روسیه پوتین څنګه له کورونا ساتي؟

    • Author, انا پوشکاراسکایا، پاول اکسنوف او پیتر کوزلوف
    • دنده, بي بي سي روسی څانګه

د کورونا ویروس له پيل د روسیې چارواکي په ډېرو هڅو په دې وتوانېدل چې ولسمشر پوتین له کویډ ۱۹ وساتي. ځینو باید د احتیاط په توګه ځانونه قرنطین کړي وای که څه هم دوی په مستقیم ډول له ولسمشر پوتین سره په اړیکه کې نه وو، خو له هغو کسانو سره په اړیکه کې وو چې له ولسمشر سره یې لیده کاته درلودل.

خو د کریملین په سبک دا قرنطین څه ډول دی او څومره لګښت لري؟

د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵ مه، ولسمشر پوتین ملت ته په وینا کې اعلان وکړ چې د اپریل لومړۍ نېټه د یوې غیر کاري اونۍ پیل دی.

وروسته د اپریل په میاشت یو پراخ ټول بندیز ولګېد او پکې هغه پلورنځي چې اړین توکي نه پلوري، وتړل شول، پر لویو غونډو بندیز ولګېد او په زیات شمیر خلک اړ شول چې له کورونو کار وکړي.

په ورته وخت کې، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۶ مه نېټه د روسیې ځانګړي هوايي شرکت ۶۰ غړي چې ولسمشر پوتین او د روسیې د دولت لوړ پوړو چارواکو ته یې خدمت کاوه، د لومړي ځل لپاره په یو هوټل کې قرنطین شول، چې له مسکو ډير لرې نه و.

له هغه وروسته تراوسه په سلګونو پیلوټان، روغتیا پال او نور مرستندویه کارمنان او همداراز له ولسمشر سره لیدونکي کسان د روسیې په لسګونو هوټلونو کې قرنطین شول تر څو په کویډ ۱۹ د ولسمشر پوتین د اخته کېدو مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې خبر ورکړل شو چې ولسمشر پوتین ته د روسیې جوړ واکسین شوی دی - که څه هم تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې کوم ډول واکسین ورکړل شوي دي - خو له هغو هوټلونو سره چې د قرنطین تړونونه لاسلیک شوي، تر اوسه هم داسې ښکاري چې دغه تړونونه به تر راتلونکي کال ور سره دوام وکړي.

د بي بي سي موندنې

د بي بي سي روسي څانګې اټکل ښيي چې د روسیې د ولسمشرۍ د تدارکاتو ادارې چې ولسمشر ته د خدمت برابرولو او ملاتړو چارو مسؤلیت لري، له وبا سره د مبارزې د تدبیرونو لپاره یې ۶.۴ میلیارده روبله (شاوخوا ۸۴ میلیونه امریکايي ډالر) بودیجه له دولت تر لاسه کړې ده.

بي بي سي روسي څانګې موندلې چې کرملین ماڼۍ لږ تر لږه ۱۲ هوټلونه د قرنطین لپاره کارولي دي. دغه هوټلونه په مسکو او شاوخوا سیمو، نښلول شوې کریمیا او همداراز د هېواد سوېل ته له سوچي ښار سره نږدې ځای کې دي. سوچي د ۲۰۱۴ کال د ژمني اولمپیک سیالیو ډګر او همداراز د ولسمشر پوتین د خوښې ځای دی.

د ولسمشر پوتین سره د لیدونکو او د هغه د ملاتړ څانګې کارمنانو لپاره قرنطین ته د ځانګړو شویو هوټلونو په لیست کې خصوصي هوټلونه نشته او ټول په ولسمشرۍ دفتر پورې تړاو لري. ځینې هوټلونه ان د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې بوک شوي دي.

داسې ښکاري چې د روسیې هوايي شرکت هغه کسان تر ټولو ډير په دغو هوټلونو کې اوسېږي چې د ولسمشر پوتین په ګډون د دغه هېواد لومړي وزیر میخایل میشوستین، او د کابینې اتو نورو وزیرانو ته خدمت کوي.

بي بي سي روسي موندلې چې ولسمشر پوتین د خپل تیر کال ډيری برخه په سوچي کې تېره کړې او هغه سیمه کې یې له خپل استوګنځي کار کاوه.

