تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر بایډن پر اوکراین د روسیې لخوا د برید په صورت کې پر مسکو د پیاوړو بندیزونو ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته خبردارى ورکړى که د اوکراين پر وړاندې پوځي اقدام وشي نو پر مسکو به پياوړي اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
د دواړو ولسمشرانو په دوه ساعته ويډيويي کتنه او خبرو کې ښاغلي بايډن یو ځل بیا د اوکراين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ وکړ.
د ښاغلي بايډن د ملي امنيت سلاکار جېک سوليوان خبريالانو ته وويل ولسمشر بایډن ته تل په څېر ولسمشر پوتين سره ډانگ پېيلى وغږېد او مخامخ یې ورته وویل:
''که روسيه پر اوکراين بريد وکړي نو امريکا او اروپايي متحدين به يې په پياوړو اقتصادي بنديزونو ځواب ورکړي. ''
ښاغلي سوليوان دغه راز وویل چې پر اوکراین د برید په صورت کې به د هغو دفاعي تجهيزاتو سربېره چې اوس اوکراين ته برابرېږي لا ډېر نور تجهيزات او اسانتياوې اوکرایین ته برابر کړای شي.
کرېملېن هم د ولسمشرانو پوتين او بايډن ترمنځ خبرې سپينې او مسلکي بللې او ويلي یې دي چې ولسمشر پوتين پر ډيپلوماتيکو ماموريتونو د لگېدلو محدوديتونو د لېرې کېدو وړانديز کړى.
په دې ویډیويي خبرو کې د دواړو ولسمشرانو خبرې تر ډېره پر نندریزو مسایلو څرخېدې.
له خبرو وروسته سپینې ماڼې په ډاګه کړه چې ولسمشر جوبایډین د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه لري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وویل روسیې ته په یادو خبرو کې وویل شول که سیمه کې حالت نازک لوري ته بوځي امریکا به په امنیتي او دفاعي برخه کې د اوکراین ملاتړ وکړي او د ناټو غړي هېوادونه به هم پیاوړي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي سلیوان په دې اړه چې پر روسیې به څه ډول اقتصادي بندیزونه ولګول شي له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل امریکا غواړي چې په دې هکله مخامخ له روسیې سره خبرې وکړي او په وینا یې ''که ویلادیمیر پوتین غواړي چې جرمني ته په غځول شوي نلیکه کې ګاز ولېږدوی نو پر اوکراین به د برید کولو په صورت کې دا خطر ونه مني. ''
جرمني ته غځول شوې د ګازو نلیکه هغه پروژه ده چې لا یې فعالیت نه دی پیل کړی او امریکا او متحدینو ته یې برلاسي ورکوي.
دا دغه راز ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړل شوی چې پر مهمو چارو به اقتصادي بندیزونه ولګول شي داسې بندیزونه چې په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا د جلا کولو پرمهال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د اخیستل شویو ګامونو نه به هم پیاوړي وي.
کرملین بیا ناټو پړه بللې چې ګواکې د اوکراین ختیځو پولو کې د روسیې ګټې ګواښي او پوځي فعالیتونه یې ډېر کړي دي.
روسیې ویلي قانوني ضمانت غواړي چې ډاډمنه شي ناټو به خپل پوځي فعالیتونه دغلته نه پراخوي.
په دې ویډیويي خبرو کې د امریکا او روسیې ولسمشرانو کومه هوکړه نه ده کړې خو دواړه سلا شوي چې په دې برخه کې به لا نورو خبرو اترو ته زمینه برابروي.