بایډن او پوتین په جنیوا کې مخامخ خبرې وستایلې، خو اختلاف پر ځای پاتې دی

د امریکا او روسیې ولسمشرانو په جنیوا کې خپلې مخامخ خبرې ستایلې، خو له ۲۰۱۸ کال وروسته یې په خپله دغه ډول مخامخ غونډه کې محدود پرمختګ کړی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په وینا مخالفتونه یاد شول، خو بې مبالغې وو. نوموړی وايي، روسیه نوې سړه جګړه نه غواړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین بیا ښاغلی بایډن یو تجربه کار سیاستوال وباله او په وینا یې دوی ''په ورته ژبه خبرې وکړې '' دغه خبرې له ټاکل شوي مهالوېشه ژر پای ته ورسېدې او څلور ساعته یې دوام وکړ.

د ښاغلي بایډن په وینا دوی د خبرو لپاره نور وخت ته اړتیا نه لري او په وینا یې داسې کوم اصلي لرلید نه شته چې له مخې یې روسیې سره اړیکو کې پرمختګ وشي.

دوی هوکړه وکړه چې د اتومي وسلو کنټرول پر موضوع خبرې پیل کړي.

دغه راز دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د یوه بل پلازمېنې ته سفیران واستوي. د یادونې ده، چې مارچ کې امریکا پر روسیې تور پورې کړ چې د ۲۰۲۰ کال امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې او له هغه وروسته دواړو هېوادونو خپل دیپلوماتان د سلا مشورې لپاره وایستل.

خو د دواړو لوریو لخوا د خبرو مثتب بللو تر څنګ د انټرنېټي بریدونو، اوکراین او روسیې د زنداني اپوزیسیون مشر الکسي نوالنې د برخلیک په ګډون مسایلو کې د جوړجاړي نښې نښانې ډېرې نه دي تر سترګو شوې.

ولسشر بایډن له خپل روسي سیال سره خبرې 'مثبتې ' وبللې، خو خبر داری یې ورکړ چې امریکا به په خپله ولسواکۍ کې لاسوهنه و نه زغمي.

ولسمشر پوتین دغه مذاکرات 'رغنده ' وبلل او په خبره یې دوی هوکړه وکړه، د یوه اوبل هېواد کې به هغه دیپلوماتان خپلو دندو ته ستانه شي، چې دواړو هېوادونو د سږ کال پیل کې شړلي وو.

پر کومو موضوعاتو خبرې شوې؟

له سایبري بریدونو تر اوکراین پورې ګڼ موضوعاتو خبرې شوې، خو پر لږ هغو جوړجاړی شوی دی. په جنیوا کې له هغه وروسته چې جو بایډن د امریکا ولسمشر وټاکل شو، د دواړو مشرانو تر منځ دا لومړنۍ مخامخ لیدنه وه.

ښاغلي پوتین د سایبري بریدونو کې د روسیې لاس لرلو تورونه رد کړل، او په وینا کې روسیه کې ډېری رامنځته شوي دغه ډول بریدونه له امریکا کېږي. د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د احتجاج حق په برخه کې د دواړو لوریو نظر اختلاف برالا و.

ښاغلي پوتین د روسې اپوزیسیون مشر الکسي نوالنې په هکله د امریکا اندېښنې رد کړې، چې دا وروستیو کې یې ۲۴ ورځنی د نه خوړو اعتصاب کړی و.

د نوموړي په وینا ښاغلي نوالنې قانون رد کړی و او پوهېده چې له د درملنې لپاره به له جرمني نه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته سزا ویني. ښاغلی نوالنې تور پورې کوي چې د ولسمشر پوتین په امر زهر ورکړل شوي و، خو ولسمشر پوتین دغه تور ردوي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ' د تور پوټکو ژوند مهم دیګ موضوع په هکله د ولسمشر پوتین څرګندونې ' ' د خندا وړ ' ' وبللې او رد یې کړی.

د نوموړي په خبره '' د بشري حقونو موضوع به تل د مذاکراتو پر مېز وي. ''

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې باید روسیه له امریکا سره همکارۍ ته زړه ښه کړي، ښاغلي بایډن وویل، '' دوی په یوه خورا، ډېر سخت موقعیت کې دي. دوی د چین تر فشار لاندې دي او دوی غواړي چې یو مهم قدرت په توګه پاتې شي. ''

دا خبرې داسې مهال وشوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي. په دې ځای کې په ۱۹۸۵ کال هم د امریکا د پخواني ولسمشر رونلډ رېګن او د پخواني شوروي اتحاد د مشر میخاییل ګورباچوف ترمنځ د سړې جګړې پرمهال لیدنه شوې وه.

"هوښیار دوښمن"

تر خبرو مخکې، د امریکا ولسمشر ښاغلی پوتین یو قاتل بللی و، اوس یې د روسیې ولسمشر "یو هوښیار دوښمن" بللی دی. امریکا په مسکو کې د مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د نیول کېدو په ګډون د بشر حقونو د سرغړونو خبره هم کوي.