سروې: افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه وګړو کورونا تېره کړې

    • Author, ځلا سحر
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا د نړیوال سازمان په ملاتړ او د جان هاپکنز پوهنتون د مېتود له مخې يې په ټول هېواد کې بېړنۍ ازموینې او سروې کړې چې ښيي ۳۱ اعشاریه ۵ سلنه نفوس چې لس میلیونه خلک کېږي له کوویډ - ۱۹ رنځه تېر شوي دي.

په دې سروې کې افغانستان په نهو زونونو وېشل شوی او تر ټولو ډېرې پېښې يې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، دغه سروې ښيي چې په افغانستان کې تر نارينه وو ښځې ډېرې په کوویډ - ۱۹ناروغۍ اخته شوې چې ښځینه ۳۲ سلنه او نارينه وو ۲۹ سلنه یاد رنځ تېر کړی.

''په کابل کې ۵۳، په ختیځو ولایتونو کې ۴۲،۹ سلنه، په مرکزي ولایتونو کې چې پکې تر ډېره پروان، کاپیسا پنجشیر ولایتونه راځي ۳۶،۳ سلنه، په لودیځو ولایتونو کې ۳۴،۱ سلنه ا په شمال ختیځو کې ۳۲،۴ سلنه نفوس په کورونا وېروس اخته شوي دي. تر ټولو کمې پېښې په غور او دایکنډي ولایتونو کې شوې چې هلته په طبیعي ډول ټولنیز واټن مراعت شوی. ''

ښاغلی عثماني زیاتوي، داسې ښکاري چې په کابل او ختیځو ولایتونو کې د دې وېروس پر وړاندې ټولیز او نسبي معافیت رامنځته شوی، خو دا لا ثابته نه ده، او په ځینو سیمو کې بیا تر پوښتنې لاندې راځي.

هغه زیاتوي په کابل کې ۵۷ سلنه لویانو او څه باندې ۴۶ سلنه ماشومانو هم کوویډ -۱۹ رنځ تېر کړی دی، په داسې حال کې چې لږو یې د ناروغۍ نښې لرلې دي.

د دې سروې له مخې تر ټولو لږې پېښې په مرکزي او غرنیو سیمو کې وې چې ۲۵ سلنه لویان او ۶.۱۴ سلنه ماشومان دغې ناروغۍ نیولي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د دې ناروغۍ د پېښو د کمېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت د شمېرو له مخې د کورونا وېروس د ازموینو تر منځه د مثبتو پېښو شمېر په روانه اونۍ کې ۲۱ سلنې ته راټيټ شوی.

دا شمېر تېره اونۍ ۲۸ سلنه و. په هېواد کې د دې ناروغۍ د پېښو له کمېدو سره د خلکو اندېښنې هم راکمې شوې. عام خلک هم وايي چې اوس ورو ورو عادي ژوند ته ګرځېدلي دي.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغتیايي تدابیر په پام کې ونیسي او په وینا یې هغو کسانو چې دا ناروغۍ یې تېره کړې وي د بیا اخته کېدو احتمال یې شته.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، ترسره شوې سروې له دوی سره مرسته کوي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره خپل پلانونه جوړ کړي چې لومړيتوب یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۴۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې او شپږ تنه ترې مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۶ زره ۷۱۱ تنه په دې رنځ اخته شوي دي او ټول ۱۲۸۴ کسان ترې مړه شوي دي.