تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن پوتین ته د "مضرو کړنو" د ناوړه پایلو ګواښ وکړ
د امریکا د ولسمشر په توګه جو بایډن خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر روسي سیال ولادیمیر پوتین ته په خبرداري پیل کړ.
هغه ویلي که روسیه "زیانمنوونکې کړنې" وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
ښاغلي بایډن د دغه سفر پیل کې دا هم روښانه کړه چې د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر مهال د امریکا له دودیزو متحدانو سره د ترینګل شویو اړیکو د رغولو هوډ لري.
د امریکا ولسمشر د چارشنبې پر ورځ بریتانیا ته رسېدلی او د "اتلانتیک پر منشور" هوکړې لپاره د دغه هېواد له لومړي وزیر بورېس جانسن سره ګوري.
دا په ۱۹۴۱ کال د دغو هېوادونو د مشرانو وېنسټن چرچیل او فرانکلېن روزولټ ترمنځ د شوې هوکړې نوې بڼه ده چې امنیت او د اقلیم بدلون پکې رانغاړل کېږي.
د بي بي سي سیاسي ایډېټره لورا کوېنزبرګ وايي دواړه هېوادونه پام کې لري چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ او د کورونا وبا د فشارونو له لوړو ژورو وروسته خپله مهمه ملګرتیا تازه کړي.
ښاغلی بایډن به اروپا ته د خپل دغه اته ورځني سفر په لړ کې د بریتانیا له ملکې الیزابت سره وګوري، دغه هېواد کې به د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جي ۷" سرمشریزه کې ګډون وکړي او دا راز به لومړی ځل د امریکا د ولسمشر په توګه د ناټو غونډه کې برخه واخلي.
ټاکلې هغه د دغه سفر پای کې په جینوا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.
سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر بایډن به له خپل روسي سیال سره د وسلو د کنټرول، د اقلیم د بدلون، اوکراین کې د روسیې د پوځي ښکېلتیا، د روسیې لخوا د سایبري فعالیتونو او دغه هېواد کې د اپوزیسیون د بندي مشر الکسي نوالني په ګډون پر "بېلابېلو ستونزمنو مسلو" خبرې وکړي.
مسکو کې یوې محکمې د چارشنبې پر ورځ د ښاغلي نوالني درې اړوند سازمانونه د "توندلارۍ" په نوم بې قانوني اعلان کړل.
ښاغلي بایډن د بریتانیا د سافوک په مېلډنهال هوايي اډه کې امریکايي ځواکونو او د هغوی کورنیو ته په وینا کې وویل ښاغلي پوتین ته به څرګند پیغام ولېږدوي.
نوموړي وویل: "موږ له روسیې سره شخړه نه غواړو. موږ باثباته او د وړاندوینې وړ اړیکي غواړو... خو په زغرده مې ویلي: که د روسیې حکومت په زیانمنوونکو کړنو کې ښکیل شي، نو متحد ایالتونه به یې پر وړاندې له پیاوړو او مانا لرونکو لارو غبرګون وښيي."
د مسکو او واشنګټن اړیکي د بېلابېلو مسلو پر سر د اختلاف له کبله څپ څپانده دي.
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین تېره اپرېل میاشت د لویدیځ ځواکمن هېوادونه تورن کړل چې ګواکې پرله پسې د روسیې د تورنولو او ملامتولو هڅې کوي او دا خبرداری یې هم ورکړ چې دغه هېوادونه دې د مسکو له 'سرو کرښو' نه اوړي.
ښاغلی بایډن وايي د امریکا د ولسمشر په توګه د خپل لومړني بهرني سفر پر مهال غواړي هر ځای دا روښانه کړي چې "متحد ایالتونه بېرته راګرځېدلي او د نړۍ ولسواکۍ ته د ورپېښو سختو ننګونو او هغو مسلو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ځای درېږي چې زموږ راتلونکې ور پورې تړلی."
ټاکلې د جي اووه نور مشران تر جمعې د بریتانیا سویل لویدېځ کې کورنوال ښار ته ورسېږي.
فرانسه، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحدو ایالتونه د دې ډلې غړي دي.
د کورونا وېروس وبا او "پیاوړی نړیوال روغتیايي سیستم چې موږ ټول له راتلونکو وباګانو وساتلی شي" د جي اووه د سږنۍ سرمشریزې د ایجنډا مهمه موضوع ده.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ټایمز ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي جي ۷ هېوادونه "وباګانو ته د چمتووالي د یوه نوي نړیوال تړون په برابرولو کار کوي چې نړۍ بیا ناببره دې ډول وضعیت کې ګیر نشي."
له دې سره امریکايي رسنیو ویلي د بایډن اداره پام کې لري چې تر راتلونکو دوو کلونو د نړۍ له شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو سره د کورونا ۵۰۰ میلیون ډوزه فایزر واکسین مرسته وکړي.
د نړۍ اقلیم او سوداګري د جي اووه سرمشریزې د بحث دوه نور مهم موضوعات دي.
تمه ده چې ښاغلی بایډن د بریتانیا او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریۍ پر سر د اختلافاتو د دوام له کبله له خطر سره د شمالي ایرلنډ د سولې د مخامخ کېدو خبرداری ورکړي.
بریتانیا به د کوربه هېواد په توګه د دې ناستې د پای اعلامیه خپره کړي چې مشران په څه هوکړې ته رسېږي.
ټاکلې ښاغلی بایډن د جي ۷ تر ناستې وروسته د دوشنبې پر ورځ بروکسل کې د ناټو او د سې شنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې له چارواکو سره وګوري.
د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د ناټو له غړو او اروپايي متحدانو سره د واشګټن اړیکې پیکه وو.
خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د تېرې دوشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې تر لیدنو وروسته د بایډن اداره د دې لپاره وستایله چې د امریکا له متحدانو سره یې "پیاوړې ژمنتیا" ښودلې ده.