روسیه له اوکراین سره پوله کې د پوځ زیاتولو سره څه غواړی؟

د روسیې دولتي تلوېزون تېره اونۍ اوکراین کې د تاوتریخوالي ډېرېدو سره د دغه هېواد خبري پوښښ هم زیات کړی، خو د ۲۰۱۴ کال تر کړکېچ کم دی.

کرملین ماڼۍ ته د نږدې خبري شبکو پنځه سلنه خبرونه د اوکراین په هکله دي، خو پر ۲۰۱۴ کال دا سلنه د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ و.

له اوکراین سره پوله او کریمیا ټوپوزمه کې د روسیې د پوځی هڅو اړوند خبرونو دنباس کې د نوي تاوتریخوالي د پېښېدو اندېښنه پیدا کړې ده.

ځینې خبرداری ور کوي چې مسکو به د اوکراین پر ټولو ختیځو او ان سوېلي برخو د ولکې لپاره د اوکراین د بالقوه بریدونو مقابل کې د ځايي روسي ژبو د ملاتړ یا هم اوبو ته د کریمیا د بیا رسېدو په پلمه زور ته مخه کړي.

خو نور په دې باور دي چې له اوکراین سره پوله کې د روسیې پراخ پوځي شتون د امریکا ولسمشر جو بایډن ته چې د مسکو په اند له نږدې د اوکراین مسلو کې ښکېل دی یو خبرداری دی او همدارنګه د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلانسکي ته هم چې وروستیو کې یې د روسیې ملاتړي ځواکونه وځپل.

څه پېښ شوي؟

د فبرورۍ لومړیو کې چې هم د اوکراین پوځ او هم د روسیې ملاتړو وسلوالو نښت کې د مرګ ژوبلې ډېرېدو خبره وکړه او یو بل یې په منع شویو درنو وسلو کارولو تورن کړل نو دا اندېښنه پیدا شوه چې ښايي د ۲۰۲۰ کال جولای کې د کمزوري اوربند خلاف ورزي شوې وي.

د مارچ پر ۳۰ یانې د دونستک هورلیوکا سیمې ته نږدې د وسلوالو برید کې د څلورو اوکرایني سرتېرو وژل کېدو پسې د اوکراین د وسلوالو ځواکونو مشر راسلان خومچاک د دغه هېواد پارلمان ته وویل، روسیې له اوکراین سره پوله او له مسکو سره ګډې شوې کریمیا ټاپووزمه کې د تاکتیکي ډلو ۲۸ کنډوکونه مېشت کړي او خبرداری یې ور کړ چې ښايي د دې سرتېرو شمېر ډېر ژر دوه برابره شي.

د اوکراین استخباراتي ادارې هم د اپرېل لومړیو کې خبرداری ور کړ چې روسیه د خپلو ځانبولو جمهوریتونو د وګړو خوندیتوب لپاره دنباس یا ان د اوکراین خاوره کې د ځواکونو مېشتولو ته پلمه لټوي.

د دې سیمو ډېری اوسېدونکو وروستیو کې د روسیې پېژندپاڼې اخیستې دي.

وسلوالو هم ویلي چې د اوکراین ځواکونه هم د بېلتونپالو کنټرول کې سیمو باندې پرېکند امر ته شیبې شمېري.

د روسیې ملاتړې ځینې اوکراینۍ وېبپاڼې هم لیکي چې د تلګرام نامالوم فلیمي کانالونه د دغه هېواد ختیځ کې د اوکریني ځواکونو د نویو تجهیزاتو ځایول ښيي.

ولې دا جنجال جوړ شو؟

اوسنی تاوتریخوالی اوکراین کې د هغو هڅو له امله دی چې د مسکو په اند دوستانه نه دي.

فبرورۍ کې د اوکریان ولسمشر د روسیې ملاتړو دریو تلوېزوني شبکو باندې بندیز ولګاوه.

دا کانالونه د اوکراین د پارلماني غړي مدودچاک و چې له ولسمشر پوتین سره په نږدې ملګرتیا مشهور دی.

د دې کانالونو او د ښاغلي مدودچاک د شتمني کنګلېدو روسیه غوسه کړه.

