی ځل د دفاع د مرکزي قومندانۍ مشر په توګه ګومارل شوی و.

د هند هوايي ځواک مسوولین وايي، د پېښې په هکله یې پلټنې پیل کړې دي.

بل لور د هند کابینه کې دفاعي کومېټه د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د دې پېښې په هکله یوه بېړنۍ غونډه کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جنرال راوت پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټر پیغام کې یې ویلي:

''جنرال راوت په پوځ کې د خدمت تجربه له ځان سره درلوده، هند به د هغه ځانګړي خدمتونه هېڅکله هېر نه کړي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

پر خواله رسنیو د دې پېښې خپاره شوي تصویرونه پېرړ لوګي ښيي چې د غورځېدلې چورلکې له پاتې شونو پورته کېږي.

ویل کېږي، چورلکه په سولور سیمه کې له یوه پوځي مرکزه والوته او ویلینګټون سیمه کې یوه پوځي مرکز ته پر لار وه، چې د پېښې ښکار شوه.

جنرال راوت هلته د پوځیانو روزنې یوه مرکز لیدو ته روان و.

که څه هم د ایم ای - ۱۷ ډوله چورلکو په هکله ویل کېږي، چې خورا باوري چورلکې دي، خو د هند ځینې پوځي الوتکو په هکله داسې باور شته، چې خورا زړې دي او د پېښو لامل یې همدا بلل کېږي.