تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسکو: اوکراین کې د بېلتونپالو د دفاع لپاره مداخله کولی شو
د روسیې یو لوړپوړی چارواکی خبرادری ورکوي که اوکراین د بېلتونپالو پرضد هر اړخیز برید وکړي، مسکو ممکن د اوکراین ختیځ کې د روسیي ژبو د دفاع لپاره پوځي لاسوهنه وکړي.
د اوکراین ختیځ کې وروستیو کې د اوکرایني ځواکونو او بېلتونپالو ترمنځ تیت پرک نښتې ډېرې شوې دي او روسیه له اوکراین سره ګډه پوله کې خپل ځواکونه زیاتوي.
د ولسمشرۍ د دفتر مرستیال دیمیتري کوزک مسکو کې خبري غونډې ته وویل، ښايي د دغه هېواد ځواکونه اوکراین کې له خپلو وګړو د دفاع لپاره مداخله وکړي:
"هرڅه د تاوتریخوالي په زیاتوالي پورې تړلي دي. "
له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکراین بېلتونپال پر دونباس ولکه لري او دې سیمه کې تاوتریخوالی دی.
تېرو اونیو کې دغه سیمه کې د اوکراین حکومتي ځواکونو او بېلتونپالو ترمنځ نښتې کېږي.
دواړه یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ دې سیمې ته تللی و چې تاوتریخوالی له نږدې وګوري او څه وخت یې د دې هېواد سرتېرو سره هم تېر کړ.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل له روسیې غوښتي چې له اوکراین سره سرحدي سیمه کې خپل پوځ کم کړي.
جنګ ځپلي
ښاغلي کوزک اوسنی حالت د بوسنیا د سربرینیڅیا د بېلتونپالو شرایطو سره ورته وباله.
پر ۱۹۹۵ کال د بوسنیا سرب ځواکونو نږدې اته زره مسلمانان ووژل.
ښاغلي کوزک وویل: "که ولسمشر ووايي، چې دا ځای هم د سربرینیڅیا په څېر دی، ښايي موږ د دوی د دفاع لپاره لاړ شو. "
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پر ۲۰۱۹ کال اول ځل وویل: "که اوکراین پر دنباس ولکه وکړي، ښايي د اوکراین روسي ژبي وګړي د سربرینیڅیا د وژنې په برخلیک اخته شي. "
خو داسې کومه نښه نشته چې د اوکراین حکومت دا ډول پلان ولري.
ښاغلي کوزک هم ویلي، وسلوالو کنډکونه جوړ کړي او اوس له اوکرایني ځواکونو د ځان دفاع کولی شي.
نوموړي اوکراین ته خبرداری ور کړ چې د وسلوالو ضد دوښمني ډېره نه کړي، ځکه دا کار به "د اوکراین د پای ته رسېدو پیل وي. "
دغه چارواکي سیمه کې د ټیکاو غوښتنه هم وکړه.
امریکا څه وایي؟
پر ۲۰۱۴ کال د روسیې خاورې سره د کریمیا ګډولو او د اوکراین دنباس کې له بېلتونپالو د کرملین ملاتړ د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکي خراب کړل.
لوېدیځو هېوادونو هغه وخت د مسکو هڅې وغندلې او پر دغه هېواد یې بندیزونه ولګول.
روسیه دنباس ته ځواکونه استول درواغ بولي او دنباس کې روسي ځواکونه "دواطلب" بولي.
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د اوکراین "د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا" پر ملاتړ ټینګار کړی او تېره اونۍ امریکا اروپا کې خپل ځواکونه د خبرداري حالت ته کړل.
د سپينې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې د اوکراین ختیځ کې تاوتریخوالی پیل شوی اوس تر بل هر وخت سیمه کې د روسیې ځواکونه ډېر شوي دي.
نوموړې دا حال "سخت اندېښمنوونکی" وباله.
روسیې د خپلو ځواکونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د اوکراین پوځ اټکلوي چې د مارچ تر پای د اوکراین پولو ته تر شل زرو روسي ځواکونه رسېدلي دي.
خواله رسنیو کې ویډیووې هم دغې سیمې ته په درنو وسلو د بار اورګاډو تګ ښيي.
تازه تاوتریخوالي کې وسلوال وايي یو غړی یې د پنجشنبې په ورځ د دونتسک څنډه کې د ۱۴ هوان ګولیو په ډزو کې ووژل شو.
اوکراین روان کال کې دغو نښتو کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو خبره کوي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل د پنجشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې د اوکراین سرحد کې د ځواکونو او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه.
دې خبرو کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین اورکراین ختیځ کې د شرایطو په خرابولو تورن کړل.