له نړیوال پلوه اوکراین له روسیې سره د کریمیا یوځایېدو په هکله د نړیوال پام خپلولو هڅې ډېرې کړې او د دې ټاپووزمې د روسي نیوواک د ختمولو لپاره یې ستراتیژي جوړه او خپره کړې ده.

همدارنګه یې د کریمیا پلېټفارم په نوم غونډه کې د ګډون لپاره ډېرو هېوادونو ته بلنلیکونه ولېږل او دې کار سره غواړي چې د کریمیا ټاپووزمې راتلونکی د نړیوال کار په چوکاټ کې راولي.

دا ګام په داسې مهال دی چې له روسیې سره د کریمیا تر ګډېدو وروسته اوکراین دغې ټاپووزمې ته د اوبو لېږدو ودراوه او روسیه کریمیا کې د اوبو له سختې ستونزې سره مخ شوه.

د دې ستونزې پایلې دومره وې چې اوکراین کې ځینې شنونکي باوري و که کریمیا ته اوبه ور نه کړل شي ښايي روسیه دنیپر سیند ته- چې کریمیا ته یې اوبه برابرولې- د رسېدو لپاره د خرسان سیمې نیولو ته ملا وتړي.

غبرګون څه دی؟

ښاغلي زیلانسکي د خپل هېواد پولو کې د روسیې ځواک ښودنې مقابل کې د لوېدیځو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له نوموړي سره بېلا بېلو ټلیفوني خبرو کې د اوکراین له ځمکنۍ بشپړتیا د پرېکند ملاتړ خبره کړې ده.

فرانسې او جرمني هم د اوکراین ملاتړ کړی او له ښکېلو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

خو له دې ملاتړ سره سره اوکراین کې دا اندېښنه شته چې د روسیې سره مقابله کې ښايي په ډګر پرېښودل شي.

د جرمني، فرانسې او روسیې د مارچ ۳۰ نېټې ویډیويي خبرو کې د ښاغلي زیلانسکي نه ګډون رسنیو کې د دې اوږدمهالې اندېښنې سبب شو چې لوېدیځ او مسکو ښايي د اوکراین ګټو ته له پام پرته د دغه هېواد د راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي.

روسیه کې ګواښونکې خبرې ډېرې شوې او د دغه هېواد چارواکي او رسنۍ د جګړې د امکان خبرداری ور کوي.

د اوکراین حکومت د تاوتریخوالي ډېرولو سبب بولي او باوري دي چې وروستۍ خبره واشنګټن کوي.

څه پېښېږي؟

اوکراینۍ رسنۍ پوله کې د روسیې د پوځ پیاوړي کېدل په اندېښنه څاري، ځينې یې رواني فشار بولي او نورې د روسیې د پوځي لاسوهنې د خطر په هکله خبرداری ور کوي.

یوه شنونکي دا بدلونه هم پر مدودچاک بندیزونو، کریمیا ټاپووزمې ته د اوبو نه ور کولو او هم اوکراین کې له اندازې ډېرې لاسوهنې لپاره جو بایډن ته د خبرداري له امله بللي دي.

خبري او تحلیلي وېبپاڼه اېل بي اې هم درې ممکنه سناریووې وړاندې کوي: اول دا چې روسیه یوازې خپلې وسلې ننداره کوي، یا دا چې ممکن د روسي ژبو د ملاتړ په پلمه پر دنباس برید کوي او یا دا هم چې د کریمیا د اوبو ستونزې د اوارولو لپاره د اوکراین سوېل ته ننوځي.

د روسیې د ملاتړې رسنۍ هم د کریمیلن نظرونو سره همغږي لري او استرانا یوا وېبپاڼه باوري ده چې یوه ستره جګړه د واشنګټن په ګټه تمامېدلی شي، ځکه د نورد سټریم ۲ سترې نللیکې د ځنډولو او پر روسیه د لا ډېرو بندیزونو لګولو امکان برابروي.

دې اندېښنو کې چې مسکو د برید لپاره پلمه پسې ګرځي د روسیې ملاتړې سرچینې د اولکساندر یوسک په نوم د یوه پنځه کلن ماشوم مرګ هم پلمه کوي چې د وسلوالو تر واک لاندې سیمه کې ووژل شو.

روسیه او وسلوال وايي، د بې پیلوټه الوتکې برید کې دا ماشوم ووژل شو، خو اوکراین او حقیقت پلټونکي دا رپوټ درواغ بولي.