تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ته د روسیې خبرداری
روسیې د امریکا په مشرۍ سوریه کې جنګېدونکې ټلوالې ته خبریداری ور کړ، چې الوتکو ته به یې د پوځي هدف په سترګه وګوري.
د مسکو دا خبرداری له هغه وروسته دی چې واشنګټن د یکشنبې په ورځ د سوریې د حکومت پوځي الوتکه وغورځوله.
د امریکا په مشرۍ ټلواله وایي په رقه ولایت کې یې د سوریې سو- ۲۲ الوتکه ځکه وغورځوله چې د اسلامي دولت ضد او د امریکا ملاتړو وسلوالو یې بمونه وغورځول.
روسیه- چې د سوریې د حکومت اصلي ملاتړې ده- وايي، د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یې له امریکا سره اړیکي هم ځنډولي دي.
مسکو وايي، د دغو اړیکو له مخې پکار و، چې امریکا دوی خبری کړي وی، خو داسې نه دي شوي.
سپنه ماڼۍ وايي، په سوریه کې له ځان د دفاع حق لري.
خو د سپینې ماڼۍ ویاند سین سپایسر وايي، له روسیې سره د پرانیستو اړیکو ساتل ضروري دي.
دا پېښه په داسې مهال ده، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف او د دوی ملاتړي ځايي ملېشې له رقه د اسلامي دولت یا داعش د اېستلو هڅه کوي.
رقه له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریه کې د اسلامي دولت د "خلافت" پلازمېنه بلل کېږي.
د روسیې د ځواب څرنګوالی
د روسیې دفاع وزارت وايي، د فرات سیند لوېدیځ ته به هر ډول الوتکه په نښه کړي.
د نړیوال ایتلاف هر ډول الوتکه هغه که ډرون وي، که د فرات سیند لوېدیځ کې عملیات کوي، پر اسمان او ځمکه د روسیې د الوتکو ضد ځواکونه به د پوځي هدف په څېر چلند ور سره وکړي.
خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې الوتکه به وولي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د پوځ د ویاند له خولې وايي، چې له دې پېښې وروسته یې د سوریې تشیالي یا فضايي حریم کې د الوتکو موقعیت بدل کړی.
د نوموړي په خبره، دا کار د امریکايي خدمتګارانو د خوندیتوب لپاره شوی دی..
سوریه کې د روسیې او امریکا همغږي
روسیه وايي، امریکا د اېس یو - ۲۲ الوتکې له غورځولو مخکې له دوی سره اړیکه نه ده نیولي، ځکه ور سره هغه اړیکې ځنډوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هوکړه پر شوې وه.
خو د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرل جیو ډنفورډ وايي، د دا ډول اړیکو د بیا پیلولو هڅه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې روسیه او امریکا دغه اړیکې ځنډوي.
مسکو تېر اپرېل هم له هغه وروسته دا تماسونه وځنډول چې امریکا د سوریې د حکومتي ځواکونو پر اډه کروز توغندی وغورځاوه.
دواړه لوري تېره میاشت سلا شول چې بیا دا تماسونه پیل کړی.
د سوریې حکومت سره د امریکا زیاتېدونکی ټکر
د سوریې حکومت د امریکا په لاس د خپلې الوتکې غورځول غندي او وايي، چې دا پېښه به ناوړه پایلې ولري.
که څه هم د سوریې شپږ کلنه جګړه کې دا لومړی ځل دی چې امریکا د بشار اسد رژیم الوتکه غورځوي، خو له څه مهال راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د نېغ ټکر پېښې زیاتېږي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې امریکا د سوریې د حکومت ملاتړې ډلې ډرون الوتکه وغورځوله.
له هغه مخکې او په مۍ میاشت کې یې د سوریې د حکومت پلوه ځواکونو پر کاروان بمبار وکړ.