د دغه قرنطین له وضعیت سره بلده سرچینه وايي په لسګونه پیلوټان او د الوتکې نور کارکوونکي اړ و چې سوچي ته نږدې هوټل کې قرنطین شي ترڅو د اړتیا پر مهال د ولسمشر، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو لپاره ترانسپورت چمتو کړي. په قرنطین شویو کسانو کې د سپرلۍ الوتکې او هلیکوپټر پیلوټان هم شامل دي.

د مراسمو لپاره د خبریالانو قرنطین

ټاکلې وه په دوهمه نړیواله جګړه کې د روسیې د بریا ۷۵ یمه کلیزه باید په دغه هېواد کې په پراخ ډول ولمانځل شي، ځکه چې د وروستۍ جګړې یاد او د نازیانو په ماتې کې د روسیې رول د پوتین د حکومت د وطنپالنې روایت اساسي برخې دي.

د روسیې د بریا ورځې د لمانځلو مراسم به د تېر کال د مارچ په ۹ مه په سور ډګر کې ترسره کېدل، خو بالاخره د ۲۰۲۰ کال د جون پر ۲۴ په کوچنیو مراسمو بدل شول او نظامي پرېد پکې شامل نه شو. دغو مراسمو کې د جګړې پخوانیو نظامي کسانو او وتلو څېرو ولسمشر پوتین ته لاسونه ورکړل او مډالونه یې تر لاسه کړل.

بلومبرګ راپور ورکړ چې له ولسمشر سره تر مخامخ کېدو وړاندې له ۲۰۰ ډير کسان چې ۹۰ پکې د جګړې پخواني نظامیان او عمرونه یې ۸۰ او ۹۰ کلونو پورې و، له دغو مراسمو مخکې د دوو اونیو لپاره قرنطین شوي وو.

د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف منلې چې د جون تر پرېډ وړاندې د پخوانیو نظامیانو یوه ډله قرنطین شوه چې وضعیت یې ښه و او نوموړي دا ټینګار هم وکړ چې دغه قرنطین د هغوی د روغتیا لپاره د احتیاطي تدابیرو په ډول وو.

د روسیې دولتي رسنۍ تاس او ریا نووستي ورته رپوټونو کې وویل، چې د روسیې یو هوټل د ۲۰ خبریالانو د قرنطین لپاره په څه ډول مجهز شوی و.

دوی به هر یو په جلا کوټه کې اوسېده او یواځې د کوټې د پاکولو پر مهال ترې بهر کېدل. دوی له یو بل سره مخامخ خبرې نشوی کولی او یواځې په آنلاین ډول به یې له یو بل سره اړیکه نیوله.

دوی ته اجازه نه وه چې سګرټ وڅکوي او یا الکول وڅښي. له هوټل بهر دوی ته راغلې بستې او کڅوړې یواځې په هغه صورت کې دوی ته سپارل کېدلې چې لومړی به تلاشي او د مکروب ضد مواد پرې وهل شوي وو.

دغو خبریالانو ته به په ورځ کې درې وخته ډوډۍ ورکول کېدله، خو خواړه او څښاک به یې د اوسېدو له خونو د باندې اېښودل کېده، چې د خوړو یو ځل مصرفېدونکي وسایل به هم ور سره وو.

هر هغه کس چې له دوی سره د خبرو لپاره راته د کورونا ویرس ضد داسې جامې به یې اغوستې وې چې ټول بدن به یې پکې پټ و.

همداراز داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د هېواد سیمه ییز چارواکي له ولسمشر پوتین سره تر لیدنې مخکې قرنطین کېدل. د مثال په ډول، د نیژني نووگورود ولایت په ساروف ښار کې سیمه ییزو چارواکو د ولسمشر د لیدنې په مهال کورونا ویروس د مخنیوي لپاره یو میلیون روبل (۱۳۰۰۰ امریکايي ډالر) ځانګړي کړل.

د بي بي سي روسي څانګې موندلې چې د ساروف د سیمه ییزې ادارې شاوخوا ۲۰ تنه کار کوونکي د نظامي خدمت په بدل کې د تقاعد د حقوقو اخیستلو لپاره قرنطین شول. د دوی د قرنطین په لګښتونو کې له لرګي جوړ شوي د خوب تختونه، سرتختۍ، اوتو او څلور امنیتي بکسونه شامل وو.

بي بي سي له کورونا وېروس د ولسمشر پوتین د ساتنې لپاره د دغو لګښتونو په اړه د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وپوښت او ورته ویې ویل چې نورو هېوادونو هم ورته اقدامات کړي، خو نوموړي په دې اړه له خبرو ډډه وکړه