پوتین د کورونا وېروس لپاره روسیه کې جوړ شوی واکسین تائید کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کورونا وېروس مخنیوي لپاره په دې هېواد کې دننه د جوړ شوي واکسین د کارولو اجازه ورکړې ده. دا واکسین یوازې دوه میاشتې وړاندې پر انسانانو ازمایل شوی او نړیواله ټولنه او کارپوهان یې لا هم د اغېزمنتوب په اړه ډاډه نه دي.

خو ولسمشر پوتین وایي، دا واکسین له ټولو پلټنو او اړوندو پړاوونو تېر شوی او ان پخپله د ده لور ته هم ورکړل شوی دی.

روسي چارواکو وار د مخه اعلان کړی دی چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې به د ټول هېواد په کچه د وګړو د واکسینولو پراخ کمپاین پیلوي.

خو کارپوهان اندېښنه لري چې د روسیې لخوا جوړ شوی دا واکسین په بیړه چمتو شوی او څېړونکو ښایي د کار ټول پړاوونه په سمه توګه نه وي بشپړ کړي.

تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان هم روسیې ته سپارښتنه وکړه چې د کورونا وېروس پر ضد واکسین جوړولو چاره کې باید نړیوال معیارونه او تګلاره په پام کې ونیسي.

یاد سازمان روسیې ته ان دا وړاندیز هم کړی چې جوړ شوي واکسین ته دې یو ځل بیا له سره کتنه وشي او په سمه توګه دې یې اغېزمنتوب مالوم کړل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا مهال د کورونا وېروس لپاره پر شپږو واکسینونو کار کوي، چې ځینې یې د ازموینو دریم پړاو ته رسېدلي دي، خو د روسیې لخوا جوړ شوی واکسین د یاد سازمان په دې لېست کې نشته.

په نوره نړۍ کې د کورونا وېروس وضعیت:

په داسې حال چې په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر شلو میلیونو اوښتی، برازیل کې د کورونا وبا له امله د مړو شمېرو تر ۱۰۰٫۰۰۰ لوړ شوی، چې تر امریکا وروسته په نړیواله کچه دویم ډېر کورونا ځپلی هېواد دی.

کورونا وېروس په تېرو درېیو میاشتو کې برازیل کې ۵۰٫۰۰۰ کسان وژلي، خو دا شمېر په وروستیو ۵۰ ورځو کې دوه برابر شو.

تر اوسه برازیل کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر درېیو میلیونو اوښتی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۰ میلیونو لوړ شوی دی.

یوازې د امریکا متحدو ایالتونو کې د دغې شمېرې څلورمه برخه ناروغان دي چې په ګرده نړۍ کې دې وبا ډېر ځپلی هېواد دی.

لاهم په ځینو هېوادونو کې د کورونا وېروس پېښې هره ورځ په لوړېدو دي او برازیل، هند، روسیه او جنوبي افریقا کې هم د کورونا وېروس پېښې په چټکۍ ډېرېږي.

د نړۍ بېلابېل حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د ټولبندیز د کمولو او د دې وبا له کبله د قربانیانو د شمېر کمولو ترمنځ توازن وساتلی شي.

په ګرده نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ زرو اوښتی دی.

د تېرې جولای میاشتې تر نیمايي پورې کابو هرو څلورو ورځو کې په ګرده نړۍ کې نژدې یو میلیون کسان په کورونا وېروس اخته شوي چې تر هغه وروسته یوڅه کموالی پکې راغلی دی.

په چین کې د کورونا وېروس له لومړۍ مثبت پېښې اعلانېدا ۹۴ ورځې وروسته په ګرده نړۍ کې یو میلیون کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شول.

تر اوسه په امریکا کې ۵٫۰۷۵٫۶۷۸ کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي ، ۱۶۳٫۲۸۲ مړه شوي او برازیل کې ۳٫۰۵۷٫۴۷۰ کسان اخته او ۱۰۱٫۷۵۲ مړه شوي دي.

افغانستان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې له ټولو ولایتونو ۵۷۸ کسان معاینه کړي چې د ۱۰۷ کسانو پایلې مثبتې وې او د دې وبا له کبله ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، تر اوسه افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۷٫۲۶۹ ته رسېدلی، د ۹۶٫۷۸۱ کسانو ازموینې شوې او ۲۶٫۴۱۵ کسان له دې ناروغۍ بېرته رغېدلي دي.