تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراین پوله کې تاوتریخوالی؛ امریکا روسیې ته خبرداری ورکړ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روسیې ته خبرداری ورکړ چې له اوکراین سره پوله کې د پاروونکي چلن په صورت کې به له غبرګون سره مخ شي.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي، امریکا د اوکراین پوله کې د روسیې هڅو سخته اندېښمنه کړې ده: "له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې روسیې اول برید وکړ، دومره ډېر شمېر پوځیان یې پولې ته لېږلي نه وو. "
د اوکراین ختیځ ته په دنباس کې نښتې سبب شوې چې مسکو "د خپلو وګړو د مرستې لپاره" خپل ځواکونه پولې ته واستوي.
دنباس کې د بېلتونپالو یوه ډله له اوکراین بېلېدل او روسیې سره ګډېدل غواړي. ورته پېښه کریمیا ټاپو وزمه کې هم شوې وه.
روسیه وايي، که د اوکراین حکومت پر بېلتونپالو برلاسی شي، دغه سیمه کې به توکموژنه وشي.
د کرملین ماڼۍ یوه ویاند د جمعې په ورځ اټکل وکړ چې اوکراین د کورنۍ جګړې په درشل کې دی او که داسې وشي، د روسیې دریځ هم له ګواښ سره مخ کېږي.
اوس امریکا وايي، که د خطر دا احساس اوکراین کې د روسیې د پوځي لاسوهنې سبب شي، نو امریکا به یې هم بې ځوابه نه پرېږدي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي تلوېزون سره مرکه کې وویل: "څنګه چې ولسمشر بایډن ویلي، که روسیه بې پروا او له دوښمنۍ ډک چلن ته دوام ور کړي بدې پایلې او بیه به ورته ولري. "
کله چې خبریال له ښاغلي بلېنکن وپوښتل د روسیې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاست به د بارک اوباما د مهال سیاست په څېر وي چې روسیه یې له خپلو چارو شاتګ ته اړه نه کړه.
په ځواب کې بېلنکن وویل، شرایط بدل دي او ښاغلي بایډن د ولسمشرۍ سیالۍ کې ژمنه کړې وه چې که روسیه ورته ګامونه پورته کړي، د خپلو چارو پایله به وویني.
تېره جمعه ښاغلي بلېنکن له جرمن او فرانسوي سیالانو سره هم د اوکراین ضد د روسیې پر هڅو خبرې درلودې.