تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین ته منسوب جایداد ریښتیا هم "د تاریخ تر ټولو لویې بډې" دي؟
د روسیې د اپوزیسیون ګوند د یوه مشر هغه څېړنیزه ویډیو په لومړیو ورځو کې تر ۴۱ میلیونو ډېرو خلکو لیدلې چې پکې تور لګوي د تور سمندرګي پر غاړه یو لوکس کور ولسمشر پوتین په بې قانونه پیسو جوړ کړی دی.
د الیکسي نوالني ډلې دا ویډیو هغه مهال خپره کړه چې ښاغلی نوالني له جرمني مسکو ته رسېدو سره ونیول شو.
دې څېړنیز رپوټ کې تور پورې شوی چې د یو اعشاریه ۳۷ میلیارد ډالرو دا کور "د تاریخ تر ټولو لوی رشوت" په پیسو ترلاسه شوی دی.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وايي، دا استوګنځی د ولسمشر پوتین نه دی.
نوموړي دا ادعا هم دروغ بللې چې سرتېري د دې کور ساتنه کوي.
د نوالني څېړنه کې دا کور له موناکو ۳۹ ځله لوی بلل شوی دی.
دا رپوټ د سې شنبې په ورځ خپور شو او له هغه دوه ورځې مخکې نوالني له جرمني مسکو ته په ستنېدو هوايي يډګر کې ونیول شو او د دوشنبې په ورځ ۳۰ ورځې لنډ مهالی بند ورته واورول شو.
پر نوموړي د قانون ماتولو او اختلاس تورونه لګېږي، خو خپله یې ردوي.
د نوموړي پرضد یوه بله دوسیه هم د چار شنبې په ورځ پیلېده، خو وځنډېده.
تېر اګسټ ۴۴ کلن نوالني باندې عصبي برید وشو، چې ان د مرګ خطر یې و، نوموړی دې برخه کې ګوته ولسمشر پوتین ته نیسي، خو کریملین دا تورونه ردوي.
خو څېړونکي خبریالان وايي، دې برید کې امنیتي ادارو لاس درلود.
"روسیه کې ځانګړی دولت"
رپوټ کې ویل شوي چې ګلیندزیک ښار کې دا وداني هغو بې قانونه پیسو سره جوړه شوې چې د پوتین نږدې کړۍ کې ملګرو او د تېلو کمپنیو و مشرانو او نورو میلیاردرانو برابرې کړې دي.
د نوالني ویډیو وايي، دوی د خپل څېښتن لپاره دې پیسو سره کور جوړ کړ.
د دې جایداد شاوخوا ۷۰ کیلومتره مربع هم د روسیې فدرالي امنیتي ادارې ملکیت دی.
رپوټ وايي، چې دې ودانۍ کې یوه کازینو، د ځمکې لاندې د هاکي کمپلېکس او د انګورو باغ دی.
نوالني ویډیو کې وايي: "د دې ودانۍ چاپېره نه ماتېدونکي باړونه یا ازغن تارونه لګول شوي، خپل بندر لري، خپل امنیت، کلیسا، د خپلې اجازې نظام، د نه الوت سیمه او د خپلې سیمې پر پوله د تلاشۍ پوستې دي."
دی دا هم وايي چې دا روسیه کې "ځانته دولت دی او دې دولت کې یو ځانګړی او نه بدلېدونکی ستوری دی. پوتین دی."
نوالني څوک دی؟
نوالني د بډو خلاف کمپاین یو مشر او د ولسمشر سرسخت مخالف بلل کېږي.
پر ۲۰۱۸ کال یې د ولسمشرۍ کمپاین هڅه وکړه، خو د اختلاس په تور ترې منع شو. مګر دی دا تورونه سیاسي بولي.
هغه ژبور بلاګر دی او د روسیې خواله رسینو کې په لکونو څارن لري.
پر ۲۰۲۰ کال سایبریا کې څو ملاتړي ولایتي شورا کې کامیاب کړل.
پیسکوف د سې شنبې په ورځ حکومتي رسنۍ ته دا هم وویل چې ولسمشر کوم کور نه لري او د چارشنبې په ورځ یې ټینګار وکړ چې ولسمشر هر کال خپل جایداد ډاګیزوي:
"دا ټول بې بنسټه دي، دا بس بکواس دی، بل څه نه دي."
دا ویډیو د سې شنبې په ورځ تر خپرېدو راهیسې تر ۴۱ میلیونو ډېرو کسانو ولیده.
د ویډیو پای کې له خلکو غوښتل کېږي چې سړکونو ته ووځي: "که لس سلنه اغېزمن خلک هم سړکونو ته راووځي، نو بیا امکان نشته چې ټاکنو کې درغلي وکړي."
د مسکو د خبریال سټیو روزنبرګ شننه
الیکسي نوالني روس ته ستنېدو سره بیا شور جوړ کړ، هغه د ولسمشر لپاره نېغ ګوښ دی. ځکه پر ولسمشر یې تور لګولی چې ده ته یې د زهرو ور کولو حکم کړی وو.
ځکه دې کې شک نه و چې هوايي ډګر کې به ونه نیول شي او ۳۰ ورځې به بندي نه شي.
خو داسې ښکاري چې روس کې د تر ټولو مخکښ اپوزیسون مشر په توګه دومره ځواک لري چې د پنجرو تر شا هم کرېملین پرېشانولی شي او ښه ثبوت یې همدا "د پوتین استوګنځی" ویډیو ده چې څو ګړیو کې میلیونونو کسانو ولیده.
د نوالني ملاتړو د اونۍ پای کې د هغه د خوشي کېدو لپاره د مظاهرو غوښتنه کړې ده.
نو ځکه دا پوښتنه پیدا کېږي چې د دې ګرانبیه او لوکس استوګنځي انځورونو اونور تورونو وروسته به ډېر خلک سړکونو ته ووځي که نه.
خو دا باوري ده چې نوالني هغه څه ترلاسه کړل چې یوه ورځ مخکې ناشوني وو. له چارواکو سره جنجال کې نوموړي تل دې مسلې ته ډېره لمن وهلې ده.
د نوالني لپاره بل ګام
د فرورۍ پر ۲ محکمه پرکړه کوي چې الیکسي نوالني ته د ۲۰۱۴ کال د بډو جرم کې درې نیم کاله ځنډول شوې سزا پر بند واړوي.
درې ورځې وروسته به یوه بله دوسیه کې بلې محکمې ته وړاندې شې.
نوموړی به د مسکو مترو سکایا تیشینا جېل کې تر فرورۍ ۱۵ پورې وي.
نوموړی د بډو دوسیې له امله د ځنډول شوې سزا د اصولو خلاف ورزۍ له امله هلته ساتل کېږي.
هغه به پرلپسې چارواکو ته د خپل شتون رپوټ ور کاوه، خو تېر اګسټ کې له پېښې وروسته جرمني ته د درملنې لپاره لاړ او له دې خبرداري سره چې تلو سره به ونیول شي بیا هم مسکو ته ستون شو.
د روسیې اینټرفاکس خبري اژانس ته د نوالني وکیلانو ویلي چې د محکمې د بې قانونه پرېکړې خلاف د اپیل پلان جوړوي.