پوتین له بایډن څه غواړي؟

    • Author, سارا رنېزپورډ
    • دنده, بي بي سي مسکو

د جون پر ۱۶مه جینوا کې د ولادیمیر پوتین او جو بایډن ترمنځ ناسته به یوه دوستانه لیدنه نه وي.

روسیې په دې وروستیو کې د امریکا د متحد ایالتونو نوم د "ناملګرو هېوادونو" رسمي لیست ته غورځولی دی.

دواړه خواوې خپلمنځي اړیکي تر ټولو په ټیټه کچه کې بولي او دمګړۍ د یو بل هېواد کې سفیران هم نه لري.

د روسیې جګپوړي چارواکي د کریمیا له الحاق رانیولې د امریکا ټاکنو کې تر لاسوهنو - د بېلابېلو موضوعاتو له کبله د امریکا تر بندیزونو لاندې دي.

بلخوا دوه پخواني امریکايي پوځیان بیا د جاسوسۍ په تور د روسیې زندانونو کې د ۱۶ کلن بند شپې سبا کوي.

پر دې ټولو سربېره د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې مارچ میاشتې یوه مرکه کې خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د "وژونکي" خطاب وکړ او کرملین ماڼۍ یې هم په ځواب کې ښاغلي بایډن ته ورته کلمات وکارول.

له دغو ټولو لوړو ژورو سره سره اوس ټاکلې چې د نړۍ د دغو ځواکمنو هېوادونو مشران په لومړي ځل مخامخ سره وګوري.

روسیه کې ځیني کسان ان همدا لیدنه په خپل ذات کې یوه لاسته راوړنه ګڼي.

د دریځ موضوع

مسکو کې د 'ار ای اې سي' فکري مرکز رئیس اندرې کورتونوف وايي: "دا ناسته له سبمولیکه اړخه مهمه ده. دا روسیه له امریکا سره یوه کتار کې دروي - د پوتین لپاره سمبولیزم بې اهمیته نه دی."

کرملین ماڼۍ لپاره د دې غونډې اهمیت په دې کې نغښتی چې واک ته د جو بایډن د رسېدو لومړیو میاشتو کې، د هغه د لومړني رسمي بهرني سفر او پخپله د نوموړي په غوښتنه ترسره کېږي.

دا به یوه لنډه او په کومه مشخصه سکالو پورې محدوده هم نه، بلکې یوه بشپړه او کامله ناسته وي.

ولادیمیر پوتین سره د چارشنبې ورځې یو په یو لیدنه اروپا ته د جو بایډن د اته ورځني بوخت سفر چې ټاکلې نن "دوشنبه" پکې بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره وګوري، مهمه برخه جوړوي.

سیاسي شنونکې لیلیه شېوڅوا وايي: "پوتین قطعآ غواړي چې د امریکا د ولسمشر برابر وي. غواړي چې شرایطو ته یې درناوی وشي. پوتین غواړي خپله ځواکمنتیا وښيي او تر چا کم رانشي."

تاریخ او هیلې

دې ناستې ته د جینوا انتخاب په ۱۹۸۵ کال د سړې جګړې پر مهال د دغو هېوادونو د هغه مهال مشرانو "رونالډ ریګن او میخایل ګورباچوف" د لیدنې یاد تازه کوي.

خو د دې احتمال کم دی چې دا لیدنه دې د شخصي اړیکو او هم د سیاسي تودوخې له اړخې هغې ته ورته وګڼل شي.

اوسنۍ سپینه ماڼۍ وايي ټوله موخه یې دا ده چې روسیې سره "باثباته" او "د وړاندوینې وړ" اړیکي ولري.

خو پوتین په ۲۰۱۴ کال کریمیا ته د ځواکونو له استولو او خپلې خاورې پورې د دې ټاپو وزمې له تړلو راهیسې تل په ګومان او اټکلونو کې د خلکو د ساتلو تګلاره خپله کړې ده.

د امریکا او روسیې د اړیکو ځوړ هم له همدې ځایه پیل شو.

اغلې شېوڅوا وايي د دې لیدني "تر ټولو عملي موخه به دا وي چې د یو بل 'سرې کرښې' مالومې او همدا راز دا پوهاوی رامنځته کړي چې له پاڼ د راګرځېدو یوازنۍ لار خبرې اترې دي."

نوموړې زیاتوي: "که خبرو ته نه کېني، روسیه به نوره هم له وړاندوینې ووځي."

پایله څه کېدای شي؟

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین روانه اوونۍ د دغه هېواد دولتي تلویزیون ته وویل د اټومي وسلو د کنټرول له خبرو رانیولې تر سیمه ییزو شخړو، سوریې، لیبیا او د نړۍ تر اقلیم پورې ګڼ داسې موضوعات شته چې له امریکا سره " ګډ کار پرې کولی شو".

هغه زیاته کړه "که پر دغو مسایلو د ګډ کار لپاره د میکانیزو پر جوړولو بریالي شوو، نو فکر کوم بیا ویلی شو چې دا ناسته بې ګټې نه وه."

