تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: په سوريه کې نژدې يو ميليون کسان کلابند دي
ملګري ملتونه وايي روان کال په سوريه کې د کلابندو کسانو شمېر نژدې يو ميليون ته رسېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو تنظيموونکی سټېفن اوبراين وايي، د کورنيو جګړو له امله په شپږو مياشتو کې د کلابندو کسانو شمېر له ۴۸۶۷۰۰ څخه ۹۷۴۰۸۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
نوموړي ويلي "د سوريې وګړي کلابند او وږي ساتل کېږي. له روغتیايي او بشري مرستو محروم ساتل کېږي ځکه دوی اړ ايستل کېږي چې يا خو وسله و غورځوي او ياهم د تېښتې لار خپله کړي."
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته ويلي، هغه کسان چې سيمې يې کلابندې کړې پوهېږي چې د امنيت شورا يې مخه نه شي نيولی.
ښاغلي سټېفن اوبراين يادې ادارې ته ويلي، په حلب ښار کې نژدې ۳۰۰ زره کسان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې بند پاتې دي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي ويلي د اکتوبر پر ۱۸ د حکومت او د دوی د ملاتړې روسيې له خوا اوربند، هيلې راژوندې کړې وې خو تېره سې شنبه (۱۵ اکتوبر) د جهادي ډلو او ياغيانو له لوري په ښار کې ډزو او بريدونو د اوسېدونکو ژوند يو ځل بيا له ستونزو سره مخ کړ.
د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې په سوريه کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي، ټپي شوي او يا هم د حلب ختيځ هوايي بريدونو کې زيانمن شوي دي.
حلب ښار چې یو مهال د سوریې اقتصادي مرکز بلل کېده، ۲۰۱۲ کال کې د دواړو لوریو تر منځ وویشل شو.
ښاغلی اوبراين وايي يکشنبې د ياغيانو تر واک لاندې سيمو کې داسې کوم روغتون نه و چې طبي مرستې ور ورسول شي، د ده په وينا ځکه ټول روغتيايي مرکزونه په هوايي بريدونو کې له منځه تللي دي.
د نوموړي په وينا روانه مياشت پر حلب ښار له ۳۵۰ زيات توغندي توغول شوي او د راکټونو په واسطه حلب ښار په نښه کېږي چې له امله يې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د ۲۵۰ شاوخوا نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی اوبراين وايي، د امنيت شورا ته خبرداری ورکړی چې په ختيځ حلب کې حالت ډېر خطرناک دی او هلته ژوند کول ګران شوي دي.
د تېرې يکشنبې په ورځ پر يوه ښوونځي بريد کې ۱۹ ماشومان وژل شوي وو.