تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا پوتین ته په نږدې کسانو بندیز ولګاوه
امریکا د هغه څه له امله د روسیې پر ۲۴ شخصیتونو او ۱۲ شرکتونو بندیز ولګاوه، چې د مسکو حکومت "بلواګرې هڅې" یې بولي.
د روسیې دا ۱۷ مهم چارواکي او ۷ شتمن او نفوذ لرونکي سوداګر د ویلادیمیر پوتین له نږدې ملګرو بلل کېږي.
د امریکا د ماليې وزیر سټیو منوچین پر روسیه تور پورې کړ چې ټوله نړۍ کې په "بلواګرو هڅو" کې لاس لري:
"د کریمیا له نیولو، د اوکراین ختیځ کې تاوتریخوالي جوړولو، د سوریې اسد رژیم ته د وسلې برابرولو او ان د لوېدیځ ولسوالۍ کې د ګډوډۍ جوړولو او ورانوونکو سایبري هڅو کې ښکېله ده".
امریکا له دې مخکې په لسګونو روسي ډيپلوماټان وشړل، خو روسیې هم ځواب ور کړ.
د مسکو او لوېدیځو قدرتونو ترمنځ دا جنجال دومره زیات شوی، چې ځینې شنونکي یې د سړې جګړې د پېر د یادولو په مانا بولي.
د هغو کسانو او شرکتونو شتمنۍ کنګل کېږي چې تازه بندیزونه پر لګېدلي دي او امریکایان له دوی سره معامله هم نشي کولی.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت دا ګام د ازادې سوداګرۍ خلاف بولي.
د روسیې د امنیت شورا مشر نیوکلای پاتروشف وايي، د امریکا دا بندیزونه د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکي نشي ځڼدولی.
په دغو کسانو کې د المونیم مهم سوداګر اولګ دریپاسکا، ویلادیمیر پوتین ته نږدې سیاستوال سلیمان کریموف چې کورنۍ یې په روسیه کې تر ټولو ډېره طلا تولیدوي او د سیبور پیترو کیمیايي شرکت برخه وال کیریل شامالوف هم شته.
د ځینې رپوټونو له مخې ښاغلي شامالوف د ویلادیمیر پوتین له لور سره کوزده کړې وه، خو لږ وروسته ترې بېل شو.
د هغو شرکتونو ونډې ټیټې شوې دي چې بندیزونه پر لګېدلي دي، خو دغو بندیزونو په مسکو کې د ونډو ټول بازار یا د روبل ارزښت ته ګوزار نه دی ور کړی.
د روسیې د سوداګرۍ او صنعت وزیر دنیس مانتوروف وايي، حکومت به له بندیز سره د مخ شويو شرکتونو سره به مالي ملاتړ وکړي.