یو شمېر روسان پر دې باور دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د "دیپلوماتیکو جګړو" اوربند هم ممکن دی.

امریکا وروستیو کلونو کې لسګونه روسیي دیپلوماتان له خپلې خاورې شړلي او دوه دیپلوماتیک تاسیسات یې ورتړلې دي.

بلخوا روسیه کې بیا د امریکا پر دیپلوماتیکو استازولیو د ځايي کارکوونکو د ګومارلو بندیز لګېدونکی دی چې په دغه کار سره یې د ویزو په ګډون بېلابېل خدمات په ډراماتیک ډول راکمېږي.

مسکو ښايي د اړیکو د رغېدو د هڅو لړ کې لږترلږه خپل سفیر بېرته واشنګټن ته واستوي.

امریکا به روسیه کې د خپلو بندي وګړو د برخلیک موضوع هم راپورته کړي. په دوی کې د سمندري ځواکونو پخوانی افسر 'پاول وېلان' په ۲۰۱۸ کال تر نیول کېدو وروسته په جاسوسۍ محکوم شوی، خو هغه تل د جاسوسۍ تور رد کړی.

مسکو که څه هم په دې وروستیو کې د بندیانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی خو د دې تبادلې شرایط تر دې دمه د واشنګټن لپاره د منلو وړ نه دي ګرځېدلي.

په هره توګه دا هم ممکنه نه ښکاري چې ښاغلی پوتین په دې برخه کې کوم یو اړخیز سخاوتمندانه ګام پورته کړي.

د لوېدیځ مخالفت

د روسیې ولسمشر په دې وروستیو کې پر خپل دې دریځ ټینګار کړی چې لویدیځ ورسره له دښمنۍ ډک چلن کوي.

هغه روانه میاشت سن پیټرزبورګ کې د اقتصادي فورم پر مهال ادعا وکړه چې ګواکې امریکا غواړي د روسیې د پرمختګ "مخه ونیسي."

پوتین تر دې څو ورځې وړاندې ګواښ کړی و چې د هر هغه بهرني یرغلګر "غاښونه به وباسي" چې غواړي روسیه "وداړي".

ښاغلی کورتونوف وايي "روښانه ده - هغه پر دې باور دی چې امریکا یې داسې سیاله ده چې د روسیې ښیګڼه نه غواړي - او فکر نه کوم چې دا لیدلوری به بدل شي."

خو هغه په ورته وخت کې دا ټینګار هم کوي چې روسیه به ښايي وغواړي [له لویدیځ سره یې د مخالفتونو] تودوخه یو یا دوه درجې راټیټه شي.

د کړکېچ کمېدل

ښاغلی کورتونوف وايي "پوتین به د یوه منطقي سیاستوال په توګه دې ته لیوال واوسي چې خپل اړخ ته له دغو خصمانه اړیکو سره تړلي لګښتونه او خطرونه راکم کړي."

په دوی کې اقتصادي بندیزونه هم دي. وروستیو بندیزونو د مالي مرستو راټولو لپاره د روسیې د حکومت وړتیا محدوده کړې او د راتلونکو ګامونو اغیزه ښايي تر دې لا پراخه وي. دغه بندیزونه به په یوه داسې کال چې ټاکنې پکې پلان دي، د روسیې پر اقتصاد فشار لا ډېر کړي.

اندرې کورتونوف وايي "د روسیې ولس نور د بهرني سیاست "ګټلو" ته چې اوس یې په کور دننه د مهمو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ځای نیولی، اشتها نه لري. پوتین که هر څه غواړي، خو فکر نه کوم چې د کړکېچ له ډېرولو دې [په کور دننه] څه لاس ته راوړي."

د مجبورۍ لکچر

یو څه چې د ولادیمیر پوتین نه خوښېږي خو د مجبورۍ له مخې یې په اړه وینا ته اړوځي، هغه د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني د قضیې په ګډون روسیه کې د بشري حقونو موضوع ده.

نوالني تېر کال له مسمومېت ژوندی ووت خو اوس روسیه کې د زندان شپې سبا کوي.

تازه د مسکو یوې محکمې د نوالني پر سیاسي دفترونو او پر فساد ضد سازمان د "توندلارۍ" په نوم بندیز لګولی دی.

په اسانه شونې وه چې دا پریکړه د جینوا تر دې لیدنې وروسته وخت ته وځنډول شي - خو داسې ښکاري چې دا سکالو په خپل ذات کې یو مهم پيغام لري او هغه دا چې پوتین د کورنیو مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي او دا په امریکا هېڅ اړه نه لري.

اغلې شېوڅوا وړاندوینه کوي چې "بایډن به د نوالني او بشري حقونو په تړاو خپلې ببولالې وايي - بیا به پوتین هم ورته ببولالې ووايي چې امریکا کې هم وضعیت همداسې دی."

خو هغه زیاتوي: "د دې لیدنې د ترسره کېدو واقعیت په دې معنی دی چې دوی به د بشري حقونو پیلامې پسې اصلي موضوعاتو ته ولاړ شي - او هغه دا دي چې: راځئ د کړکېچ کمولو لپاره یو څه وکړو."